د لاس رسي وړ اتصالات

'احمد رشید: افغانستان نه د وتلو لاره'


'احمد رشید: افغانستان نه د وتلو لاره'
'احمد رشید: افغانستان نه د وتلو لاره'

د نیویارک د کتابونو د کره کتنې د ویب پاڼې په مقاله کې چې احمد رشید لیکلې ده، راغلي چې د یولک په شاوخوا کې د امریکايي پوځونو، ۴٠ زرو ناتو قواوو او ددغو ټولو قواوو د قوماندان جنرال ډیوډ پټریس لپاره دا په افغانستان کې د اضافي عسکرو لمړنی کال بلل کیږي. خو د افغانانو لپاره سږکال د امریکا داشغال نهم کال وي خو په اصل کې دا کال د امریکا په مشري د طالبانو او القاعدې پرضد د جگړې نهم کال دی.

د کره کتنې ویب پاڼه لیکي، امریکایی افسران اوس ادعا کوي چې بلاخره په افغانستان کې جگړه خپل اصلی مسیر ته روانه شویده او اوس په افغانستان کې کافي عسکر لري چې وکړی شي د دې ملک په جنوب کې د طالبانو اډې ونړوي.

خو د اروپايي او امریکايي ډپلوماتانو لپاره ترډیره حده پورې د اټکل نه هاخوا ډیر شیان شته دي. په ستراتیژیکې پالیسۍ باندې د جمهوررئیس اوباما بیا کتنه چې رپوټ یې د اوباما د ادارې لخوا خپور شو ډیر زیات محتاطانه لیکي چې د افغانستان په جنوب کې اوسنۍ لاس ته راوړنې کیدای شي چې له لاسه ووځي.

د بیا کتنې په رپوټ کې راغلي دي چې د ٢٠١١ کال د جولای په میاشت کې یومحدود شمیر امریکایی عسکر به له افغانستان نه ووځي. خو دا خبره نه ده شوې چې د یولکوعسکرو نه څومره له افغانستانه وځي. خو د دې مقالې لیکوال لیکي چې ماته د لویدیزو هیوادو یوه ډپلومات ددغه ستونزې په هکله په زغرده وویل، ایا مونږ یوبسیا حکومت شاته پریږدو؟ ایا د ملک سیاست سم خواته روان دی، ایا داسې پوځ اوملکی خدمات مونږ شاته پریږدو چې دوتلو نه وروسته د چاروواگې په لاس واخلي؟

د نیویارک د کتابونو د کره کتنې په ویب پاڼه کې راغلي دي، په کابل کې بهرنیان اوس یوڅه د هوساینې سا راباسی چې وینی په دې څو میاشتو کې په دغه ښار کې کوم مهم ځانمرگی برید نه دی شوی. خو د کابل په ښار کې اوسیدونکي وايي چې هغه لوی لوی دیوالونه چې د موسساتو او دفترونو په شاوخوا راتاودي ددوی نفس تنگ کړیدی او ددوی سړکونه تنگ کړې او د ژوند فضا سخته کړیده.

په جگړه کې مختلفې کیسی دي خو ټول ېې په یو محور څرخیږي. هرچا سره د جگړې د پای نظرونه دي، حتی د طالبانو پخواني چارواکې هم د پای لوبې خبرې کوي خو هیڅوک په سمه توگه نه پوهیږي چې دغه لوبه څنگه پای ته ورسیږي.

ویب پاڼه لیکي، نړیوال د افغانستان د جگړې د لوی تصویرپه ننداره لگیادي خو دوی ددغې جگړې د ننه وړو برخو او ستونزو ته نه گوري چې دا جگړه په کومه بڼه پای ته ورسیږي. په لزبن کې د ناتو ٢٠١٠ کال غونډه یو څرگند مثال دی. په دغه غونډه کې هڅه وشوه چې د لویدیزې نړی لخوا د وتلو په مسئله غوروشي خو سمه نتیجه لاس ته رانغله. د ناتو غیر امریکایی خوا وویل چې دوی غواړي د ملک د امنیت مسئله په خپله افغانوته حواله کړي او تر ٢٠١۴ کاله پورې له دې ملک نه ووځي. دوی وویل چې دوی به دافغانستان سره خپلې حمایې ته له دغې نیټې نه وروسته هم دوام ورکړي. خو امریکایی پوځیانو وویل که چیرې په دې ملک کې له دې تاریخ نه وروسته هم جگړه ادامه ولري نودوی به پاتې شي اود افغانانوپه خوا کې جگړې ته دوام ورکړي. نو ځکه لکه چې لیدل کیږي امریکایان او اروپایان د افغانستان په برخه کې مخالف نظرونه لري.

احمد رشید د مقالې په دوام لیکي، دا چې براک اوباما اعلان کړی دی چې په ٢٠١١ کال کې د امریکا د عسکرو یوه برخه له افغانستان نه په وتلو پیل کوي دا پخپله وضعه نوره هم مغشوشه کوي. ددغې نیټې اعلان په سپینه ماڼۍ کې، په افغانانو کې او د امریکا د جمهوری غوښتونکو لخوا چلنج شویدی. او همدارنگه د سیمې په سطحه په پاکستان او ایران کې د افغانستان په اړه یو غیر یقینی حالت منځ ته راوړی دی.

د ویب پاڼې په مقاله کې راغلي دي چې په تیرو نهو کلونو کې د افغانستان د ملت او حکومت جوړونې پروسه نه ده تکمیل شوې. نو ځکه څه ضمانت شته چې په ٢٠١۴ کال کې جوړه شي. په افغانستان اونړی کې دغه بحثونه روان دي چې تردې کاله پورې ایا یو د کار وړ حکومت منځ ته راتلای شي که نه؟ یوښه مثال یې د افغانستان پارلماني انتخابات دي چې نتایج یې وروسته له دوو میاشتو په ډاگه شول. د کرزي هیله داوه چې دده پلویان په پارلمان کې راشي او بیا دی وکولی شی چې د سولې پروسه په افغانستان کې گړندۍ کړي. خو په دې انتخاباتو کې د ځانگړو کاندیدانو له خوا ټگي برگي وشول خو داځلې د حکومت لاس په کې ډیر نه ښکاریده.

په دې انتخاباتو کې د طالبانو د گواښونو په سبب ډیر پښتانه په انتخاباتو کې له گډون نه پاتې شول نوځکه دوی په سلو کې تر شلو پورې خپلې څوکۍ له لاسه ورکړلې. نو کرزی به اوس داسې یو پارلمان سره مخامخ وي چې کیدای شي چې د طالبانو سره روغه جوړه ونه غواړي او همدارنگه د اقوامو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي.

XS
SM
MD
LG