د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ فرانسس: مسلمانان او مسیحیان سره وروڼه دي


پاپ افریقا ته د خپل سفر په لړ کې په مرکزي افریقا جمهوریت کې له ښکیلو خواو څخه وغوښتل چې د سولې بهیر سره یوځاي شي.
پاپ افریقا ته د خپل سفر په لړ کې په مرکزي افریقا جمهوریت کې له ښکیلو خواو څخه وغوښتل چې د سولې بهیر سره یوځاي شي.

د نړۍ د کاتولیکانو ستر مذهبی مشر، پاپ فرانسس چې د افریقا وچې ته خپل سفر نن پای ته ورساوه، ویلي دي چې مسلمانانو او مسیحیانو کالونه له تشدد لرې د یو بل ترڅنګ ژوند کړی دی.

پاپ فرانسس چې د مرکزي افریقا د بانګي په ښد نړۍ د کاتولیکانو ستر مذهبی مشر، پاپ فرانسس چې د افریقا وچې ته خپل سفر نن پای ته ورساوهار کې له یوه جومات څخه لیدنه وکړه د سیمې په سلگونو خلکو ته یې په وینا کې څرګنده کړه چې هیچ داسې دلیل نه ویني چې د یو هېواد خلک دې په سوله او آرامۍ کې د یو بل ترڅنګ ژوند ونکړي.

پاپ خلک وهڅول چې کرکۍ او غچ اخیستلو ته نه ووايي او ټینګار یې وکړ چې مسیحیان او مسلمانان سره وروڼه دي " مونږ په ګډه باید کرکۍ، غچ اخیستلو او تاوتریخوالي ته، نه، ووایو په ځانګړې توګه هغه تشدد ته چې د دین اوخدای تر نامه لاندې ترسره کیږي."

هغه د کاتولیکانو یو خاص مذهبي مراسمو ته په وینا کې هم له هغوي وغوښتل چې د تاوتریخوالو په پاي ته رسولو کې مرسته وکړي او په مرکزي افریقا جمهوریت کې د کړکیچ لپاره د حل لارې موندلو له هڅو ملاتړ وکړي.

پاپ افریقا ته د خپل سفر په لړ کې په مرکزي افریقا جمهوریت کې له ښکیلو خواو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کیږدي او د سولې بهیر سره یوځاي شي.

د مرکزي افریقا جمهوریت یو له بیوزلو او ناامنه هیوادونو څخه دی چې ۷۸ کلن پاپ افریقا وچې ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې له ګانګو او کینیا هیوادونو وروسته ورڅخه لیدنه کوي.

پاپ ددغه هیواد له جمهور رئیس سره تر کتنې وروسته هیله وکړه چې راتلونکي ټاکنې ددې هیواد په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.

د مرکزي افریقا جمهوریت دوه کاله وړاندې تر هغه وروسته چې ددغه هیواد رهبر د سلکا یاغیانو په لاس وپرځول شو، په ۱۹۶۰ کال کې د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو راوروسته تر ټولو د ستر کړکیچ سره مخاخ شو.

دا لومړي ځل دی چې یو پاپ د مرکزي افریقا هیواد څخه لیدنه کوي. د هغه دغه سفر د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG