د لاس رسي وړ اتصالات

د سترې محکمې رئیس وټاکل شو


په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو را وروسته د افغانستان د سترې محکمې څوکۍ د سرپرستانو په واسطه اداره کیدله
په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو را وروسته د افغانستان د سترې محکمې څوکۍ د سرپرستانو په واسطه اداره کیدله

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سید یوسف حلیم ته د سترې محکمې د غړی په توګه د لوړې د ورکولو وروسته هغه د یو فرمان په ترڅ کې د افغانستان د نوي قاضي القضات په توګه وټاکه او بیا وروسته جمهوررئیس غني ښاغلی حلیم د دغې محکمې غړو ته یې معرفي کړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې د لوړې په مراسمو کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شول، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، د سترې محکمې پخواني سرپرست قانونپوه عبدالرشید راشد او د سترې محکمې د عالي شورا غړو هم حضور درلود.

دا بیان وایي، جمهور رئیس غني د سترې محکمې د رئیس د معرفي کولو غونډې ته چې د سترې محکمې په انګړ کې نن له غرمې مخکې جوړه شوې وه، د خپلو خبرو پرمهال دېته په اشارې سره چې د جمهور رئیس لومړۍ دنده د اساسي قانون د تطبیق څارنه ده، وویل، جمهور رئیس له یوې پیاوړې او بادرایته سترې محکمې پرته، چې پیاوړتیا یې له قانون څخه سرچینه اخلي، دغه دنده نشي اجرا کولی.

جمهور رئیس یادونه وکړه، چې زموږ د کار معیار د خدای تعالی رضا او پر عدالت د خلکو اعتماد او رضایت دی.

جمهور رئیس د سترې محکمې مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې نوموړی او حکومت یې د سترې محکمې د هلو ځلو او اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي.

جمهور رئیس غني وویل، هیله لرم چې د هېواد قاضیان په پاک وجدان او درایت خپل تصمیمونه ونیسي.

دې غونډې ته د سترې محکمې نوي رئیس سیدیوسف حلیم په خپلوخبرو کې د جمهور رئیس د اعتماد نه مننه وکړه او له جمهور رئیس څخه یې وغوښتل، چې د قانون د حاکمیت او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له ده سره مرسته وکړي.

ښاغلي حلیم وویل، د عدالت د تطبیق په برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې او هلې ځلې ونه سپموي او ژمنه یې وکړه، چې د قضایي او اداري فساد پر ضد به صادقانه مبارزه وکړي.

د افغانستان د سترې محکمې د رئیس په توګه د سید محمد یوسف حلیم د ټاکل کیدو خبر لومړی د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن ددوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا غونډې د پیل دمخه خبریالانو سره په خبرو کې ورکړ هیله یې وښوده چې ښاغلی حلیم به د قضا د خپلواکۍ ساتلو په برخه کې بریالیتوب ترلاسه کړي.

ښاغلي عبدالله وویل " زه ښاغلي حلیم ته په دغه سترې ملي او د دولت په کچه ددغې مهمې وظیفې په ترسره کولو کې د بریالیتوب غوښتنه کوم ، چې اشالله په بشپړ صداقت او د سترې محکمې د مقام او ځای او د سترې محکمې د عالي شورا او قضائیه قوي د خپلواکۍ ته په پاملرنې به خپلې چارې پرمخ بوځي او ورته به دوام ورکړي".

تیره میاشت، سید محمد یوسف حلیم د جمهوررئیس محمد اشرف غني له ولسي جرګې ته د سترې محکمې د غړي په توګه د ورپیژندلو وروسته ددغې جرګې څخه د سترې محکمې د عالي شورا د دغړي په توګه د باور رایه ترلاسه کړه.

ښاغلی سید یوسف حلیم ۵۶ کاله وړاندې د ننګرهار په ولایت کې زیږدلی دی.

هغه په ۱۳۵۹ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي یې د لیسانس سند اخیستی او بیا وروسته یې په کابل کې د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون د افغانستان د څانګۍ څخه د ځانګړو زده کړو سند هم ترلاسه کړی دی.

ښاغلي حلیم د عیدلیې په وزارت کې د تقنین د رئیس په حیث د اتو کلونو د کار ترڅنګ د ۱۳۸۹ کال را دیخوا ته ددغه وزارت د ادارې او مسلکي معین په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

د سترې محکمې رئیس پپښتو او درې ژبو ترڅنګ په انګلیسۍ ژبه هم خبرې کولی شي.

د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د واګمنۍ په وروستیو کلونو کې هم عبدالسلام عظیمي د سترې محکمې د سرپرست په توګه کارکوه، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د لوړې د ورکولو وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.

د ښاغلي عظیمي د ګوښه کیدو وروسته عبدالرشید راشد د سترې محکمې د سرپرست په توګه ددغې محکمې چارې اداره کولې.

XS
SM
MD
LG