د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما وایي ملا منصور وژل شوی


د طالبانو مشر د شنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د پاکستان د بلوچستان دالبندین په سیمه کې د یو بل تن سره ووژل شو.
د طالبانو مشر د شنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د پاکستان د بلوچستان دالبندین په سیمه کې د یو بل تن سره ووژل شو.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل تائید کړي او ویلي دي چې هغه د سولې په لاره کې یو خنډ وو.

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما ویتنام ته د سفر په وخت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانود مشر د وژنې دا اقدام افغانستان کې د سولې او هوساینې په برخه کې یو اساسي اقدام دی.

د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي "نن په افغانستان کې د سولې او هوساینې د راوستلو په برخه کې زمونږ هڅې یو مهم او اساسي پړاو په نښه کوي، د ملا محمد اختر منصور په وژل کیدو سره مونږ د یوې داسې ډلې مشر له مخې لرې کړی چې د امریکا او ائتلافي ځواکونو پر وړاندې توطیو او بریدونوته دوام ورکاوه او د افغانانو پر وړاندې یې جنګ ته دوام ورکاوه اوهم یې د القاعدي په څیر د افراطي ډلو سره اتحاد کړی وو".

جمهور رئیس اوباما د ویتنام د جمهور رئیس سره یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دې د طالبانو د مشر ملا محمد اختر منصور وژل تائیدوي.

همداشان جمهور رئیس اوباما په خپل بیان کې ویلي چې د طالبانو مشر افغانستان ته د سولې د راوستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره چې د بې شمیره افغانانو ښځو، سړو او ماشومانو ژوند یې اخیستی د افغان حکومت هڅې رد کړې وې.

جمهور رئیس اوباما په دغه بیان کې ویلي " طالبان باید له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او یوازې په رښتینې لار قدم واخلي چې د دغې اوږدې جګړې د پای ته رسیدلو سبب کیدلی شي او افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره افغان حکومت سره د سولې او پخلاینې بهیر کې برخه واخلي ".

د امریکا جمهور رئیس په دغه بیان کې د افغانستان د جمهور رئیس غني او د ملي یووالي د حکومت او افغان امنیتي ځواکونو څخه د امریکا د ملاتړ یادونه هم کړې ده او ویلي دي چې امریکا به افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

جمهور رئیس اوباما ویلي چې امریکا به د تروریستي شبکو پر وړاندې اقداماتو ته دوام وړکړي او هم به د پاکستان سره د ګډو اهدافو لپاره کار وکړي ترڅو هغه ډلې چې د ټولو هیوادونو امنیت ګواښي د پناه ورکولو مخه یې ونیول شي او د اوږدو کلونو جګړو وروسته په راتلونکي کې افغانانو او د سیمې خلکو ته د یوښه ژوند د تیرولو امکان برابر شي.

جمهور رئیس اوباما په دغه بیان کې د خپلو امنیتي ځواکونو نه هم مننه کړې او ویلي دي چې د دغه برید په ترسره کولویې ټولو هغو ډلو ته چې امریکایان او د امریکا ملاتړي په نښه کوي یو څرګند پیغام استولی چې " تاسو به هیڅ چیرې مصون ځای و نه لرۍ " .

جمهور رئیس اوباما د ټولو هغو امریکائیانو څخه چې په افغانستان کې ماموریت تر سره کړی هم مننه کړې ده.

XS
SM
MD
LG