د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني ټاکنو کمیسیون تشې څوکۍ ته نوی کمشنر غوره کړ


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یو کمشنر څوکۍ وروسته له هغې تشه شوه چې جمهور رئیس غني د دغه کمیسیون رئیس له دندې ګوښه کړ
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یو کمشنر څوکۍ وروسته له هغې تشه شوه چې جمهور رئیس غني د دغه کمیسیون رئیس له دندې ګوښه کړ

د افغانستان د جمهوري ریاست وايي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ټاکنو خپواک کمیسیون د تشې څوکۍ لپاره سید حفیط الله هاشمي د نوي کمشنر په توگه غوره کړی دی.

ارګ ویلي، چې جمهور رئیس غني، په یوه غونډه کې چې د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم او لوی څارنوال محمد فرید حمیدي هم حاضر وو، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یو کمشنر تشې څوکۍ لپاره دریو نوماندانو سره جلا جلا مرکې وکړې او په پایله کې یې سید حفیظ الله هاشمي، د ټاکنو د کمیسیون د نوي کمشنر په توګه غوره کړ.

د پنجشنبې په ماښام د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنرانو د نومونو د ترتیبولو لپاره د غوراوي کمیټې په نوم جوړې شوې کمیتې رئیس جاوید رشیدي جمهور رئیس غني ته ددغه کمیسیون د یو کمبود غړي د معرفي په په اړه د خپل کاري راپور د وړاندې کولو پر وخت د دریو نوماندانو نومونه هم هغه ته وسپارل.

په دغو دریو نوماندانو کې سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځی وطندوست شامل وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په یو بیان کې ویلي چې د دریو نوماندانو د اسنادو د پلټنې وروسته جمهور رئیس غني ښاغلی هاشمي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنر په توګه ټاکلی دی.

د غوراوي کمیټې خپل کار د روان کال د مرغومي د میاشتې په اومه نیټه وروسته له هغه پیل کړ چې جمهور رئیس غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی رئیس نجبیب الله احمدزی د روان هجري شمسي کال د لړم د میاشتې په ٢۴ له دندې ګوښه کړ، چې ورسره د دغه کمیسیون د کمشنرانو یوه څوکۍ هم تشه شوه.

د نوي کمشنر د لوړې وروسته به د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه کمیسیون د رئیس د څوکۍ لپاره بیا خپلمنځي ټاکنې کوي.

اوسمهال د دغه کمیسیون مشري د کمیسیون د عملیاتي مرستیالې میرمن وسیمې بادغیسي په غاړه ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۷شمسي کال د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG