د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني: لوی اختر ورځو کې پر اوربند کار کېږي


په تیرو اتلس کلونو کې د تیر کوچني اختر په دریو ورځو کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو پر یو اوربند موافقه کړې وه.
په تیرو اتلس کلونو کې د تیر کوچني اختر په دریو ورځو کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو پر یو اوربند موافقه کړې وه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په ماښام (زمري ۱۵ مه)د یو شمیر سیاسي ګوندونو د مشرانو او چارواکو سره په کتنه کې د لوی اختر په ورځو کې د وسله والو طالبانو سره د یو بل اوربند پر احتمالاتو باندې خبرې کړي او ویلي دي، چې افغان حکومت وسله والو طالبانو سره د اوربند په ټینګیدو کار کوي.

د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو له د مشرانو او چارواکو سره د دوشنبې په ماښام د جمهور رئیس غني د کتنې وروسته د جمهوري ریاست له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي " محمداشرف غني د مخکېني اوربند بریالۍ تجربې ته په اشارې وویل، د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند کار کېږي".

جمهوررئیس غني دې غونډې ته وویل، هغه اوازې چې امنیتي ځواکونه له ځینو سیمو په شا کېږي بې اساسه دي او دولت د امن سیمو پالیسي په پام کې نه لري.

جمهور رئیس غني وویل، د سولې د خبرو مالکیت د ملي یووالي حکومت سره دی، خو ښاغلي غني وویل د خبرو پر بېلابېلو ابعادو مشورې ته اړتیا ده.

د غونډې په پای کې جمهوررئیس وویل، هر کله چې قاطع فیصلې ته اړتیا وي له ټولو اقشارو له هغې ډلې سیاسي ګوندونو سره مشوره کېږي.

په دې غونډه کې ګډونوالو پر وخت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو، له اصلاحاتو څخه د ملاتړ، له فساد او غاصبینو سره د مبارزې، د زورواکو، غاصبینو او قانون ماتونکو، د نامسووله وسله‎والو ډلو د منحلولو، د سیاسي ګوندونو د دفترونو د مصئونیت د تامین، له سیاسي ګوندونو سره د یو ډول چلند، د سیاسي او حقوقي مجراو له لارې د هېواد د بحران د حل، د سولې او امنیت د ټینګښت او د قانون مطابق په ټاکنو کې ګوندونو ته د څارنې رول د ورکړې په برخو کې خپلې طرحې او وړاندېزونه له جمهور رئیس غني سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د ویناوالو د خبرو او نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، د سیاسي ګوندونو یو ګروپ دې جوړ شي چې د وړاندېزونو او بدیلو طرحو په اړه خبرې وکړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، حکومت له ګوندونو سره همکارۍ ته چمتو دی او د ګوندونو له ظرفیتونو، طرحو او وړاندېزونو څخه استفاده کوي.

په دې غونډه کې دعدالت ګوند د سیاسي کمېټې مشر حمیدالله همدرد، د ملي متحد ګوند مرستیال میاګل خالد، د حق او عدالت ګوند رئیس معین ګل څمکني او د افغانستان د ملي ګرایۍ نهضت ګوند رئیس ډاکټر سیداحمد شکیب متنظري ګډون کړی وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوی اختر په ورځو کې د اوربند د ټینګیدو لپاره د افغان حکومت پر هڅو په داسې حال کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو له چارواکو سره غږیدلی، چې د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا او د سولې عالي شورا د ملي یووالي د حکومت له مشرانو غوښتي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې دې د تېر کوچني اختر په څېر اوربند اعلان کړي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل هیله لري، چې دا اوربند به اوږدمهاله وي او د اوربند په موده کې به وچکالۍ ځپلو سیمو ته هم مرستې ورسول شي.

XS
SM
MD
LG