د لاس رسي وړ اتصالات

د بامیان ولایت کې د کچالو د ګل جشن جوړ شو


دا دوهم ځل دې، چې د بامیان ولایتي اداره په دغه ولایت کې د کچالو د ګل جشن جوړوي.

نن د جمعې په ورځ (زمري ۵ مه) د بامیان ولایت په مرکز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوهم کال لپاره د کچالو د ګل کرهڼیز او فرهنګې جشن جوړ شو.

د بامیانو ولایتي چارواکي د دغه جشن د جوړولو هدف په دغه ولایت کې د کرهڼیزو محصولاتو وده او په ځانګړي ډول د کچالو محصولاتو ته بازارمونده ښيي.

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس انجینر عبدالوهاب محمدي د دغه جشن د جوړیدو په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی غواړي د بامیان ولایت کرهڼیزو محصولاتو ته بازار پیدا کړي.

ښاغلي محمدي وویل " دا دوهم کال دی، چې د کچالو د ګل جشن کرهڼیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او په ځانګړي ډول د بامیانو د کچالو د محصول د پیژندلو لپاره جوړوو".

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال ۳۰ ډوله کچالو د دغه ولایت په تحقیقاتي فارم کې تر ازمایښت لاندې دي او ژر به د کچالو ښه ډولونه د کرکیلې لپاره بزګرانو ته وویشل شي.

بامیان په کال کې ۳۵۰ زره ټنه کچالو تولیدوي، چې نږدې د افغانستان د کچالو نیمايي تولید جوړوي.

د بامیان والي محمد ظاهر زهیر د دغه جشن د پرانیستې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په دغه ولایت کې بزګرانو سره د سویس هیواد هم د کچالو د محصولاتو د ښه کیدو لپاره مرسته کوي.

ښاغلي زهیر وویل " سږکال د سویس د هیواد د انکشافي ادارې له خوا لس زره بزګرانو سره مرسته کیږي، چې د دې پروګرام په ترڅ کې به د څلورو کلونو په موده کې د کرهڼې د ودې لپاره اوه میلیونه یورو په مصرف ورسول شي.

د بامیان ولایت د کچالو د ګل د جشن په مراسمو کې بیلابیل کرهڼیز محصولات نندارې ته د ایښودلو سربیره یو لړ هنري پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.

په دې پروګرامونو کې موسیقي، تیاتر او د شعر ویلو پروګرامونه هم شامل دي.

د دې جشن ګډون کوونکو ته په بامیان ولایت کې د تولید شوو کچالانو څخه جوړ شوي شل ډوله خواړه هم پاخه شوي دي.

بامیان ولایت کې د کچالو د ګل ددغه یو ورځیني جشن په جوړیدو کې د دغه ولایت سیمه ییزې ادارې سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې " ایف اې آو" هم مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG