د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني له لوړ پوړي پلاوي سره امریکا ته راورسېد


ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړتوب د ملي یوالي حکومت جوړ کړ.
ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړتوب د ملي یوالي حکومت جوړ کړ.

نن به ولسمشر غني د یو لوړپوړي دولتي هییت په مشرۍ، چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله هم پکښې شامل دی واشنګټن ته ورسید.

ولسمشر او ورسره هییت به یې په امریکا کې پنځه ورځي تیري کړي.

د ولسمشرۍ د دفتر نه په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د امریکا له ولسمشر باراک اوباما، د ولسمشر د مرستیال جو بایډن، د ګانګرس له مشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو، دفاع او د مالیې او خزانې له وزیرانو او د نړیوال بانک له مدیره هییت سره وګوري.

په بیان کې راغلي دي چې ولسمشرغني به د پنجشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ښار ته لاړ شي او هلته به د ملګرو ملتونو په مقر کې د دغه سازمان د سرمنشي بانکي مون سره وګوري.

ولسمشر غني به د خپل سفر په جریان کې د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته هم خبرې وکړي.

له کابل نه د پلاوي د راونېدو راپور:

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیره شپه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو پنځه ورځني رسمي سفر د امریکا متحده ایالاتو پلازمینې واشنګټن ډي سي ته لاړل.

د اففانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې جمهور رئیس غني به د خپل دغه سفر په لړکې د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما، د دغه هیواد د جمهوري ریاست له مرستیال جوبایدن، د کانګرس له مشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو، د دفاع او د مالیې او خزانې له وزیرانو او د نړیوال بانک له مدیره هیات سره وګوري.

د ارګ نه خپور شوی بیان وایي چې همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني به د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو پلازمینې واشنګټن ډې سي څخه د امریکا نیویارک ښار ته لاړ شي او هلته به د ملګرو ملتونو د ټولنې په مقر کې به د دغې ټولنې له سرمنشي بانکي مون سره وګوري.

د جمهوري ریاست دا بیان وایي چې له جمهور رئیس غني سره په دغه سفرکې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما سمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړې کمیسیون جوړیدل

جمهوررئیس غني امریکا ته له روانیدلو لږ وړاندې د دوه جلا فرمانونو له لارې د افغانستان د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د یو کمیسیون جوړیدل اعلان کړل او هم یې د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل د شاه دوشمشیره په زیارت کې د قهریدلو ښاریانو د یوې ډلې له خوا د قرآنکریم د سوزولو په تور د فرخنده په نوم د یوې اوویشت کلنې ښځې د وژلو د پیښې د پلټنو لپاره کمیسیون وګماره.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهور رئیس غني په انتخاباتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو د رامنځته کولو، د ولسواک نظام د پیاوړتیا، په دولتي بنسټونو باندې د ولس د باور د پېداکولو، د قانون د حاکمیت د ټینګښت او له انتخاباتي سر غړونو څخه د مخنیوي لپاره د میرمن شکریې بارکزۍ په مشرۍ د انتخاباتي اصلاحاتو دغه ځانګړی کمیسیون ګمارلی دی.

په دغه کمیسیون کې صدیق الله توحیدي د مرستیال، علي امیري، عبدالقدیر کریاب، بشیر فاروق، ډاکټر محمد امین احمدي، فیض الله ذکي، کاوون کاکړ، صبرینا ثاقب، ګل احمد مددزی، عزیزالله رفیعي، د عدلیې وزارت استازی عبدالمجید غني زاده، د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاموتو د غړو، شاه سلطان عاکفي او وږمه فروغ د منشیانو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.

کمیسیون موظف کړای شوی دی چې خپل فعالیتونه د دندو د لایحې له مخې چې له دغه فرمان سره ضمیمه ده، تنظیم کړي.

د فرخنده د وژلو د پیښې د پلتڼې لپاره کمیسیون

همداشان جمهوررئیس د فرخندې د وژلو د پیښې د پلټنې لپاره د د مولوي محی الدین بلوڅ په مشرۍ یو کمیسیون ته دنده سپارلې ده .

د دغه کمیسیون په ترکیب کې مولوي محمد عمر فاروقي، استاد سید محمد حسین محقق زاده، فوزیه کوفي، شینکۍ کړوخېل، شهلا فرید، محبوبه سراج، نجیب الله عزیزي، شمس الله احمدزی، خپلواک صافی او مجیب الرحمن خلوتګر شامل دي.

د ارګ نه یو خپور شوی بیان وایي چې کمیسیون دنده لري چې دغه قضیه له شرعي او حقوقي اړخونو وڅیړي او خپل رپوټ جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

همداشان جمهور رئیس په دغه حکم کې د کورنیو چارو وزارت ته هم دنده سپارلې چې د دغې پېښې په مخنیوي کې د امنیتي بنسټونو مسوولیت وڅېړي او له دا ډول پیښو سره د مبارزې او مخنیوي لپاره د اړوندو بنسټونو د وقایوي تدبیرونو په اړه خپل رپوټ وړاندې کړي.

جمهوررئیس غني د فرخندې د وژلو د پیښې د پلټنې حکم په داسې حال کې ورکړی چې د فرخندې مړې نن د یکشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شو.

د فرخندې د جنازې په مراسمو کې په سلګونو کابل ښاریانو او د مدني ټولنې فعالینو ګډون کړې وو.

XS
SM
MD
LG