د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د پادشاه عبدالله پر مړینه خواشیني څرګنده کړه


د سعودي عربستان باچا عبدالله د ۹۰ کالونو په عمر مړ شو
د سعودي عربستان باچا عبدالله د ۹۰ کالونو په عمر مړ شو

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سعودي عربستان د پادشاه ملک عبدالله بن عبدالعزیز پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان د جمهورِي ریاست د رسنیو د دفتر له خوا په یو خپور شوي یو بیان کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له قوله ویل شوي چې اعلیحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز به د افغانستان د مسلمان ملت او د هغوی د جهاد د یو تل پاتې دوست په توګه همیشه د افغانانو په زړونو کې ځای ولري.

جمهور رئیس غني ویلي " مرحوم ملک عبدالله تل د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړی و".

جمهور رئیس غني په دغه بیان کې ملک عبدالله بن عبدالعزیز مړینه اسلامي نړۍ ته یوه لویه ضایعه ګڼلې او د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ، حکومت، د دغه هیواد د خلکو او ټولې اسلامي نړۍ سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

د سعودي عربستان باچا عبدالله د ۹۰ کالونو په عمر نن د جمعې په ورځ مړ شو او په ځای د هغه کشر ورور شهزاده سلمان بن عبدالعزیز چې ۷۹ کاله عمر لري د سعودي عربستان پادشاه ټاکل شویدی.

شاوخوا دوه میاشتې کیدلې چې پادشاه عبدالله د ټټر د ناروغۍ له امله د ریاض په یوه روغتون کې بستري و.

پادشاه عبدالله په ۱۹۲۳ میلادي کال کې زیږیدلی و او په ۲۰۰۵ کال د سعودي عربستان پادشاه شو .

پخپله سلمان بن عبدالعزیز السعود هم د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ او حکومت کې د کار کولو زیاته سابقه لري، هغه شاوخوا شل کاله د سعودي عربستان د پایتخت ریاض والي و او د شاهي کورنۍ د غړیو تر منځ د زیاتو ستونزو په حل کولو کې یې د منځګړي په صفت مهم نقش ادا کړیدی.

د پادشاه عبدالله د ناروغتیا پر وخت سلمان د ملک چارې پر مخ بولې خو په رسمي ډول نن د نوي باچا په توګه اعلان شو.

افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د پادشاه عبدالله او حامد کرزي ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې شوې وې.

جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د لوړې پر ځای کولو وروسته په لومړي ځل سعودي عربستان ته د عمري د ادا کولو لپاره دغه هیواد ته ورغی او هلته یې د سعودي عربستان د چارواکو سره خبرې وکړې.

تیر افغان حکومت سعودي عربستان سره د دوستۍ د مزو د ټینګولو دا هڅې په خپل هیواد کې د سولې د ټینګیدلو او مخالفو وسلوالو سره د پخلاینې په برخه کې د سعودي عربستان د اثر اورسوخ نه د ګټې اخیستنې په نیت تر سره کولې.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني حکومت هم سعودي عربستان ته په ورته سترګه ګوري او تمه لري چې د یوې خوا پاکستان سره د سعودي عربستان ښې اړیکې به د دې سبب شي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې افغان حکومت سره مرستو ته و هڅوي.

د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشران هم افغانانو سره په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې د پادشاه عبدالله مرستې چې هغه وخت د سعودي عربستان ولیعهد وو خورا مهمې ګڼي او وایي چې د وخت سعودي واکمنو په ډیره سخاوتمندانه توګه د پخوانیو مجاهدینو او په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو لاس نیوی وکړ چې د افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په وتلو کې یې د پام وړ ونډه لرله.

د پخوانیو مجاهدینو یو مشر قاضي محمد امین وقاد هم افغانستان سره د سعودي عربستان مرستې په نیکۍ یادوي او وایي چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په برخه کې هم افغانانو سره مرستې کولای شي.

وقاد په دې باور دی چې د پادشآه عبدالله ځای ناستی به هم د هغه په پله قدم کیږدي.

ښاغلی وقاد وویل "دا مسئله به د ده په وفات سره وفات کیږي نه، بلکې د ده په نسبت به امیر سلمان چې هغه هم په جهادي جریان کې ډير دقیق معلومات لري او افغانان او افغانستان ډير ښه پيژني دده خواخوږي به له هغه نه کمه نه وي."

قاضي محمد امین وقاد وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال له پخواني پادشاه عبدالله سره نه بلکې د هغه هیواد له اوسني پادشاه سره خبرې کړې وې، چې هغه مهال د سعودي عربستان ولیعهد وو.

د نورو اسلامي هیوادونو په څیر افغانان هم سعودي عربستان ته په ډیره درنه سترګه ګوري او حتی چې د پیړیو را په دیخوا افغانان د روژی او اختر ورځې د سعودیانو سره یو ځای نمانځي.

XS
SM
MD
LG