د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې روان بحران په مطبوعاتو کې


په مصر کې روان بحران په مطبوعاتو کې
په مصر کې روان بحران په مطبوعاتو کې

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی په مصر کی نن هم خلک له دی امله په غصه وو چی جمهور ریس حسنی مبارک لا تر اوسه په قدرت پاتې د، خو نن د شنبی په ورځ د هغه د قدرت د پای ته رسیدو شعارونه ورکول کیدل.

پرون په قاهره کی داسی سختی مظاهری وی چی په دی معاصر تاریخ کی یی سارئ نه و لیدل شوئ او همدا شان د مظاهره چیانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب هم پیښ شو.ورځپاڼه لیکی چی که څه هم نن د تشدد د کومی پیښی رپوټ نه دئ ورکړل شوئ خو د ورځی په نیمایی کی پوځ خبردارئ ورکړ چی که څوک د قاهری په عمومی چوکونو کی غونډ شي نو د هغوی سره به د مجرمینو په شان چلند وشي.

د جمعی په ماښام په قاهره کی تقریبآ د ورځپاڼی په قول یو ډول انارشی خوره شوی وه او پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو، لپاره هڅی کولی خو بیا پوځ ورولیږل شو ، د پوځ روحیه داسی وه چی ګواکی دوی بالکل بی طرفه دی او مظاهره چیانو داسی هیله تری لرله چی ګڼی د هغوی ملاتړی به شی.

خو نن د پوځ دی خبرتیا ثابته کړه چی پوځ ته هغه دنده ورسپارل شوی چی پولیس یی په اجرا کولو نه وو بریالي شوي تر څو په لس ګونو زره خلک چی د حسنی مبارک د استعفی غوښتنه یی کوله خواره واره کړي.

ورځپاڼی د یوی ٢٩ کلنی ځوانی جلۍ دالیی فواد په قول لیکلي چی( مونږ به تر هغه خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړو تر څو پوری چی حسنی مبارک د مصر نه وتلئ نه وي او مونږ هیڅ بله خبره نه منو.)

ورځپانه لیکی چی مظاهر ه چیان د مبارک د بیګا شپی د وینا وروسته لا هم په غصه وو ، جمهور ریس مبارک بیګا شپه اعلان وکړ چی خپله کابینه به برط‏رفه کړې خو په دی اړه یی څه ونه ویل چی خپله به د قدرت واګی پریږدي او که نه.

د مصر دولتی ټلویزیون نن اعلان وکړ چی کابینی نن په رسمی توګه استعفی وکړه.

ورځپاڼه لیکی چی د حسنی مبارک د وینا لږ شیبه وروسته جمهور ریس براک اوباما ورسره خبری کړی او له هغه یی غوښتی چی هغه اصلاحات راولي چی د ډیری مودی راهیسی یی خلکو ته وعدی ورکړل شوی وې.

جمهور ریس اوباما وویل چی د مصر د خلکو د حقوقو د اعادی لپاره باید اساسی اقدامات وشي.

خبری آژانسونو د یو شمیر مصری چارواکیو په قول نن لیکلی چی په دی مظاهرو کی د لسو پولیسانو په شمول د دیرشو نه تر پنځه دیرشو پوری خلک وژل شوي دي. د طبی چارو مسؤلین وایی چی کوم دوه زره کسان زخمی شوی دی خو د دغو ارقامو تآیید نه دئ شوئ.

ورځپاڼه لیکی چی له هغه وروسته چی د مظاهرو د مخنیوی په منظور حکومت د موبایل ټلیفونونو ارتباط قطع کړی ؤ اوس د موبایل ټلیفونونو ارتباط بیرته ټینګ شوئ دئ، خو د انټرنیت خدمات لا تر اوسه بند دي.

XS
SM
MD
LG