د لاس رسي وړ اتصالات

معصومه مرادي د افغانستان په تاریخ کې دوهمه ښځینه والي


په افغانستان کې د ښځینه والیانو د ټاکلو لړۍ د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې پیل شوې ده.
په افغانستان کې د ښځینه والیانو د ټاکلو لړۍ د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې پیل شوې ده.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني میرمن معصومه مرادي، د دایکنډي ولایت د نوې والي په توګه ټاکلې ده.

میرمن مرادي چې د دې دمخه یې د لوړو زده کړو په موسسو کې د استادې او د مدني ټولنې د فعالې په توګه کارکړی د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حکومت کې لومړنۍ ښځه ده چې د دایکنډي د والي په توګه ټاکل شوې ده.

د جمعې په ورځ د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې میرمن معصومه مرادي د میدان وردک د ولایت د والي په توګه ټاکل شوې ده.

خو اوس د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي چې میرمن معصومه مرادي د میدان وردک ولایت د والي په توګه نه بلکه د دایکنډي د ولایت د والي په توګه ټاکل شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي د اداري چارو ریاست د رسنیو دفتر سهوا میرمن مرادي د میدان وردک د نوې والي په توګه اعلان کړې ده.

دا دفتر وایي چې میرمن مرادي د دایکنډي د ولایت د نوې والي په توګه ټاکل شوې ده.

په افغانستان کې د ښځینه والیانو د ټاکلو لړۍ د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې پیل شوې ده.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره حبیبه سرابي د بامیانو د والي په توګه وګمارله چې نږدې لس کاله یې ددغه ولایت د والي په توګه کار وکړ.

میرمن سرابي تیرکال د افغانستان په جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګډون له امله له خپلې دندې استعفی کړې وه.

میرمن سرابي اوس د افغانستان د اجرائیه رئیس د سلاکارې په توګه کارکوي.

بامیان د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې د امنیتي پلوه نسبتآ ښو ولایتو کې شمیرل کیږي خو د میدان وردک ولایت د بامیانو د ولایت پرتله د ډیرو امنیتي ستونزو سره مخ دی.

په ولسي جرګه کې د میدان وردک د ولایت یو استازی حاجي عبدالمجید وردک وایي چې د میدان وردک ولایت امنیتي وضیعت ته په کتنې دا به نوې ټاکل شوې والي معصومې مرادي ته ګرانه وي چې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته په منظم ډول سفر وکړي او په دغو سیمو کې د خلکو له حاله ځان خبر کړي.

ښاغلي وردک وویل «ډیره مشکله ده وروره زمونږه څو ولسوالۍ دی چې هلته د سړو لپاره سفر مشکل دی څه د ښځوچارواکو لپاره ، زه پخپله دایمیرداد ولسوالۍ ته تللی وم نو هلته زه د والي صاحب، قوماندان امنیه او رئیس صاحب امنیت سره په طیاره کې لاړم هلته چې ما مشکلات ولیدل خورا زیات مشکلات وو، زه فکر کوم د سیاسرې لپاره به زمونږ په ولایت کې کار مشکل وي.»

خو د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د خپواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ ته وویل چې د میرمن مرادي د ټاکلو په وخت د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکو دغو ټولو مسایلو ته په پاملرنې د هغې د ټاکلو پریکړه کړې ده.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې جمهوررئیس غني د زابل ولایت لپاره هم محمد انور اسحق زی ددغه ولایت د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

څه باندې اته میاشتې وړاندې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو را وروسته په وروستیو اونیو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني یو شمیرولایتونو ته نوي والیان معرفي کړي دي خو اوس هم د نیمایی څخه زیات ولایتونه د سر پرستو والیانو له خوا اداره کیږي.

XS
SM
MD
LG