د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د ملا عمر د اختر پیغام ستایلی دی


جمهوررئیس غني د کوچني اختر په مناسبت په خپله نننۍ وینا کې د افغانستان پخوانی جمهوررئیس د سولې د بهیر لارښود وګڼه
جمهوررئیس غني د کوچني اختر په مناسبت په خپله نننۍ وینا کې د افغانستان پخوانی جمهوررئیس د سولې د بهیر لارښود وګڼه

جمهور رئیس محمد اشرف غني چې په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې پیغام یې سوله او د وینو تویدو بندیدل دي.

جمهور رئیس غني وویل دا د افغان ولس هیله او غوښتنه هم ده.

جمهور رئیس غني د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد پیغام ته په اشارې د هغه نه مننه وکړه چې د جمهور رئیس غني په وینا په خپل پیغام کې یې خبرې د حل لار ګڼلې ده.

ښاغلي غني وویل " زه د طالبانو د مشر ملاعمر اخوند له اعلامیه څخه مننه کوم چې خبرې یې د حل لاره ګڼلې".

د طالبانو مشر دوه ورځې وړاندې د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې افغان او بهرنیو مخالفانو سره خبرې د شریعت سره په ټکر کې نه دي ګڼلي او ویلي دي چې د مسلمانانو پیغمبر محمد (ص) کفارو سره هم خبرې او جرګې کړي او هم یې پیغامونه ورسره تبادله کړي دي.

جمهور رئیس غني وویل چې د طالبانو مسئله له نورو توپیر لري، دوی غواړي چې په نظام کې ګډون وکړي او که ځينې ستونزې لري هغه به د خبروله لارې حل شي او هغه نور وسله وال چې له ګاونډیو او یا هم له نورو بېلابېلو هېوادونوڅخه راغلي دي هغوی ته به زموږ افغان امنیتي ځواکونه په قوت او ځواکمنۍ سره ځواب ورکړي.

ښاغلي غني د افغانستان له پخواني جمهور رئیس حامدکرزي څخه چې هغه سره د کوچني اختر په لمانځه حاضر وو هم مننه وکړه، وې ویل چې پخواني جمهور رئیس تل د سولې په پروسه کې لار ښود و او کوم اقدامات چې حامد کرزي په دې برخه کې کړي دي، دې به یې بریالیتوب ته ورسوي.

ښاغلي غني د ملي یووالي حکومت دوامداره پدیده وبلله، وې ویل چې د افغانستان خلک په یوه غږ سوله، ثبات، سوکالي او آرامي غواړي. موږ غواړو چې پرموږ باندې له تپل شوې جګړې څخه خلاصون ومومو او له فقر، محرومیت او بې عدالتي سره مبارزه وکړو او د داسې ټولنې بنسټ کېږدو چې پر هغې موږ ټول باور ولرو.

د ارګ په جومات کې د کوچني اختر په لمانځه کې د جمهور رئیس غني سره د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سربیره د جمهوري رياست دویم مرستیال سرور دانش، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود، د کابینې او ملي شورا ځینو غړو، یو شمېر جهادي رهبرانو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس او د پوځ یو شمیر جنرالانو هم برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG