د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي ګوندونه: ټاکنې نیمګړې او د درغلیو سره ملې وې


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د شنبې په ورځ شاوخوا څلور میلیونو خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د شنبې په ورځ شاوخوا څلور میلیونو خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو یو ائتلاف، چې شاوخوا ۳۵لوی او کوچني سیاسي ګوندونه په کې غړیتوب لري، د دوشنبې په ورځ (تلې ۳۰ مه) د ولسی جرګې د شنبې د ورځې ټاکنو په اړه په خپل لومړي غبرګون کې دا ټاکنې نیمګړې او د درغلیو سره ملې وبللې.

ددغو ګوندونو استازو په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د تلې د ۲۸ مې ورځې د ټاکنو په بهیر کې یو لړ نیمګړتیاو ته ګوته ونیوله، خو ویې ویل، چې د دغه بهیر په اړه به د سیاسي ګوندونو ائتلاف وروستۍ پریکړه به له خلکو سره د سلامشورو وروسته اعلان کړي.

د جمعیت اسلامي افغانستان د رهبرۍ شورا غړي نوررحمان اخلاقي د سیاسي ګوندونو د دریځ په اړه امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، د تلې د ۲۸ مې او ۲۹ مې ورځې د ولسي جرګې ټاکنې د ډیرو بې نظمیو سره مل وې.

ښاغلي اخلاقي وویل"د افغانستان سیاسي ګوندونه د تلې د ۲۸ مې ټاکنې ډیرې نیمګړې او د درغلیو سره مل ګڼي او باور لري، که چیرې دولت او د ټاکنو کمیسیون د سیاسی ګوندونو برحقه غوښتنو ته پاملرنه کړې وې، دا ټاکنې به په شفافه او د درغلیو څخه په پاکه توګه ترسره شوی وی".

د سیاسي ګوندونو په اعلامیه کې د تلې د ۲۸ مې ورځې په ټاکنو کې د هغو نیمګړتیاو یادونه شوې، چې د ټاکنو د څار یو شمیر افغان ادارو هم ورته ګوته نیولې ده.

په دغو ستونزو او نیمګړتیاو کې ناوخته د رایې اچونې د مرکزونو پرانیستل، د بایومټریک سیستم د کارونې په برخه کې د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو نابلدتیا او په ډیرو مرکزونو کې د بایومټریک دستګاه د ممدو وسایلو نشتون، د رایې ورکوونکو د نومونو په لیست کې ستونزې، د زورواکو له خوا د ځینو مرکزونو ترخپل واک لاندې راوستل، د څارونکو پرته د شپې له خوا د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې د رایو د صندوقونو ساتل، په ځینو مرکزونو کې د څارونکو پرته د رایې اچونې د بهیر پیل او د نوماندانو څارونکو ته د رایې اچونې مرکز ته د داخلیدو نه اجازه ورکول شامل دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې په ۲۸ مه د ټاکنو په ورځ یو شمیر نمګړتیاوې مني، خو وايي دا نیمګړتیاوې، تر ډیره د د غه کمیسیون پورې اړه نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلا جان بدیع صیاد یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د شنبې په ورځ په ټاکلې نیټه د رایې اچونې د ډیرو مرکزونو د نه پرانیستلو علت د امنیتي اندیښنو او یا هم د غفلت له امله دغو مرکزونو ته پر وخت د رایې اچونې د مامورینو نه حاضریدل وو.

هغه وویل، د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې په دې مکلف شوی، چې د ټاکنو د ورځې کارکوونکي د پوهنې وزارت د ښوونکو څخه وټاکي.

ښاغلي صیاد وویل " هیوادوالو ته یو وضاخت، چې کارمندان مونږ نه دی استخدام کړي، قانون مونږ مقید کړي یو، که چیرته ازاد لاس درلودلی، د بازار څخه به مو متخصص کسان استنخدام کړی وی".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس د وسله والو طالبانو له خوا د رایې اچونې د مرکزونو کارکوونکو ته د ګواښونو ترڅنګ د ټاکنو په ورځ په یو شمیر مرکزونو کې د سیمه ییزو زورواکونو مداخلې هم مني او وايي، چې ځینو زورواکونو په لوی لاس غوښتل، چې د رایې اچونې په مرکزونو کې د بایومټریک د استعمالولو پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړي.

ښاغلي صیاد وویل " هغه زورمندان، چې ځانونه یې کاندید کړي او د شفافي له لارې نه شي کولی، چې پارلمان ته لار پیدا کړي، له هغه څخه، چې کله زمونږ کارکوونکي غواړي، د بایومټریک له لارې ثبت نام وکړي، هغه د بایومټریک اله اخلي او زمونږ د کارکوونکي په سر یې ماتوي".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس په ټینګار وویل، چې هیڅ کوم زورواکی به د غیر قانوني لارې او په جعلې رایو پارلمان ته لاړ نه شي.

XS
SM
MD
LG