د لاس رسي وړ اتصالات

"داسې ښکاري چې د افغانستان جگړه پای نلري"


د امریکا معتبره سیاسي ورځپاڼه 'پولیتیکو' خپل د جولای د ۱۵ مې نیټې په ګڼه کې لیکلي دي، سره له دې چې د جمهور ریْس اوباما حکومت د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت د آمریکايي قواوو د تدریجي راوتلو نېټه ټاکلې خو داسي ښکاري چې د افغانستان جګړه هیڅ پای نلري.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د جګړې موده د مخه لا د ویټنام د جګړې د مودې نه زیاته شوې ده. په داسي حال کې چې د دواړو جګړو ترمنځ ډیره تفاوتونه موجود دي خو په عین وخت کې د اندېښنې وړ مشابهتونه هم موجود دي، په تیره بیا کله چې د ویټنام ګډوډ او ستونزمن سیاست مطرح شي.

ورځپاڼه مشابهتونه په لاندي ډول خلاصه کوي:

لومړۍ افغانایزیشن یا د افغاني کولو پروسه او ويټنامایزیشن

دویمه مسله په افغانستان کې د قواوو یو دمي زیاتوالی او په ویټنام کې یې تدریجي زیاتوالی

دریم: په نظامونو کې اداري فساد او داخلي اختلافات دي

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د افغانستان جګړه یوه ضروري جګړه بللې ده په داسي حال کې چې د آمریکا پخواني جمهور ریْس جانسن د ویټنام جګړې ته په عین نظر کتل. یوه داسي جګړه چې پخوانی جمهور ریْس لیندن جانسن یې پیلولوته زړه او نا زړه و خو شدت ورکولو ته یې مجبوره شو. نو اوس پوښتنه دا مطرح کېږي چې د جمهور ریْس اوباما د تګلارې چې په افغانستان کې یې آمریکايي قواوې یو دمي زیاتې کړي او د پخواني جمهور ریْس لیندن جانسن د تګلارې ترمنځ چې په ویټنام کې یې په تدریجي ډول قواووې زیاتې کړي څه توپیر موجود دی.

د ویټنام په جګړه کې پر آمریکايي قواوو باندې د کلونو دپاره د جګړې فشار و او واشنګتن دې ته منتظر و چې سیګون د ویټام جګړې ته ویټنامي بڼه ورکړي او اوس جمهور ریْس اوباما دا تمه لري چې د افغانایزیشن یا د افغاني کیدو بهیر به د یوه کال په موده کې د دې دپاره زمینه مساعده کړي چې په افغانستان کې د قواوو شمیر راکم شي کنه؟

ورځپاڼه لیکي چې د جنرال مکریستل د برطرفۍ مخکي جنرال مکریستل ته د یاغي ګرۍ ضد تګلارې ماهر ویل کیدل او د هغه پرځای نوی قوماندان جنرال پیټریس چې د یاغۍ ګرۍ ضد تګلارې منول یې لیکلی دی مونږ ته تل دا را پاموي چې ګني په دغې تګلارې کې ټول تکیتیکونه اصیل دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې آیا مونږ د یاغي ګرۍ ضد تګلارې هلې ځلې چې زمونږ جنرالانو لکه جنرال ايډوار لانسدیل چې کړي وې، او هڅه یې کړې وه چې د خلګو زړونه ترلاسه کړي، مونږ د یاده ایستلي دي؟

د ویټنام د جګړې پر مهال جنرال لنسدیل د کمونیست فیلیپینو او ویټ من ګوریلا ویټنامیانو پرضد په ۵۰ مه کلیزه کې یو لړ ذهني او روحي عملیات په لاره واچول. جنرال لنسدیل د ۵۰ کلیزې مکریستل و.

ورځپاڼه زیاتوي چې د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د جنرال مکریستل وروستۍ ناکامۍ هڅې مونږ ته جنرال ویلیم را په یادوي چې هغه هم په ویټنام کې په دې بریالۍ نشو چې د خلګو زړونه وګټي.

همداشان ورځپاڼه لیکي چې د بې پیلوټه الوتکو نه د جنرال مکریستل کار اخیستل چې د طالبانو مشران په نښه کړي د سي آی ای د هغه پروګرام سره سمون خوري چې د فینیکس په نامه یادیده او په کښي په زرګونو ویټنامیانو په ډاګه شوي و چې ترور شي. دغه پروګرام هم د خلګو د زړونو په ګټلو کې څه ونکړ.

ورځپاڼه زیاتوي چې د دواړو جګړو ترمنځ د ټولو نه غټ د اندېښنې وړ مشابهت د جمهور ریْس کرزي او د جنوبي ویټنام د هغه وخت د جمهور ریْس نګو دن دیم رجیمونه دي.

کرزي په خپله د پښتون د قوم نه دی چې په افغانستان کې تر ټولو غټ قوم دی خو په اداره کې د شمالي اتحاد د تاجک قوم دی چې د طالبانو پر ضد یې مبارزه کړېده، ډیره نفوذ لري. د جنوبي ویټنام پخوانی جمهور ریْس یو کاتولیک عیسوی و چې دغه ډله په اکثریت بودايي ویټنام کې اقلیت وه.

ورځپاڼه زیاتي چې دواړه اوسنی جمهور ریْس کرزی او پخوانۍ د جنوبي ويټنام جمهور ریْس دایم د آمریکا د خوا حمایه شول چې جمهوري ریاست ته ورسېږي. ورځپاڼه لیکي چې جمهور ریْس کرزي د ۲۰۰۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات د ۵۴ فیصده رایو په ګټلو سره په واقعي بڼه وګټل په داسي حال کې چې زیات شمیر ناظرین په دې باور دي چې هغه د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر نتایجو باندي نفوذ درلود. ورځپاڼه لیکي چې برعکس جمهور ریْس دایم هیڅکله واقعي انتخابات په ویټنام کې ونه ګټل. هغه په کال ۱۹۵۶ کې هغه وړاندیز هم رد کړ چې د ملک د یووالي دپاره ریفرندم جوړ کړي، ځکه هغه په دې ویره کې و چې هغه به هوچي من ته خپل قدرت بایلوي.

ورځپاڼه لیکي چې د جمهور ریْس حامد کرزي میرځۍ ورور احمد ولي کرزی ویل کېږي چې د ښاغلي کرزي یوه سیاسي پایه ده او بې حده په اداري فساد لتاړ دی دا هغه مشابهت دی چې د جمهور ریْس دایم د ورور، نګو دن هو سره دقیق سمون خوري . هغه په مخدره موادو هم روږد و.

ورځپاڼه لیکي چې په دې ورستیو میاشتو کې جمهور ریْس کرزی او ورور یې د طالبانو د اساځو سره په پټه خبري کوي ترڅو د طالبانو د ډلې نه ځینې یې د جمهور ریْس کرزي حکومت ته راوبلي.

ورځپاڼه لیکي چې جمهور ریْس دایم او ورور یې هم په ۱۹۶۳ کلیزه کې د ویټ کانګ د ډلې سره په مخفي او پټو خبرو پیل وکړ.

ورځپاڼه دغه راز د جنرال مکریستل په باب لیکي چې هغه د ریپوټونو له مخې یو له هغو آمریکایانو نه و چې د جمهور ریْس کرزي سره یې ښه کاري اړیکې درلودې. د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د آمریکا سفیر کارل آیکنبیري آمریکايي مقاماتو ته یو مخفي پیغام راواستوه چې وروسته مطبوعاتو ته افشا شو، په دغه پیغام کې هغه لیکلي و چې جمهور ریْس کرزی یو د اعتماد وړ ملګر نه دی او په دوامداره توګه د مسولیت اخسیتلو نه ځان باسي.

ورځپاڼه لیکي چې دا وضعیت د ۱۹۶۳ کال په څیر دی چیري چې په سایګون کې د آمریکا سفیر هینري کبوت لوج د پخواني جمهور ریْس جان اف کینیدي نه وغوښتل چې جمهور ریْس دایم بر طرفه کړي.

XS
SM
MD
LG