د لاس رسي وړ اتصالات

فیلاډیلفیا انکوایري: د افغانستان د سولې کیلي په پاکستان کې ده


د ډایلي سن ورځپاڼه وايي چې رویټرس د یوه افغان مامور له قوله لیکلي دي چې امریکا دي افغانستان ته دا په ډاګه کړي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به یې په افغانستان کې حضور څه ډول وي. ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر کرزی ویاند ایمل فیضي رویټرس ته ویلي دي چې افغان حکومت غواړي په دې پوه شي چې د امریکا د محاربوي ځواکونو د وتلو سره به دغه هیواد په افغانستان کې څومره نظامي مرکزونه ولري او ماموریت به یې څه شي وي؟ همدا راز افغانستان به د خپلو ملي امنیتي ځواکونو دپاره د امریکا نه څه شي ترلاسه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا سره د افغانستان د اوږمهاله همکارۍ د ټرون یوه نامعینه موانع د امریکا هغه پلان دی چې غواړي په افغانستان کې محدود نظامي حضور ولري ترڅو دغه هیواد بیا د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي.

ورځپاڼه لیکي چې چین، روسیې، او پاکستان په سیمې کې د امریکا د نامشخص حضور په خاطر اندېښمن دي. په خاصه توګه ایران د امریکا ددغه پلان سره مخالفت لري.

ورځپاڼه د یوه بل افغان چارواکي له قوله لیکي چې د افغانستان د امنیت د تامین دنده بالاخره د افغانانو په لاس کې ده. که چیري د دوي په هیواد کې د بهرنیانو پوځ اوسیږي نو په یوه سند کې دي د دوي د حضور څرنګوالی په واضیح توګه په ډاګه شي.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنۍ قوې د حضور موضوع په داسي حال کې راپورته کېږي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې یو لړ پېښې وشوې چې د امریکا پوځ په کښي دخیل و. په دغو پیښو کې د جنورۍ د میاشتې پېښه وه چې په کښي د امریکا د سمندري قواوو غړي ښودل کیدل چې د طالبانو پر مړو باندي یې بولي کولې، بله موضوع د فیبرورۍ د میاشتې د بګرام د زندان پېښه وه چې په کښي قران شریفونو ته سپکاوی شوی و او دریمه موضوع هم د کندهار د پنجوايي د ولسوالۍ پېښه وه چیري چې ۱۷ بې ګناه افغانان ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې وروسته کرزي د نړیوالو ځواکونو څخه وغوښتل چې د کلیلوالو سیمو څخه دي راووځي. ورځپاڼه لیکي چې کرزي ددغو پېښو وروسته وویل چې نوره یې حوصله خلاصه شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې دغو پیښو پر افغان ملي امنیتي ځواکونو باندې هم اغیزه وکړه او ددې سبب شو چې دوي پر خپلو نړیوالو متحدینو باندي وسلې راوړوي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا سره د اوږدمهاله او ستراتيژیک تړون پر مسلې باندي د کندهار د پېښې وروسته خبري ودریدلې خو دغه خبري بیا پیل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانانو د اندېښنو په خاطر دواړو خواوو پر دې باندي هوکړه وکړه چې د نظامي حضور مسله به د نورو مسلو نه راجلا کړي او په شیکاګو کې د ناټو د غونډې مخکي به یې حل و فصل کړي.

ورځپاڼه د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي له قوله لیکي چې په دې ورستیو کې هره ورځ د ستراتیژیک تړن په هکله مزاکرت کېږي او ډیر ژر به موافقه حاصله شي.

بل پلوه د فیلاډیلفیا انکوایرر ورځپاڼه د اپریل په لومړۍ نېټې لیکي چې د افغانستان کیلۍ په پاکستان کې دي. ورځپاڼه لیکي چې آیا داسي لاره شته چې امریکا د افغانستان څخه هم په مناسبه ډول ووځي او هم یو باثبات افغانستان ترشا پرېږدي؟ ورځپاڼه لیکي چې د دې پوښتنې ځواب په پاکستان پوري اړه لري.

که چیري پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ څخه لاس واخلي او په خپله خاوره کې اسلامي افراطیانو ته ځای ورنکړي، نو د دې امکان شته چې یو باثباته افغانستان رامنځ ته شي کنه نو په افغانستان کې به د امریکا جګړه د ناکامۍ سره مخامخ شي.

ورځپاڼه لیکي چې که چیري غواړیْ چې ددې موضوع په عمق باندي پوه شیْ نو د پاکستاني خبریال احمد رشید هغه نوی کتاب مطالعه کړی چې د پاکستان امریکا او افغانستان په هکله یې لیکلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د احمد رشید په کتاب کې راغلي دي چې پاکستان ځکه د طالبانو ملاتړ کوي چې د دوي نه د هند سره په ممکنه شخړه کې کار واخلي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دوه مخۍ سیاست اوس د پاکستان دعملیاتو وسیله ګرځیدلې ده. د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشر ف په داسي حال کې چې د سي آی ای سره هم اخته و چې د القاعدې غړي په نښه کړي، د ۲۰۰۱ کال وروسته یې طالبان وروزل او په افغانستان کې یې په هغوي باندي جګړه پیل کړه.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د استخباراتو ادارې یا آی ایس آی فکر کوی چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی دهند سره د حد نه زیاتې ښې اړېکې لري. ورځپاڼه لیکي چې آی ایس ای غواړي چې طالبان قدرت ته ورسوي چې په خپل ختیځ سرحد کې ملګری حکومت ولري.

ورځپاڼه لیکي چې د نومبر د ۲۴ مې نېټې د پیښې وروسته چې په کښي ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول، اوس پاکستان او امریکا دواړه غواړي چې د دوي ترمنځ خرابې شوي اړیکې بیرته ترمیم کړي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې که چیري پاکستاني جنرالان خپل د فکر طرز بدل نکړي د امریکا او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو او په افغانستان کې د سولې دپاره زیاته اندازه هیله نه ترسترګو کېږي.

XS
SM
MD
LG