د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس: د اوباما په وینا کې د افغانستان په برخه کې الهام نه و


کانګرس: د اوباما په وینا کې د افغانستان په برخه کې الهام نه و
کانګرس: د اوباما په وینا کې د افغانستان په برخه کې الهام نه و

دغه ورځپاڼه د جنوری په 27 مه لېکي چې کانگرېس ته داوباما په کلنی وېنا کې دافغانستان په برخه کې تصور او الهام موجود نه و او د لېزبون د غونډی په برخه کې پکې ېادونه نه وه شوی.

دغه مقاله جېف ډرېسلر چې دافغانستان پوهنی ماهر اوِتحلېل گردی لېکلی ده.نوموړی د پاکستان اوافغانستان د امنېتی مساېلو په برخه کې څېړنی کوی.

ملت ته د جمهوررئېس دکلنی وېنا په ترڅ کې د جمهوررئېس په ترڅ کې په تېر نومبر کې، په لېزبون کې د ناټود غونډې ېادونه نه ښکارېدله.

په وېنا کې هڅه شوی وه چې په ډېراحتېاط دنړېوالو توجه 2014 م کال ته راواوړل شی. تېرکال دنومبر په مېاشت کې د ناټو په غونډه کې دا فېصله چې د 2011 م کال د جولای مېاشتی دعسکروکمونه بې اهمېته وگنل شی اوددې په ځاې دامرېکا په هغه تعهد ټېنگار وشی چې وايی دافغانستان جگړی ته به لږ تر لږه د 2014 م کال پورې متعهد وی، دا ډېره مهمه مسله وه. دامرېکا خارجه وزارت ، اوددفاع وزارت او دلوېو درستېزانو د کومېټی رئېس جنرال ماېک ملېن دری واړو دغه پېغام تکرار کړ چی امرېکا به لږ تر لږه تر 2014 م کال پورې ېعنی څلور کاله نور په افغانستان کې جگړه وکړی. دالومړی ځل و چې په دې خبره اعتراف کېده چې ښايی په افغانستان کې کامېابی له 2011 م کال ن وروسته هم ډېرو فوق العاده کوششو ته ضرورت ولری.

دامرېکا د کانگرېس ورځپاڼه The Hill لېکی چې سپېنی مآڼی هغه وخت ووېل چې دغه کار په پالېسی کې بدلون نه و. بلکه د 2014 م کال مسلی، په افغانستان کې زموږ د پالېسی د اېنده په باب وضاحت منځته راوست. او دا ټکی له دې سره مرسته کوی چې د2011 م کال د جولای دنېټی نه تېرشو نو ترهغی وروسته به د جمهوررئېسی پالېسی او کړنلاره څه وی.

دامرېکا د کانگرېس ورځپاڼه The Hill لېکی چې دامرېکا، نړېوالی ټولنی، افغانانو او دهغوی د گاونډېو هېوادونو پام د 2014 م کال ته راگرځولو خلکو ته دا پېغام ورساوه چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما اودهغه نړېوال انډېوالان چې په افغانستان کې جگړه کوی په رېښتونی توگه په افغانستان کې کامېابۍ ته متعهد دی ــــــ او غواړی چې داهېواد په آېنده کې د نړېوالو ترهگرو ډلو لپاره د خوندی ځای مرکز ونه گرځي.

دامرېکا د کانگرېس ورځپاڼه The Hill لېکی چې داکار ددې تقاضا کوی چې څوکاله سر په سر په ډېرقوت باندی د ېاغېانو ضد عملېات سرته ورسېږي او ددې ترڅنگ له افغان حکومت سره په گډه کار وشی چې دهغوی امنېتی قواوی ددې جوگه شی چې دخپل هېواد دامنېت ساتلو مسوولېت په غاړه واخلی. ورځپاڼه زېاتوي هغه ټول کسان چې د لېزبون په کنفرانس کې شامل وو، چې په هغو کې جمهوررئېس اوباما ، دناټو غړي هېوادونه ،او دافغانستان جمهوررئېس کرزی دا ټول داسی معلومېدل چې په دغه نړېواله فېصله باندی قانع دی چې د 2014 مېلادی کال په نېټه باندی تمرکز وشی. دا ډېره عاقلانه فېصله وه. دې فېصلی افغانانو سره مرسته وکړله چې په دې پوه شی چې که دوی فېصله وکړی چې د دښمن خلاف ودرېږي، نودوی به ېوازې پرېنښودل شي.

دامرېکا د کانگرېس ورځپاڼه The Hill لېکی چې له بده مرغه دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما له دغه طلایی فرصت نه دا گټه وانخېستله چې امرېکا ېانو اونړۍ ته دا توضېح کړی چې دامرېکا قواوی به په افغانستان کې دکامېابی لپاره د 2011 مېلادی کال د جولای دمېاشتی نه وروسته هم متعهدی وي.

دترهگری خلاف پالېسی کې چې ېوه برخه ېې دخلکو زړونو او اذهانو گټلو اوپه ځان راماتولو ته ځانگړی شوېدېد، اومقصد ېې دادی چې خلک په دې قانع کړی شی چې د بغاوت د زورزېاتی خلاف خلک راپورته شی؛ دادبغاوت ضد ستراتېژی کې ېوډېر مهم عنصر بلل گڼل کېږي.

په دې برخه کې کار کول چې امرېکا په 2011 کې له افغانستان څخه په وتلو پېل کوی نسبتا ساده کاردی خو ضروری کار هم دی. اوس علاوه له دېنه چې له وحشېانه بغاوت سره مقابله او جگړه وشی ، دافغانستان دخلکو ساتنه به هم کېږی. د کانگرېس ورځپاڼه THE HILL په پای کې لېکی چې زموږ زړور عسکر پکارده چې دافغانستان خلکوته ېقېن ورکړی چې داځل به دوی ېوازې پرې نښودل شی.

XS
SM
MD
LG