د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني بلخ ولایت ته تللی


جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهار شنبې په سهار له کابل څخه مزارشریف ته تللی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني، د خلم د بریښنا د سب سټیشن او د بلخ ولایت د مارمول د بریښنا د ویشلو د شبکې د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره نن د چهارشنبې په سهار ( غبرګولی ۹مه) له کابل څخه د بلخ ولایت مرکز د مزارشریف ښار ته رسیدلی دی.

د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، چې جمهور رئیس غني د بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ د بریښنا سب سټشن او د مارمول ولسوالۍ د بریښنا د ویش پروژې پرانیستې دي. دا ډواړه پروژې د جرمني د ۷.۶ میلیونو ایرو په وړیا مرستې جوړې شوي دي، چې ۱۸ زره کورنیو ته به د بریښنا څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.

ښاغلي مرتضوي ویلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به ددغو دوو پروژو د پرانیسلو ترڅنګ د بلخ، سرپل، فاریاب،جوزجان او د سمنګان د ولایتونو د وچکالۍ ځپلو سیمو د استازو سره هم په یوه جلا غونډه کې وویني او ورسره به خبرې وکړي.

ښاغلي مرتضوي ویلي " د دې سربیره به جمهور رئیس غني د دغو ولایتونو د امنیتي او ملکي چارواکو سره هم په جلا غونډو کې خبرې وکړي".

ملګري ملتونه او افغان حکومت وايي، چې سږکال د افغانستان شاوخوا شل ولایتونه د وچکالۍ د ګواښ سره مخ دي، چې له امله یې په شمیر ولایتونو په ځانګړي ډول جوزجان، فاریاب، غور، بادغیس او د هرات ځینې برخې د وچکالۍ تر ډیرو اغیزو لاندې راغلې.

د وچکالۍ له امله په دغو ولایتونو کې د څارویو واښه کم شوي او لږ ترلږه د دوو ولایتونو په سلګونه کورنۍ د هرات ولایت ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې د چارو ادارې " اوچا" په یو راپور کې چې د تیرې جمعې په ورځ خپور شو اندیښنه ښودلې، چې سږکال به د وچکالۍ له امله له دوو میلیونو زیات وګړي د خوړو مصونیت د ستونزې سره مخ شي.

" اوچا" په افغانستان کې د اوچکالۍ د اغیزو د مخنیوي لپاره نړیوالې ټولنې څخه د ۱۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG