د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په نړۍ کې مسلمانانو ته د روژې د میاشتې د رابره کیدلو مبارکې ورکړې او دا میاشت یې د معنویت د پیاوړي کیدلو، بخښنې، صبر او استقامت او بې وزلو سره شفقت د میاشتې په توګه یاده کړې ده.
د امریکا جمهور رئیس په یو بیان کې ویلي، امریکا نیکمرغه ده چې د مسلمانانو ټولنې په خپله غیږ کې لري.
جمهور رئيس اوباما ویلي چې په امریکا کې د یو شمیر مسلمانانو د اوسیدلو وخت ددغه هیواد د جوړیدلو لومړیو ورځو ته رسیږي.
همدا راز، ښاغلي اوباما ویلي، امریکایي مسلمانان او د هغې له ډلې ډاکټران، حقوق پوهان،هنرمندان، پوهان، حکومتي کارکوونکي او د دغه هیواد د پوځ منسوبین د روژې په میاشت کې د امریکا په مختلفو ښارونو کې یو د بل په څنګ کې روژه ماتی کوي.
د امریکا جمهور رئیس د دغه هیواد ټول اوسیدونکي د یوې کورنۍ غړو په څیر یاد کړي او د هغو اوازونو په خلاف، چې د امریکایانو ترمنځ د اختلاف رامنځ ته کولو ته لمن وهي او یا هم د دیني ازادۍ او مدني حقونو محدودیدل غواړي، ویلي یې دي چې هغه د امریکایي مسلمانانو په څنګ کې ولاړ دی.
ښاغلي اوباما ویلي چې د امریکا د جمهور رئیس په توګه د ټولو امریکایانو مدني حقونو څخه پرته له دې چې د هغوی عقاید او دیني باورونو ته پاملرنه وکړي دفاع کوي.
ښاغلي اوباما د مبارکۍ په خپل دغه پیغام کې میلیونونو مهاجرینو ته په اشارې ویلي چې ډیر مسلمانان کیدای شي د روژې میاشت او ورپسې اختر په خپلو کورونو کې د خپلو بچیانو ترڅنګ ولمانځي.
د امریکا جمهور رئیس ویلي چې د مهاجرو مسلمانانو د ستونزو کړاونو د کمولو لپاه ټول باید یو بل ته سره لاس ورکړي.
هغه یو ځل بیا ویلي چې خپل هیواد ته د مسلمانانو په ګډون د مهاجرینو د ورتللو هرکلی کوي.
د امریکا جمهور رئیس ویلي لکه چې په تیرو کلونو کې یې چې مسلمانان سپینې ماڼۍ ته د روژه ماتې لپاره وربللي وو سږکال دې په سپینه ماڼۍ کې د اختر د لمانځلو لپاره د مسلمانانو ورتګ ته سترګې په لار دی.
نن د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
افغانستان چې په دودیز ډول روژه او اختر له سعودي سره په یو وخت لمانځي، ددغه هیواد سترې محکمې نن د دوشنبې ورځ د روژې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.
خو په افغانستان کې ټولو شعیه مذهبو نن روژه نه ده نیولې. د شعیه علماو د شورا د وینا له مخې، یو شمیر شعیه مسلمانانو روژه کړې او یو شمیر نور بوزه دي.
د افغانستان په ګاونډ ایران او پاکستان کې هم نن روژه نه ده.