د لاس رسي وړ اتصالات

دوه ګوني تابعیت لرونکو وزیرانو پرځای نور معرفي کېږي


 د تیرې چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې د هغو اوو نوماندانو نومونه بیرته د افغانستان جمهوري ریاست ته ولیږل چې دوه ګونی تابعت یې لره
د تیرې چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې د هغو اوو نوماندانو نومونه بیرته د افغانستان جمهوري ریاست ته ولیږل چې دوه ګونی تابعت یې لره

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي چې د دوه ګوني تابعیت لرونکو نوماند وزیرانو پرځای به نوي نوماندان ولسي جرګې ته معرفي شي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې د هغو اوو نوماندانو نومونه بیرته د افغانستان جمهوري ریاست ته ولیږل چې دوه ګونی تابعیت یې لره.

خو اوس د افغانستان وزارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له دغو اوو نوماند وزیرانو له ډلې د دوو نوماند وزیرانو جنرال نورالحق علومي او صلاح الدین رباني د دوه ګوني تابعیت د فسخه کیدلو په اړه یې د مربوطو هیوادونو نه مکتوبونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ ته وویل چې دا اسناد ولسي چرګې ته استول شوي دي.

ښاغلي مستغنی وویل"د بهرنیو چارو وزارت ته د نوماند صلاح الدین رباني د دوه ګوني تابعیت د لغوه کیدلو وروستي تائید شوي اسناد په کابل کې د برتانیا له سفارت نه او د کورنیو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي د دوه ګوني تابعیت د لغوه کیدلو وروستي تائید شوي اسناد په کابل کې د هالڼد له سفارت نه د بهرنیو چارو د وزارت موظف کمیسیون ته رسیدلي دي".

په دوه تابعیت لرونکو نورونوماند وزیرانو کې د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت نوماند سادات نادري، د عدلیې وزارت ته نوماند احمد سیر مهجور، د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ته نوماند ډاکټر فیض الله کاکړ، د ښارونو د پراختیا وزارت ته نوماند شاه زمان میوندي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نومانده میرمن آی سلطان خیري شامل دي.

همداشان ولسي جرګې د افغانستان بانک ریاست ته نوماند نوم هم د هغه د دوه ګوني تابعیت د لرولو له امله بیرته د افغانستان جمهوري ریاست ته استولی دی.

په ولسي جرګه کې په دې مسله د اختلاف له امله د افغانستان بانک ته نوماند خلیل صدیق د ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډې ته د خپلو پروګرامونو د تشریح لپاره وربلل شوی وو، خو د وکیلانو ترمنځ د جنجال له امله چې د دوو ښځینه وکیلانو ترمنځ د اخ او ډب سبب هم شو د ښاغلي صدیق نه وغوښتل شول چې ولسي جرګې له تلار څخه لاړ شي تر څو وکیلان یې په باب بیا له سره پریکړه وکړي.

نن د ولسي جرګې غونډې ته د دریمې ورځې لپاره د مالیې او د اوبو او برښنا وزارتونو ته نوماند وزیرانو خپلې تیرې کړنې او د راتلونکو پروګرامونو په باب توضیحات وړاندې کړل.

په پام کې ده چې د نوماند وزیرانو د توضیحاتو دا لړۍ به څو نورې ورځې هم دوام ومومي.

دمخه ولسي جرګې غړو پریکړه کړې وه چې سبا ته د یکشنبې په ورځ به نوماند وزیرانو ته د باور د رایو د ورکولولپاره صندوقونه کیږدي خو اوس د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې دا کار څو نورو ورځو ته ځنډیدلی دی.

تراوسه لا ولسي جرګې د دغو دوو نوماند وزیرانو د دوه ګوني تابعیت د فسخه کیدلو په باب پریکړه نه ده کړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي چې جمهوررئیس په پام کې لري چې د هغو نوماند وزیرانو په ځای چې ولسي جرګې د دوه ګوني تابعیت د درلودلو له امله بیرته جمهوري ریاست ته استولي، نوي نوماند وزیران معرفي کړي.

نظیف الله سالارزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهوررئیس د ولسي جرګې د پریکړې درناوی کوي.

ښاغلي سالارزي وویل" جمهوررئیس د ولسي جرګې پریکړې ته بشپړ درناوی لري او دا نه غواړي چې د درې ګونو قوو ترمنځ کومه ستونزه راولاړه شي او یو د بل په وړاندې ودریږي".

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې تیرماښام د جمهوررئیس او د اجرائیه رئیس سره په یوه غونډه کې دوی دې فیصلي ته رسیدلي چې د هغو نوماند وزیرانو پرځای به نوي نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي چې د دوه ګوني تابعیت د فسخه کیدلو په باب یې اسناد تر اوسه بشپړ شوي نه دي.

د ولسي جرګې یو منشي انجینر سید اکرام امریکا غږ ته وویل چې د دغې جرګې پلاوي د جمهوررئیس نه غوښتي چې نوي نوماند وزیران دې په دوه یا دریو ورځو کې ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ښاغلی سید اکرام وایي چې جمهوررئیس ورته ویلي چې دا کار به یو څه وخت واخلي.

خو د ولسي جرګې د اداري پلاوي د دغه غړي د وینا له مخې اجرائیه رئیس تر راتلوونکو یو یا دوو ورځو کې د دوه یا دریو نوماند وزیرانو د معرفي کیدلو وعده ورسره کړې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسي جرګې غړي نوماند وزیرانو ته د باور د رایې د ورکولو د بهیر وروسته خپلو پینځه څلویښت ورځینو رحضتیو ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG