د لاس رسي وړ اتصالات

"په افغانستان کې د ایران خونړي لاسونه"


د نېوېارک ډېلی نېوز خپرونه، لېکی چی اېران دافغانستان په چارو کې په خط‏رناک ډول لاسوهنه کوي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د وېکی لېکس دمحرمو حکومتی اسناد و خپرېدلوبه دافغانستان د جگړی په برخه کې دېوشمېر هغو ملکی افغانا نو ژوند له خطر سره مخ کړی وي چې داېتلاف له قواوسره د طالبانو خلاف همکاري کړېده.

دامرېکا د پوځ دلوېودرستېزانو دکومېټی رئېس ماېک ملېن د جولېان اسېنج په باب ووېل چې د وېکي لېکس د وېب پاڼی بی رحمه موسس لاسونه ښايي همدا ا وس په وېنو ککړ وي.

خوطالبان وايی چې دوی به هغوکسانو ته سزا ورکړی چې نومونه ېې په دې لېست کې راښکاره شي.

رپوټ وايی سر بېره پردې چې هغه طالبانو ته ډېر گټور اسناد په لاس ورکړېدی ، جولېان اسېنج هغه اسنا د هم برالا کړېدی چې د القاعده او اېران ترمنځ پراخه اړېکی څرگندوی. هغه کسان چې غواړی ددغه هېواد د اسلام پلوه مشرانو خلاف سخت درېځ غوره کړی؛ هغوی اوس نور اسناد هم لري چې دا کار وکړی او خپله مدعا پرمخ بوزي.

په دودېز ډول، دا خبره کېږی چې شېعه گان اوسنېان په دې برخه کې سره مخالف دی چی له ېوبل سره همکاری وکړی. که هغه په عراق کې د دېموکراتېک حکومت جوړول وی او که دډېرو مخربو فعالېتونو په برخه کې همکاری وی لکه ترهگري. پخوابه دا استدلال کېده چې شېعه اېران به دېته حاضر نشی چې د القاعده په څېر سنی او سخت درېځی ډلی سره همکاري وکړی.

خو د وېکی لېکس دمحرمو حکومتی اسناد وبرالا کېدلو وښودله چې داسی نده. د وېکی لېکس ېو سند څرگندوی چې په ٢٠٠٥ مېلادی کال کې سنی سخت درېځه مشر گلبدېن حکمتېار او داسامه بن لادن مالی سلاکار ډاکټر امېن اېران ته ولاړل چې له هغه حکومت نه داسی راکټونه ترلاسه کړی چې د اېتلاف الوتکی په افغانستان کې وولي او راوی غورزوي.

په همدغه کال کې اېران سنی طالبانو ته په زرگونو ډالر ددې لپاره ورکړل چې دافغان حکومت چارواکی قتل کاندي. دنېوېارک ډېلی نېوز خپرونه لېکی څرگنده ده چې هرډول مذهبی اختلافات چې د اېرانی ملاېانو او القاعده ترمنځ وي ، هغه له امرېکا سره ددښمنی او کرکی په مخکی دوېم حېثېت لری.

رپوټ وايي چې داسی فکر کېږی چی داېران او سنېانو اړېکی نوی دی خو داکار له پخوانه موجو دو. د سېپتمبر د ١١ نېټی دبرېدونو کومېسېون په خپل رپوټ کې وېلی وو چې اېران په هماغه اول وخت کې القاعده ته پناه ورکړی وه. همدارنگه اېران د حماس ملاتړ کوی چې ېوه سنی ډله ده او داسراېېلو خلاف جگړه کوی.

XS
SM
MD
LG