د لاس رسي وړ اتصالات

دولس نوماند وزیران ولسي جرګې ته وروپیژندل شول


د افغانستان ولسي جرګه به په راتلوونکو ورځو کې دولس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.

د نږدې یو کال ځنډ وروسته جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د شنبې په ورځ خپل دولس نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور د رايې د ترلاسه کولو لپاره واستول.

دا دولس نوماند وزیران د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش له خوا ولسي جرګې ته وروپیژندل شول.

په دغو دولس نوماند وزیرانو کې د بهرنیو چارو، پوهنې او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو لپاره نوماند وزیران شامل نه دي.

د ولسي جرګې یو شمیرغړو دغې جرګې ته د دولس نوماند وزیرانود ورپیژندلو پر مهال له افغان حکومت څخه د دغو دریو وزارتونو لپاره د نوماند وزیرانو د ورپیژندلو غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ولسي جرګې ته د دغو نوماندو وزیرانو د پیژندلو پر مهال په خپله وینا کې وویل، افغان حکومت هڅه وکړه چې د سترې محکمې د درې غړو په ګډون د ټولو هغو وزارتونو لپاره، چې د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کیږي، نوماندان دغې جرګې ته وروپيژني، خو په دې کار کې بریالی نشو.

ښاغلي دانش وویل "مونږ په تیرو دوه دریو ورځو کې هڅه وکړه چې دا لیست بشپړ شي، خو متاسفانه چې بشپړ نشو، هلیه لرم چې پاتې ګروپ به هم ستاسو خدمت ته دروپیژنو".

ښاغلي دانش وویل چې افغان حکومت به ژر پاتې نوماند وزیران او د سترې محکمې پاتې غړي ولسي جرګې ته وروپیژني.

جنرال طارق شاه بهرامي د دفاع وزارت ته، ویس برمک د کورنیو چارو وزارت ته، محمد شفیق ګل آغا شیرزی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته، یما یاري د فواید عامې وزارت ته، نرګس نهان د کانونو او پټرولیم وزارت ته، فیض الله ذکي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته، حمید طهماسي د ترانسپورټ وزارت ته، شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته، نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو وزارت ته، مصطفی مستور د اقتصاد وزارت ته، نصیراحمد درانی د کرهڼې، ابو لګولو او مالدارۍ وزارت ته او مجیب الرحمان کریمي د کلو د پراختیا وزارت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا د نوماندو وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته ورپیژندل شوي دي.

د جمهوررئیس دوهم مرستیال له وکیلانو څخه وغوښتل چې د افغانستان حالاتو ته چې هغه "حساس" وبلل دغو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.

ښاغلي دانش وویل "له تاسو د ملت له محترمو استازو څخه زمونږ غوښتنه داده چې د هیواد د حالاتو حساسیت ته په پاملرنې او د خلکو لوړو ګټو په درکولو سره کوم نوماند وزیران چې تاسو ته درپیژندل کیږي د اساسي قانون او خپل قانوني چوکاټ کې ورته د باور رایه ورکړئ، ترڅو د خدای په مرسته او ستاسو په ملاتړ زمونږ کابینه ژر بشپړه شي".

ټاکل شوې چې ولسي جرګه به دغو وزیرانو ته د باور د رایې د ورکولو لپاره د صندقونو د ایښودلو ورځ وټاکي.

ولسي جرګې د تیرکال د لړم په ۲۲ مه د ملي یووالي د حکومت اوو وزیرانو څخه په یوه ورځ خپله د باور رایه بیرته واخیستله.

په دې وزیرانو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم شامل و. جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې پریکړه د افغانستان سترې محکمې ته د تفسیر لپاره واستوله، خو سترې محکمې د یوکال په تیریدو تراوسه په دې اړه خپل نظر په رسمي ډول نه دی څرګند کړی.

د همدې له امله افغان حکومت د بهرنیو چارو وز یر صلاح الدین رباني برحاله وزیر ګڼي، خو ولسي جرګه یې سرپرست وزیر په توګه پیژني.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې هم یو شمیر وکیلانو د بهرنیو چارو وزارت لپاره د نوماند وزیر د ورپیژنلو غوښتنه وکړه، خو دا لا څرګنده نه ده چې جمهوررئیس غني به پخپله ښاغلي رباني او یا بل څوک د دغه وزارت د نوماند په توګه ولسي جرګې ته وروپيژني او که به ښاغلی ربانی په همدې ډول خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغان حکومت د جوړیدلو راهیسې د دغه حکومت یو شمیر وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له خوا ادار ه کیږي.

XS
SM
MD
LG