د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړۍ په مطبوعاتو کې


افغانستان د نړۍ په مطبوعاتو کې
افغانستان د نړۍ په مطبوعاتو کې

دگارډېن ورځپاڼه د جمعې په ورځ د ډېسمېبر په ٣مه نېټه لېکی چی دافغانستان جمهوررئېس پرناټو فشار راووست چې په افغانستان کې د شپې چپاوونه بندکاندي.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې د سره صلېب مشر وايی ددې توقع نشته چې د افغانستان په حالاتو کې دی په ٢٠١١ مېلادی کال کې انکشاف اوبدلون راشی.

هغه زېاتوي چې سږ کال بشري حالات زښت ډېر خراب شوېدی او په همدی سبب داتمه نشته چې په ٢٠١١ کې بهترشي. د سره صلېب رئېس جېکب کېلېنبرگر وايی دافغانستان ډېرو لېرېو سېمو ته مرگ ژوبله خپره شوېده. له همدی امله د سره صلېب نړېواله کومېټه دېته اړشوله چی په افغانستان کې له ٢٠٠٩ مېلادی راهېسی پنځه نوردفتروونه پرانېزي. د سره صلېېب کومېټه وايی چې دوی دراتلونکي کال لپاره1.2 بلېونه ډالره بودجه لری چې سوېس او فرانسی ورکړېده اوپه دې بودجه کې افغانستان ددوی ترټولو غټه برخه تشکېلوي. د سره صلېب رئېس جېکب کېلېنبرگر وايی په افغانستان کې سېاسی روغه جوړه بشری حالات، لس کاله وروسته له هغه چې امرېکا د طآلبانو رژېم نسکو ر کړ، ښه کولی شی .

د ICRC رئېس جېکب کېلېنبرگر وايی ددوی بودجه د ضرورتونو پر بنا جوړېږی او افغانستان کې به ددوی ترټولونه زېاتی پېسی مصرف سی چې د اټکل له مخی به 89 ملېونه فرانکه وی. دوی داپلان هم لري چی په تر 80 ملېونو نه زېاتی فرانکه په عراق ، پاکستان او سوډان کې په بشری مرستو باندی ولگوی.

دگارډېن ورځپاڼه د جمعی په ورځ د ډېسمېبر په ٣مه نېټه لېکی چی دافغانستان جمهوررئېس پرناټو فشار راووست چې په افغانستان کې د شپې چپاوونه بندکاندي.

دامرېکا هغه دېپلوماتېک اسناد چې دوېکي لېکس له خوانه خپاره شوېدي په هغو کې دامرېکا دېپلوماتانو په دوامداره توگه دشپې دهغو چپاوونو په برخه کې چې دامرېکا د خاصو قواو له خوانه دېاغېانو خلاف کېږی خبرداری ورکړېدی چې دغه په ناڅاپې ډول ددې سبب شوېدی چې دافغانستان په مهمو برخو کې دخلکو له خوانه د ناټو دمامورېت ملاتړکم شي. دگارډېن ورځپاڼه لېکی چې د شپی چپاوونه په دې نېژدی وخت کې د افغانستان د جمهوررئېس حآمدکرزي او نا ټو ترمنځ د اختلاف نظر غټه مساله ده. دافغانستان جمهوررئېس، تېره مېاشت واشنگټن پوست ته ووېل چې دی غواړی چې د ( وې وژنه ېا وې نېسه ) په نامه عملېات پاېته ورسېږي.

په خپرو شوېو دېپلوماتېکو اسنادو کې داڅرگنده شوېده چې ښاغلي کرزي په شخصی مجالسو کې هم له تېرو دوه کلونو راهېسی له امرېکا ېانو نه غوښتلي دی چې خپل تاکتېکونه بدل کاندي. په هغه رسمی لېک کې چې د ٢٠٠٩ م کال د فبروري په مېاشت کې لېکل شوېدی ښاغلي کرزي دامرېکا د دفاع وزارت د پالېسی د برخی له مرستېالی مېشل فلور نای نه غوښتنه کړېده چې د شپې پر چپاوونو باندی محدودېتونه منځته راولي. له هماغه وخت راهېسی د شپې د چپاوونو شمېر کم شوېدی.

دامرېکا خارجه وزارت مامورېن چې په افغانستان کې کار کوی هغوی هم داسی رپوټونه رالېږلی دی چې د شپې د چپاوونو له امله دخلکو کرکه مخ په زېاتېدو ده او ځايي خلکو خبرداری ورکړېدی چې بالاخره به امرېکا ته هم خلک د پخوانی شوروی اتحآد په نظر باندی وگوری. ورځپاڼه لېکی چې پخوانی شوروی اتحآد پرافغانستان باندی د ١٩٨٠ په لسېزه کې ېرغل کړی و او افغانستان ېې اشغال کړی و.

د ٢٠٠٩ مېلادی کال د جنوری ېو دېپلوماتېک سند خبرداری ورکوی چې په زابل کې دامرېکا د فعالېتونو خلاف عمومی پاڅون کېدلی شی. که چېرې ناټو خپل عملېات درست او منظم نکړی او داشتباهاتو مخه ونه نېسی نو دناټو اېتلاف او حکومت به دخلکو ملاتړ له لاسه ورکړی.

گارډېن په پای کې لېکی چې لږ تر لږه شپږ داسی عملېات هغه وخت د ٢٠٠٨ مېلادی کال دډېسېمبرپه مېاشت کې وشول چې ځاېې خلک ېې په غوسه کړل. ېوځل داسی عملېات هم وشول چې تقرېبا ٢٠٠ کورنۍ دېته اړشولی چې له خپلو کورونو نه کډه وکړی.

XS
SM
MD
LG