د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د مذهبي عدم تحمل په اړه اندېښې ښودل شوي


دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې دمذهب په هکله دعدم تحمل په برخه کې اندېښنی څرگندی شویدی . ورځپاڼه لېکی چې په امرېکا کې مشهورو عېسوی ، ېهودی او مسلمانو مشرانو په بېړه باندی ېو ډېر فو ق العاده مجلس، دامرېکا په پاېتخت واشنگټن ډی سی کې د سه شنبی په ورځ داېر کړېدی چې هغه څه محکوم کړی چې دوی ورته ( استهزاء، غلط معلومات خپرونه؛ او څرگند تعصب ) وايی.

او امرېکا يی مسلمانان ېې په داسی وخت کې په نښه کړېدی چې دنېوېارک په گراونډ زېرو کې داسلامی ټولنی لپاره ېوه پېشنهاد شوي مرکز په جوړولو باندی جنجال روان دی. په نېوېارک گراونډ زېرو هغه ځای ته وايی چې د سپتمبرپه ١١مه په ٢٠٠١ م کال دترهگرانو له خوانه برېدونه شوی وو.

ورځپاڼه لېکی چې په دغه بېړني مجلس کې دواشنگټن ډی سی د درومن کاتولېک کلېسا غټ ملا کارډېنل تېودور مکارېک چې په لسهاو نو ر عېسوی ملاېان ، دېنی عالمان او مذهبی مشران ورسره وو په ېوه داسی خبری کنفرانس کې چې دمطبوعاتو په ملی کلب کې، چې د پښو اېښودلو ځای پکې نه و، جوړ شوی و.

هغه په دغه کنفرانس کې ووېل چې دا امرېکا نده؛ ځکه امرېکا دکرکی پر بنا نده جوړه شوی. هغوی ووېل چې دوی په دې خواشېنی او وېرېدلی دی چې دمسلمانانوخلاف دغه لېونتوب او په څو ځاېونو کې پر جوماتونو باندی برېدونه ددې امکان لری چې داهېواد سره گډوډ کړی.

همدارنگه دامرېکا هغه شهرت ته زېان ورسوی چې په دنېا کې د مذهبی ازادۍ او تنوع په برخه کې دېو ې نمونی په توگه پېژندل شوېده.

هغه امام چې غوښتل ېې په گراونډ زېرو کې ېواسلامی مرکز جوړ کړی ؛ فېصل عبدالروف ب لاخره ددې جنجال په برخه کې خبری وکړلی. هغه دنېوېارک ټاېمز په ورځپاڼه کې د سه شنبی په ورځ ولېکل چې دی به په خپل پلان باندی عمل وکړی او ېو اسلامی مرکز به جوړ کاندی.

هغه ولېکل چې که دی له دې نه تېرشی نو ماناېې داده چې موږ بحث او وېنا او اساسا خپله آېنده ددواړو خواو رادېکالانو ته په لاس ورکوو.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاْڼه لېکی چې په واشنگټن ډی سی کې مجلس، د سپېنی ماڼۍ ، خارجه وزارت او جگپوړه نظآمی قوماندان ، دداسی زېاتېدونکېو اندېښنو په ترڅ کې جوړ شو چې د ټېرې جونز، په هغه پلان راپېداشوی وی چې وايي د ی به د سپتمبر د ١١می دکلېزې د لمانځنی په مناسبت د قران نسخی وسوزوی. داسړی په فلورېدا کې دېوې وړې کلېسا ملا دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې جنرال ډېوېډ پېټرېېس د سه شنبی په ورځ خبرداری ورکړ چې که داسی وېډېو خپره شی چې امرېکا ېان پکی قرآن سوزوی نو بې له شکه به په افغانستان او نوره نړۍ کې د سخت درېځو او اور کېو ډلو له خوانه استعمال شی.

هغوی به داکار ددی لپاره وکړی چې دعامو خلکو احساساتو ته لمن ووهی او خلک مرگ ژوبلی ته راوپاروي. داکار دامرېکا د عسکرو ژوند له خطر سره مخامخوي.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې دامرېکا خارجه وزارت د ټېرې جونز پلان غېرامرېکا يي وباله . دسپېنی مآڼی نطآق رابرت گبز ووېل هرډول فعالېتونه چې زموږ عسکر له خطر سره مخامخوی هغه به ددی اداری لپاره داندېښنی وړوی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې په واشنگټن کې مذهبی مشرانو په خپله وېنا کې ووېل چې موږ په دومره بې احترامی، ېوه داسی سپېڅلی کتاب ته چې د پېړېو پېړېو نه را په دې خواېې زموږ په دنېا کې ستر کولتورونه منځته راوستی دی؛ سخت خواشېنی او وېرېدلی ېو.

په واشنگټن ډی سی کې دمختلفو عقاېدو د مشرانو گډی مجالس غېرمعمول ندی خو دا مجلس ځکه فوق العاده توب درلود چې د مجلس گډون کوونکېو د بېړی او صمېمېت څرگندونه وکړه. همدغو مشرانو بېا وروسته د امرېکا د لوی څارنوال اېرېک هولډر سره ملاقات وکړ او هغه ېې دېته وهڅاوه چې هغه کسان چې د مذاهبو خلاف دکرکی او نفرت د جرم مرتکب کېږی په ټېنگه له هغوی سره قانونی چلند وشی.

نېوېارک ټاېمز په پاې کې د ېوه ېهودی عالم ډېوېډ ساپرستېن چې دېو ه مذهبی مرکز رئېس دی لېکی چې : موږ په دې پوهېږو چې کله څوک په چا باندی برېد وکړی ؛ څه پېښېږی او څه ډول احساس کوی، کله چې په لفظی ډول برېد پرې وشی او نور ورته چوپه خوله پاتی شی. داکار دلته په امرېکا کې په ٢٠١٠ م کال کې نشی پېښېدلی.

XS
SM
MD
LG