د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دوشنبې په ورځ مۍ۱۵(ثور۲۵) د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد د واکسین کمپاین پیل شوی دی.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه درې ورځیني کمپاین په ترڅ کې به په۲۱۷ ولسوالیو کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر۶.۴ میلیونو ته د پولیو ضد د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

دا کمپاین په داسې حال کي پیل شوی، چې د ننګرهار په ولایت کې تازه د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوي دي، چې یوه یې د بټي کوټ او بله د کوټ په ولسوالیو کې ثبت شوي دي. دا دوه پیښې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې لومړنۍ دوه پیښې دې، چې تراوسه ثبت شوي دي.

یو څلورکلن ماشوم، چې په پولیو ناروغۍ اخته شوی ددې ناروغۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی. همداشان د عامې روغتیا وزارت ویاند طلوع نیوز ته ویلي، چې بل ماشوم، چې پر دغې ناروغۍ اخته شوی یوولس کاله عمر لري

ددې پیښو د ثبت وړاندې په ننګرهار کې څو ځلې د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس محیطي نمونې مثبت ختلې وې ، چې له امله یې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا په سکټور کې بوختو نړیوالو موسسو په ختیځ کې ځانګړي کمپاینونه تر سره کړي و.

په تیر۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیودوه مثبتې پیښې ثبت شوې وې. په ۲۰۲۱ کال کې هم په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

ډاکټران وايي، چې پولیو یوه ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین په واسطه د مخنيوي وړ ده. دغه ناورغي زیاتره په ماشومانو کې خپریږي او د دایمي فلج یا مړینې لامل کېږي.

ددې ناروغۍ مخنیوی او له منځه وړل یوازې د ماشومانو د واکسین کولو له لارې شونی دی چې د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي، چې اوس هم کې د پولیو ویروس د ماشومانو ژوند ګواښوي.

XS
SM
MD
LG