د لاس رسي وړ اتصالات

غني: موږ پاکستان سره هر اړخیزو سیاسي خبرو ته چمتو یو


جمهوررئیس غني نن په ارګ کې د لوی اختر له لمونځ وروسته د افغانستان خلکو ته د اختر مبارکي ورکړه
جمهوررئیس غني نن په ارګ کې د لوی اختر له لمونځ وروسته د افغانستان خلکو ته د اختر مبارکي ورکړه

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ د ارګ په جومات کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته د رسنیو پر وړاندې په خپله وینا کې د افغانستان خلکو او افغان امنیتي ځواکونو منسوبینو ته د لوی اختر د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې پاکستان سره هم د هراړخیزو خبرو لپاره خپل چمتوالی وښود.

جمهور رئیس غني وویل چې پاکستان سره سوله د افغان حکومت په ملي اجندا کې شامله ده.

ښاغلي غني وویل " له دغه ځایه زه لومړی پاکستان ته پیغام ورکوم، چې مونږ د هراړخیزو سیاسي خبرو لپاره چمتوالی لرو، سوله له پاکستان سره د افغانستان ملي اجندا ده او هغه باعزته سوله چې د سیاسي نظر څخه راشي، دا دې باید ټولو ته ثابته شوې وې چې هیڅوک دا خاروره په زور کوم شي ته نه شي مجبورولی، خو مونږ د منطق او استدلال په چوکاټ کې انشاالله وتعالی د سمیې د امنیت لپاره، د سیمې د سولې او سوکالۍ لپاره هر ډول اقدامات کولی شو".

جمهور رئیس غني د خپل حکومت بهرنی سیاست بریالی وباله او ویې ویل چې د دغه سیاست له برکته د افغانانو ۴۰ کلنې هیلې د پوره کېدو په حال کې دي.

په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره د تیرو اخترونو پر تله د مدني ټولنې په سلګونو فعالین هم بلل شوي وو.

د اختر د لمانځه د ادا کولو پر وخت جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي، د اجرائیه ریاست مرستیالانو انجنیر محمد خان او محمد محقق، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د افغان حکومت ملکي او نظامي اراکینو، د خلکو بېلابېلو اقشارو او په کابل کې د اسلامي هېوادونو یو شمېر سفیران هم حاضر وو.

جمهور رئیس غني په دغه وینا کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ له امله مننه وکړه او هم یې وویل چې افغان حاجیان په سلامتۍ د حج د مناسکو په ادا کولو بوخت دي.

پر جوماتو بریدونه

جمهور رئیس غني په کابل او هرات کې پر جوماتونو باندې د وسله والو مخالفانو بریدونو ته په اشارې وویل چې افغانستان ویاړي چې ملي او مذهبي وحدت لري.

جمهور رئیس غني وویل پر مقدسو ځایونو برید د افغانستان په ټولو خلکو برید دی او دا د خوارجو او فتنه ګرو کار دی.

محمد اشرف غني له اهل سنت څخه وغوښتل چې د اهل تشیع تکایاو ته لاړ شي او له اهل تشیع څخه یې وغوښتل چې د اهل تسنن جوماتونو ته لاړ شي او خپل مذهبي یووالی وښیي.

وسله والو مخالفانو سره سوله

د افغانستان جمهور رئیس د تیرو کلونو په څیر د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا پر خپلو مخالفو وسله والو غږ وکړ چې د سولې بهیر سره دي یوځای شي.

جمهوررئیس غني وویل "د افغانستان مخالف وسله وال دې دا انتخاب کړي چې افغانان دي او له خپلې افغان مور څخه یې شیده رولې دي او د وظن له مور یې الهام اخیستی دی او یا هم د نفاق، شفاق او حوارج دي ".

نن د جمعې ورځ د یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

XS
SM
MD
LG