د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني د جلریز د پیښې د پلټنې امر ورکړی


جمهوررئیس غني د میدان وردک په ولایت کې د سیمه ایزو پولیسو جسدونو ته سپکاوی هم په کلکو ټکو غندلی دی
جمهوررئیس غني د میدان وردک په ولایت کې د سیمه ایزو پولیسو جسدونو ته سپکاوی هم په کلکو ټکو غندلی دی

د اففانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوحکم په ترڅ کې یو لوړ پوړی دولتي پلاوي ته وظیفه چې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ ته لاړ شي او په دغه ولسوالۍ کې د هغې وروستۍ پېښې عوامل او انګېزه په هر اړخیز ډول وڅېړي چې له امله یې ۲۲ سیمه ایز پولیس ووژل شول او یو دوه نور ټپیان شول .

جمهوررئیس غني په دغه حکم کې ګمارل شوي پلاوي ته لارښوونه کړې ده چې د میدان وردګو د والي، ولایتي شورا، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جلریز ولسوالۍ امنیتي حالت وڅېړي، اوښتې مرګ ژوبله او زیانونه تثبیت کړي او له مخې یې خپل رپوټ ډېر ژر د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وروسته له هغې چې تیره ورځ د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق د افغان حکومت څخه د دغې پیښې د پلټنې غوښتنه وکړه د میدان وردک ولایت د جلریز د ولسوالۍ د پیښې د پلټنې لپاره دا پلاوی ټاکلی دی.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د میدان وردک د جلریز په ولسوالۍ محالفو وسله والو ډله ایز بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو نهه امنیتي پوستې د مخالفو وسله والو لاس ته ورغلې اود دغو پوستو ۲۴ ساتونکي یې ووژل او دوه نوریې ټپیان کړل .

د میدان وردک ولایت د والي ویاند امریکا غږ ته وویل چې په دغو جګړو کې د مخالفو وسله والو د ددریو قوماندانانو په ګډون ۳۰ مخالف وسله وژل شوي او اتلس نور ټپیان شوي دي.

د وژل شوو سیمه ایزو پولیسو کورنیو غړي وایي چې وسله والو د سیمه ایزو پولیسو له وژلو وروسته د مړو سپکاوی هم

کړی دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پولیسو مړو ته سپکاوی په سختو ټکو غندلی او د مخالفو وسله والو داعمل یې د اسلامي ارزښتنو خلاف او جنګي جنایت بللی دی.

د راپورنو له مخې وژل شوي سیمه‌يیز پولیس ټول هزاره توکمي دي، چې د کابل او د بامیانود ولایتونواوسیدونکي دي.

د شنبې په ورځ په کابل کې د دغو وژل شوو پولیسو د جنازې په مراسمو د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال په سخته ژبه افغان امنیتي ځواکونو چارواکي په میدان وردک ولایت کې د جلریز ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو د ژوند په ژغورلو کې د پاتې راتلو له امله ګرم وبلل.

په دې مراسمو کې دجمهوررئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش او د پخواني جمهوررئیس دویم مرستیال کریم خلیلي هم برخه لرله.

خو د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، کله چې په جلریز کې د سیمه ایزو پولیسو پر پوستو برید پیل شو، د ملي اردو کومانډو ځواکونو د هوا له لارې سیمې ته ځانونه ورسول او بریدګر یې په شا وتمبول.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وویل، په جلریز ولسوالۍ کې لا هم عملیات دوام لري او د دولت وسله‌‌والو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نن د افغانستان مشرانو جرګې د یو لړ نورو مسلو ترڅنګ د جلریز په ولسوالۍ کې سیمه ایزو پولیسو ته په وخت د مرستې د نه رسیدو او د افغان امنیتي ځواکونو ته د حکومت د نه پاملرنې له امله د احتیجاج په توګه د مشرانو جرګې دروازه دشنبې تر ورځې وتړله.

XS
SM
MD
LG