د لاس رسي وړ اتصالات

محمد کریم خلیلي د سولې د عالي شورا نوی رئیس ټاکل شوی


ښاغلی کریم خلیلي د افغانستان د جمهوررئیس د دوهم مرستیال په توګه هم د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي سره کار کړی دی.
ښاغلی کریم خلیلي د افغانستان د جمهوررئیس د دوهم مرستیال په توګه هم د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي سره کار کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهوررئیس محمد اشرف غني د سولې عالي شورا مرستیال او د افغانستان د جمهوررئیس پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي د سولې د عالي شورا د نوي رئیس په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی خلیلي د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د رئیس په توګه هم کار کړی دی.

د افغانستان سولې د عالي شورا د ریاست څوکۍ د دغې شورا د پخواني رئیس پیر سید احمد ګیلاني د مړینې وروسته تشه پاتې وه.

پیر سید احمد ګیلاني د روان عیسوي کال د جنورۍ په دویشتمه ورځ د کابل د غازي امان الله خان په روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې د " کابل پروسې" کنفرانس د پرانیستې غوڼدې ته په وینا کې د افغانستان د سولې عالي شورا د نوي رئیس په توګه د ښاغلي خلیلي ټاکل تائید کړل.

ښاغلي غني چې په افغانستان کې یې د سولې د بهیر په اړه خبرې کولې وویل "خوشاله یم چې تاسو ته ووایم جلالتماب محمد کریم خلیلي به دا سلا مشورې د خپل موقف څخه چې د سولې د عالي شورا رئیس دی رهبري کړي. مننه معاون صاحب چې بیا د خپل وطن د خدمت موقع په لاس کې لرئ او تاسې په یوه ډیره مهمه برخه کې د هیواد د خدمت لپاره چمتوالی لرئ".

پخپله ښاغلی خلیلي هم په دې غونډه کې حاضر وو.

د افغانستان د سولې عالي شورا اوه کاله وړاندې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي له خوا د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې او پخلاینې د خبرو لپاره جوړه شوه او د پخوانیو مجاهدینو یو مشر او د افغانستان پخوانی جمهوررئیس استاد برهان الدین رباني د دغې شورا مشر وټاکل شو.

استاد رباني په ۲۰۱۱ کال د سپټامبر په میاشت کې په یو تروریستي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او پر ځای یې د هغه زوی صلاح الدین رباني د دغې شورا د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو، چې بیا جمهوررئیس محمد اشرف غني پیر سید احمد ګیلاني د ښاغلي رباني پرځای د دغې شورا د رئیس په توګه ونوموه.

د افغانستان د سولې عالي شورا د اتو ښځو غړو پر ګډون ټول۶۸ غړي لري.

د حکمتیار پر مشرۍ د اسلامي حزب سره د سولې ټړون د دغې شورا په لویو لاس ته راوړنو کې ګڼل کیږي.

د دغه تړون له مخې حکمتیار تیره میاشت کابل ته راستون شو.

XS
SM
MD
LG