د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: افغانستان کې اهداف کوچني کیږي


د امریکا خارجه وزیره هیلری کلینټن او جمهور رئیس کرزی
د امریکا خارجه وزیره هیلری کلینټن او جمهور رئیس کرزی

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپل د سپټمبر د یوولسمې نېټې په ګڼه کې لیکلي چې د وخت په تیریدو سره په افغانستان کې اهداف پیسي کوچني کيږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې ۹ کاله وروسته له هغه نه چې د امریکا په مشري په څو اونیو کې طالبان له کابله پسي واخیستل سول، د افغانستان د ګډوډۍ د بیا جوړولو مسله ځینو ته دومره وسیع نه ښکاره کیده لکه اوس چې ده.

ورځپاڼه لیکي چې ۹ میاشتې مخکي د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د ویسټ پوینټ په نظامي پوهنتون کې امریکايي عسکرو ته وینا وکړه چې اوس د هغه وخت د خوشبینۍ نه چې د بریالیتوب په باب وه، ډیر لږ پاتي ده.

داسي خوشبیني او هیله موجوده وه چې ۳۰ زره نور عسکر او یوه نوې تګلاره به د طالبانو په لاس کې د تحرک رخ ته تغییر ورکړي او د جمهور رئیس کرزي د کمزوري حکومت په ملاتړ کې به مرسته وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس داسي ښکاري چې په افغانستان کې د امریکا هدفونه پسي کوچني کېږي. په راتلونکي کال کې به د نظامي قواوو په شمیر کې کموالی پیل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د جګړې د مخ پر زیاتیدو مصرف او د جمهور رئیس کرزي په حکومت کې د اداري فساد له امله یوه ډول بې حوصله ګي رامنځ ته شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې اوس مرکزي پوښتنه دا ده چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې څه شي لاس ته راوړلای شي یا په بله اصطلاح کوم اهداف تر لاسه کولای شي؟

ورځپاڼه لیکي چې د دې پوښتنې سره زیات شمیر پریکړې تړلي دي.

همداشان ورځپاڼه د کندهار ولایت په باب لیکي او وايي چې د امریکا معطل شوې هیله دا دی چې د افغانستان دوهم مهم ولایت، د کندهار ولایت چې د طالبانو مرکز دی، د دغو جنګیالیو نه پاک کړي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبان د افغانستان په جنوب او ختیځو برخو کې پراخ حضور لري او هغه پروګرام هم چې هدف یې د طالبانو هڅول وو چې وسلې پر ځمکه کښېږدي او عادي ژوند ته راستانه شي، تر دغه دمه یې د پام وړ بریالیتوب په پای کې نه درلود.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان ستر جنرال ډیویډ پیټریس له قوله لیکي چې وايي د کندهار دپاره تګلاره داسي ده چې د یوې خوا نه د طالب جنګیالیو سره جنګ ادامه وموندي او د بلي خوا نه د قومي او محلي بنسټونو سره مرسته وشي او غېښتلي کړای شي البته وروسته له هغه ن چې طالب جنګیالي د کندهار د ولایت نه وایستل شي.

خو ورځپاڼه لیکي چې په کندهار کې د جمهور رئیس کرزي د نا سکه ورور په حضور کې چې یو قوي چارواکی دی ددغه پلان د تطبیقولو هلې ځلې بې نتیجې کار دی.

ورځپاڼه د هغو امریکا يي چارواکو له قوله چې د کرزي د ورور په شان کسانو سره په جنوب کې کار کوي لیکي چې ددغو کسانو د اداري فساد او رشوت خوریو له امله د کرزي د حکومت څخه د خلګو زړه مات شوی او طالبانو ته یې مخه کړې ده.

خو ورځپاڼه لیکي چې که چیري په افغانستان کې د جګړې بریالیتوب د یوې سالمې او معتبرې ادارې په ترازو کې وتلل شي نو آیا په دې صورت کې به په دې ملک کې اداري فساد او رشوت خوری د زغم وړ وي، آیا د جنرال پیټریس هغه تګلاره به کار ورکړي چې تر یوې اندازه پوري پر اداري فساد باندي سترګي پټوي او داسي تمثیل کوي چې ګواکي اداري فساد اجازه لري.

ورځپاڼه لیکي چې اوس وخت نسته چې په فساد ککړ چارواکي ایسته شي او پر ځای یې په صادقو او پاک لمنو اشخاصو پسي وګرځیدل شي. دا خبره د ناټو د پخوانی قوماندان سترجنرال ستینلي مکریستل یو سلاکار اندریو ایکسم تاییدوي هغه وايي چې مونږ د موثرې حکومتدارۍ مسله پسي راخیستې ده او ځان مو په دې سره یو کونج ته راوستلی دی.

ورځپاڼه د جمهور رئیس کرزي د ځینو سلاکارانو له قوله لیکي چې خبرداری ورکوي او وايي چې په افغانستان کې د بریالیتوب قضاوت که د فساد ضد مبارزې په ړنا کې وشي نو د ویټنام د جګړې سره به مشابهت وکړي چیري چې بریالیتوب په دې شمیرل کېده چې څومره دښمنان ووژل شول. دوی وايي چې آیا په افغانستان کې به بریالیتوب په داسي صورت کې چې د کرزي هر سلاکار د بندیخانو شاته واچول شي، امکان ولري.

کرسشن ساینس مانیټور: امریکایی عسکر د ملکي افغانانو په وژلو تورن شوي

د کریشن ساینس مانیټور ورځپاڼه د سپتمبر د ۱۰ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې ۱۰ امریکا يي عسکر په دې تورن شوي دي چې په افغانستان کې یې یو لړ جرایم تر سره کړي دي چې په کښي د ملکي افغانانو وژل او وروسته یې پټول هم شامل دي.

ورځپاڼه دغه خبري د امریکا د پوځ د یوه خبرلیک له قوله لیکي.

د امریکا د سي ان ان تلویزوني شبکې رپوټ ورکړی چې د واشنګټن د ایالت نه د دویم قول اردو د ۵ مې لوا عسکر په دې تورن شوي دي چې په افغانستان کې، کندهار ولایت ته نږدې یې ملکي کسان وژلي دي، د مخدره موادو نه یې کار اخیستې ده او پر افغان مړو پر جسدونو باندی یې د چړو وارونه کړي دي.

ورځپاڼه د فرانس پریس خبري آژانس له قوله لیکي چې پنټاګون په دې اندېښمن دی چې دا قضیه به په افغانستان کې پر ماموریت باندي څه اغیزه ولري.

ورځپاڼه د پنټاګون د ویاند مورل ګویف له قوله لیکي چې تراوسه پوري دا تورونه دي او ثبوت شوي نه دي که ثبوت هم شي دا یوه غیر معموله پېښه ده چې څو محدود کسانو د یو لک امریکا يي عسکرو له جمعې نه کړې ده.

خو ورځپاڼه د مورل له قوله لیکي چې په هرصورت کې یې دغه پېښه زمونږ د قواوو په باب په نړۍ کې ښه نظر نه خپروي.

ورځپاڼه لیکي چې خورد ظابط جرمي مارلاک، اندریو هولمیس، مایکل واګن په دې تورن شول چې د جون په میاشت کې یې درې ملکي افغانان وژلي او نور جرایم یې ترسره کړي چې په کښي د تحقیقاتو په وخت د خلګو وهل دي، د تلفاتو عکاسي ده او د جسدو په چاقو وهل دي.

۷ تنه نور تیره میاشت په دې تورن شول، چې پر شویو جرایمو او نورو جرمونو یې پرده اچولې ده.

په عین حال کې ورځپاڼه لیکي چې بی بي سي هم ریپوټ ورکړی چې که څه هم دغه پېښې د روان کال د جنورۍ، فیبرورۍ او مې په میاشتو کې شوې ده خو د پوځ یوه نطاق بي بي سي ته ویلی دي چې دغه قضیې تر اوسه د څیړنې لاندي دي.

XS
SM
MD
LG