د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: امریکا په افغانستان کې دایمي حضور نه غواړي


پمپېو د انډیانا په ایالت کې یوې غونډې ته د وینا په مهال
پمپېو د انډیانا په ایالت کې یوې غونډې ته د وینا په مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه ویلي دي، چې امریکا غواړي ژر تر ژره او زیاتره عسکر بېرته کور ته راولي.

مایک پمپېو د انډیانا په ایالت کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا په مهال د افغانستان په اړه وویل، چې دغه جګړه تر اتلس کلونه پورې وغځېده او هغه ماشومان چې د جنګ د پیل پر وخت زېږېدلي و، هغه اوس د پوهنتون عمر ته رسیدلې دي.

هغه وویل، چې امریکا په افغانستان کې دایمي حضور نه غواړي"ریښتیا دا دي چې امریکا چیرته هم په افغانستان کې دایمي حضور نه دی غوښتی او ټولې خواوې پدی پوهه دي چې اوس پر مخ د تګ وخت را رسیدلی دی."

هغه د سولې د خبرو په اړه وویل، چې د یو کال راهیسې دغه خبرې پیل شوي دي، خو په‌دې نه پوهیږي چې د سولې او روغې جوړې دا پروسه به څنګه سر ته ورسیږي. هغه وویل چې ولسمشر ټرمپ ژمن دی چې سمه پرېکړه وکړي.

پمپېو زیاته کړه:"د هغه (ولسمشر ټرمپ) ما او همکارانو ته لارښودنه دا ده چې مونږ د خپلو کسانو ژر تر ژره او چې څومره زیات شمیر کې ممکن وي، بیرته راوستل غواړو، او دا به هم یقیني کوو چې د هغه خاورې نه بیا په امریکا ترهګریز برید ونه شي."

مایک پمپېو دغه مهال د خپلو عسکرو نه مننه وکړه او ویې ویل، چې د هغوی خدمت ستایي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر په داسې وخت کې دغه څرګندونې کړي دي چې د طالبانو سره په قطر کې خبرې روانې دي او دواړه خواوې دا تمه لري چې یوې نهایي نتیجې ته سره ورسیږي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا وړمه ورځ ویلي و، چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو مهالوېش معلوم نه دی او زیاته کړې وه چې امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه‌لري.

XS
SM
MD
LG