د لاس رسي وړ اتصالات

جمور رئیس غني ایران او قطر ته ځي


ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر پر وخت به افغانستان، ایران او هند د چابهار څخه د ګټې اخیستنې سند هم لاسلیک کړي
ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر پر وخت به افغانستان، ایران او هند د چابهار څخه د ګټې اخیستنې سند هم لاسلیک کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ټاکل شوې ایران ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې د ورځې د سفر په وخت به د افغانستان او ایران د جمهورو رئیسانو او د هند د صدراعظم پر وړاندې د چابهار د بندر څخه د ګټې اخیستلو ټړون د دغو دریو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل، چې د ایران د چابهار بندر افغانستان، ایران او هند ته خورا اهمیت لري او ددغو دریو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانیزیت په برخو کې ښه سهولتونه رامنځ ته کولی شي.

ښاغلي مرتضوي وویل " همداشان جمهور رئیس به قطر ته په سفر لاړ شي او هلته به د قطري چارواکو او په دغه هیواد کې میشتو افغان سوداګرو سره لیده کاته وکړي".

ښاغلي مرتضوي ایران او قطر ته د جمهور رئیس غني د سفر دقیقه نیټه و نه ښودله، خو ویې ویل چې هغه را روانه اونۍ ایران او بیا قطر ته سفر کوي.

ایراني رسنیو ویلي چې دا هیواد به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د جمهور رئیس او د هند د صدراعظم کوربه وي.

تیرکال جمهور رئیس غني د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله قطر ته خپل سفر فسخه کړې وو.

د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې دي، خو د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان دوحه ته د جمهور رئیس غني د سفر په وخت د طالبانو له استازو سره د جمهور رئیس غني لیده کاته ممکن نه ګڼي او په دې نظر دي چې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په کتنې د دا ډول تماسونو احتمال خورا کم دی.

د افغانستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي وایي چې قطر ته د سفر په وخت به جمهور رئیس غني د سولې بهیر ته د طالبانو د هڅولو په هکله هم د دغه هیواد له مشرانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي سعیدي وویل " هدف دا نه دی چې له طالبانو سره وویني، قطریانو ته یو سفارش کوي چې د پاکستان پر ځای هڅه دې وکړي چې طالبانو له افغانستان سره جوړجارې ته وهڅوي".

طالبانو د د روان عیسوي کال په سر کې دافغان حکومت سره د څلوراړخیز بهیر له لارې مخامخ خبرو ته له حاضریدلو ډډه وکړه او پرځای یې د عمري عملیاتو په نوم خپل د دې کال پسرلني عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG