د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني متحده عربي اماراتو ته تللی


ټاکل شوې ابوظبۍ ته د جمهور رئیس غني د سفر پر مهال به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ شپږ موافقې هم لاسلیک شي.
ټاکل شوې ابوظبۍ ته د جمهور رئیس غني د سفر پر مهال به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ شپږ موافقې هم لاسلیک شي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د یکشنبې د ورځې په سهار (کب ۲۶مه) د یو لوړ پوړې دولتي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پایتخت ابوظبۍ ته تللی دی.

ټاکل شوې، جمهور رئیس غني به د خپل دغه رسمي سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان سره وویني.

همداشان ابوظبۍ ته د جمهور رئیس غني د دغه سفر پر مهال به دواړه هېوادونه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي او هم به جمهور رئیس محمداشرف غني او د ابوظبۍ امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي.

افغانستان د متحده عربي اماراتو سره نږدې اړیکې لري او د دغو هیوادونو د مشرانو ترمنځ وخت پر وخت د لیدو کاتو سربیره، د افغانستان، متحده عربي اماراتو، د امریکا متحده ایالاتو او د سعودي عربستان د ملي امنیت سلاکاران هم د امنیتي مسلو پر سر څلور اړخیزې نوبتې غونډې کوي.

په دغو غونډو کې د نورو امنیتي مسلو پر سر د بحث سربیره په افغانستان کې د تروریزم سره د مبارزې او وسله والو طالبانو سره د سولې پر مسلو هم خبرې کیږي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې وروسته، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د افغانستان د پخلاینې لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی، ډیر پرمختګ شوی دی.

طالبانو او امریکايي چارواکو ویلي، چې وسله والو طالبانو استازو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ په خبرو کې دواړه غاړې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د امریکا پر خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو په سر پر مسلو موافقې ته نږدې شوي دي.

ټاکل شوې، چې په راروانو اونیو کې به بیا پر دغو مسلو د دواړو خواو ترمنځ خبرې له سره پیل شي.

افغان حکومت په دوحه کې د روانو خبرو د بهیر څخه خوشاله نه دی او وسله وال لا هم افغان حکومت استازو سره خبرو ته چمتو نه دی.

د بلې خوا نن د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست اوو نوماندانو په یو ګډ خبري کنفرانس کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلولو لپاره د منځګړیتوب لپاره چمتوالی وښود.

په دغو اوو نوماندانو کې عنايت الله حفيظ، ډاکتر غلام فاروق نجرابي، ډاکټر فرامرزتمنا، محمد ابراهيم الکوزى، محمد حکيم تورسن، انجينر محمد شهاب حکيمي او نوررحمان لېوال شامل وو.

دغو نوماندانو وویل، چې د سولې د خبرو د بریالیتوب تر وخته دې د جمهوري ریاست ټاکنې وځڼدول شي.

خو د ملي یووالي حکومت مشرانو په ټینګار ویلي، چې د سولې د خبرو ترڅنګ به د جمهوري ریاست راروانې ټاکنې هم پر ټاکلې نیټه ترسره شي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال ټاکنو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ نوماندان ولاړ دي.

د جمهوري ریاست ټاکنو ته د چنګاښ ۲۹ مه ورځ په پام کې نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG