د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: پیټریس د پوځونو بیړني ایستل نه غواړي


نن د امریکا مهمو ورځپاڼو د راتلونکې جولای په میاشت کې د افغانستان نه د امریکا د پوځونو د وتلو د پیل په هکله په افغانستان کې د امریکا او د ناتو د قواوو د قوماندان ډیوډ پټریس او د اوباما د ادارې د پریکړو په هکله زیات مطالب خپاره کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د امریکا او ناتو د قواوو قوماندان ډیوډ پټریس د یکشنبې په ورځ یو کمپاین پیل کړ چې هغو عامو خلکو ته چې د امریکا په مشري د ائتلافي قواوو د نه پرمختگ نه شاکي دي، دا ډاډ ورکړي چې ددغو خبرو سره سره بیاهم دی افغانستان ته ددې لپاره نه دی راغلی چې یوازې په ابرومندانه ډول د وتلو لپاره کار وکړي.

جنرال پټریس د یوې اوږدې مرکې په ترڅ کې چې د نیویارک ټایمز سره یې لرله، د اوباما د عسکرو د ایستلو د پلان په مقابل کې خپل مخالفت څرگند کړ. ده وویل چې یواځې په تیرو څو هفتو کې هغه د اړتیا وړ منابع لاس ته راغلل، او پلان د عملي کولو لپاره چمتو شو. ده وویل چې مونږ په تیریو نیم کال کې د ځنو شیانو غوښتنه کړیوه او ایله اوس زمونږ په اختیار کې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، جنرال پټریس حتی د ځنو نورو مطبوعاتو سره دا خبره هم کړیده چې دی کوښښ کوي چې اوباما ته دا تجویز وړاندې کړي چې په بل اوړي کې د عسکرو د ایستلو نه منصرف شي. پټریس ویلي دي چې ښاغلی اوباما د ده دمسلکي مشورې اوریدلو ته تیاردی.

ورځپاڼه لیکي چې په امریکا کې د افغانستان د جگړې په راتلونکي باندې یوه سیاسی مبارزه روانه ده. دغه جگړه اوس د خلکو په منځ کې خپله جاذبه له لاسه ورکوي ځکه نتیجه یې تر اوسه پورې په زړه پورې نه ښکاري.

نیویارک ټایمز د تایمز د مجلې سره د پټریس د مرکې نه په نقل قول لیکي چې د امریکا او ناتو قواوو په افغانستان کې په څو جبهو کې پرمختگونه کړي دي. ده وویل چې طالبان د خپلو ځنو کلکو مرچلونه ایستل شوي، ددوی کار د افغان حکومت د ښه کولو لپاره جریان لري او همدارنگه د افغانستان امنیتي ارگانونو باند ې کار روان دی ترڅو دوی د ملک د امنیت نیولو جوگه شي.

ورځپاڼې د جنرال پټریس له خولي لیکلي دي چې اوباما دی ددې لپاره نه دی لیږلی چې د ابرومندانه وتلو لپاره کار وکړي، بلکه ددې لپاره یې گمارلی دی چې څومره یې په وسه کې وي د هغو اهدافو د تحقق لپاره مرسته وکړي چې امریکا یې غواړي.

ورځپاڼه په اخره کې لیکي، چې ددې ټولو خبرو نه داسې ښکاري چې ښاغلی پټریس په راتلونکي کوم څومره د سیاسي، پوځي او نورو چلنجونو سره مخامخ دی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د اگست د شپاړسمې نېټې په گڼه کې لیکلي دي، چې جنرال پټریس یواځې څو هفتې کیږي چې په افغانستان کې پوځي چارې په غاړه اخیستي دي. او په دې موده کې د یاغیانو په حملو کې زیاتوالی راغلی دی، د امریکا یانو تلفات ډیر شويدي او د ملک جمهور رئیس د هغو واحدونو موقف تضیعف کړی دی چې واشنگټن یې پلوی ؤ او د فساد پرضد مبارزه کې لگیا وو.

واشنگټن پوست لیکي، خو ښاغلي پټریس د جنگي عملیاتو له لیدلو، د ملک په گوټ گوټ کې د سفر نه وروسته دې نتیجې ته ورسید چې د امریکا ستراتیژي چې دغه نهه کلنه جگړه باید وگټله شي، اساساً سالمه ده.

ښاغلي پټریس د واشنگټن پوست سره د یوې اوږدې مرکې په ضمن کې وویل، چې دی ځنې داسې شواهد گوري چې د افغانستان په جنوبي برخو کې ځنې پرمختگونه شويد ي لکه د محلي دفاع سیستم او دا چې د یاغیانو ځنې ډلې حاضرې شوي دي چې د حکومت سره یوځای شي او د جگړې نه لاس واخلي.

واشنگټن پوست لیکي، په داسې حال کې چې د جنگ نه د خلکو حمایه کمیږي او جنرال پټریس باید د راتلونکی دسمبر په میاشت کې اوباما ته د جنگ په هکله یو رپوټ برابر کړي، ده په خپلو قواوو فشار راوړي چې چټکې شي. خو واشنگټن پوست داسې فکر کوي چې دی د اوباما د دې پلان سره مخالفت نه لري چې بل کال د ملک نه د عسکرو په ایستلو پیل وکړي خو دا خبره یې کړیده چې باید د وتونکو عسکرو د شمیر په برخه کې لا ډیره وختي ده چې پریکړه وشی. جنرال پټریس په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دوی څومره چې په توان کې لري کوښښ کوي چې بریالیتوب ترلاسه شي او د پاتې والي خبره منځ ته را شي. ده زیاته کړیده چې دی پوهیږي چې د جگړې نه نهه کاله تیریږي او د ځنو حلقود بي صبرۍ نه مننه کوي.

د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې د امریکا خلک د افغانستان په برخه کې زیات بدبینه کیږي، خو د جنگ پلویان د نوو اټکلونو په اساس چې یواځې په ملک کې د القاعده سل فعالین پاتې دي، دغه قضیه تازه ساتي.

واشنگټن پوست لیکي، جنرال پټریس کانگرس ته په خپله یوه ویناکې تشریحات ورکړ چې ولی د امریکا یو لک عسکر اوس هم د نهو کالو نه وروسته هلته پراته دي. پټریس په دې هلکه ویلي دي:

"لنډه دا چې، مونږ دا اجازه القاعده ته نه شو ورکولی چې په څو هیوادو کې افراطي ډلې یو ځل بیاهلته ځان ته خوندي ځایونه جوړ کړي او بیا زمونږ په ملک یا زمونږ د متحدینو پرضد حملې سرته ورسوي. د سي ای ا رئیس لیون پانیتا په دې تیردوبي کې په دې خبرې سره چې په افغانستان کې اوس یواځې سل د القاعده غړي حتی پنځوس پاتې دي بیا دغه بحثونه تاوده کړل. نو پوښتنه داده چې که داسې وي نو ولی د امریکا پوځونه په پاکستان کې عملیات نه کوي چیرته چې د القاعده مشرتابه او فعالین د هغه ځای نه فعالیت لري. د هیریتیج فوډیشن په موسسه کې چې یوه محافظه کاره اداره ده، یو کس د جیمز کارافانو په نامه وايي کیدای شي د افغانستان نه وتل ددې باعث شي چې تروریزم په ټوله جنوبي اسیا کې حاکم شي.

ده ویلي دي که چیرته مونږ داسې مظبوط افغان حکومت شاته پری نږدو چې د طالبانو مقابله وکړي نو دوی به بیا په ملک قبضه وکړي او بیا به په ملک کې ډیرې وینې تویی شي. په دې کار سره به القاعده به د بریالیتوب اعلان وکړي.

XS
SM
MD
LG