د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پمپیو قطر ته ورسید


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو نن د نومبر ۲۱ (لیندۍ ۱) د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی ترڅو د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د ډلې له مذاکره کوونکي هیات سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د ځیني خپاره شوي راپورونو په اساس د دواړو مذاکره کوونکو ډلو ترمنځ اختلافات حل شوي او ښایي مخامخ خبرې اترې ډیر ژر پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه لیدنې په داسې حال کې کیږي چې نن په کابل ښار باندې شویو راکټي بریدونو کې اته کس ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پمپیو به دواړو خواوو سره جلا جلا وګوري.

ښاغلي پمپیو به د قطري چارواکو سره هم یو لړ ملاقاتونه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا د دفاع وزارت ویلي و چې ژر به له افغانستان څخه خپل ۲۰۰۰ نظامي سرتیري وباسي، هغه کار چې نظامي کارپوهانو او د امریکا پخواني چارواکو کانګرس ته په وینا کې یوه”تیروتنه“وبلل.‌

XS
SM
MD
LG