د لاس رسي وړ اتصالات

آیا جمهور رئیس جو بایډن به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري؟


ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن بله میاشت سعودي عربستان ته په رسمي سفر ولاړ شي.
ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن بله میاشت سعودي عربستان ته په رسمي سفر ولاړ شي.

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن بله میاشت منځني ختیځ ته د خپل رسمي سفر په لړ کې سعودي عربستان ته ولاړ شي خو لا معلومه نده چې آیا ددې هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان سره به دوه په دوه وګوري که نه.


ښاغلي بایډن جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) په خبري کنفرانس کې د بن سلمان سره ممکنه ملاقات کم اهمیته وباله. د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا سعودي ته د سفر پر مهال به د محمد بن سلمان سره وګوري که نه، جمهور رئیس جو بایډن وویل، "زه یوې نړیوالې غونډې ته ځم او هغه (محمد بن سلمان) به هلته وي، زه به د هغه سره ونه ګورم".

ټاکل شوې چې جمهور رئیس بایډن په سعودي عربستان کې د جولای د میاشتې په نیمایي کې د خلیج همکارۍ د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي. سپینې ماڼۍ ویلي چې ښاغلی بایډن به د سعودي د رسمي مشر باچا سلمان او د هغه د ټیم سره وګوري چې ولیعهد محمد بن سلمان هم پکې شامل دی.

پخپله جمهور رئیس بایډن څه موده وړاندې ویلي و چې د واشنګټن پوسټ خبریال جمال خاشقجي د قتل له کبله سعودي عربستان "پردی" شوی خو پدې سفر کې به ښاغلی بایډن کوښښ وکړي سعودي عربستان وهڅوي چې د تیلو تولیدات پدې هیله ډیر کړي چې په متحده ایالاتو د تیلو بیې کمې شي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي چې سعودي عربستان ته د جمهور رئیس بایډن د سفر تمرکز به د محمد بن سلمان سره لیده کاته نه وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پې یر هم ویلي چې جمهور رئیس به د لسو څخه د ډیرو مشرانو سره وګوري او دا تمه هم شته چې د سعودي ولیعهد به هم وګوري.



د امریکا استخبارات د جمال خاشقجي په قتل کې محمد بن سلمان ګرم بولي. خاشقجي په سعودي عربستان کې زیږدلی و او په امریکا کې د دایمي اوسیدو اسناد یې درلودل.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې په ترکیې کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو او مړی یې ټوټې ټوټې شو.

XS
SM
MD
LG