د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: ګورباچوف د آمریکا دپاره د افغانستان په هکله مشوره لري


ګارډین: ګورباچوف د آمریکا دپاره د افغانستان په هکله مشوره لري
ګارډین: ګورباچوف د آمریکا دپاره د افغانستان په هکله مشوره لري

دگارډېن ورځپاڼه لېکي چې گورباچوف، دافغانستان د جگړی په هکله دامرېکا لپاره ډېر قېمتبها مشوره لری. پوټېن وايي چې دابه ښه وي چې دی دامشوره له ځان سره وساتي.

ورځپاڼه لېکی دا دارېانتېا خبره ده چې په دې اونۍ کې داسی رپوټونه راغلل چې روسېه نېت لري چې له ناټو سره په افغانستان کې مرسته وکړی. دامرسته په هېلېکوپټرونو کې دافغان پېلوټانو د روزنی په برخه کې ده.

خو خلک په دې ارېان دی. ورځپاڼه لېکی چې د ځېنی خلکو حافظې کار نه کوی او لنډه موده کې ېې هرڅه له ېاده وځی. داسی ښکاری چې دمسکو په کړنلاره کې بدلون دتېرکال د جولای په مېاشت کې راغی. هغه وخت چې براک اوباما په کرېملېن کې اولېنه غونډه وکړله.

رپوټ وايی چې د جورجېا له جگړ ی نه وروسته د غرب احساسات قهرجن شوی وو. خو داوباما په مجلس کې له روسې مشرانو سره په ډېرو مساېلو موافقه راغلله. په دې کې غټه اوناڅاپې موافقه په دې وه چې روسېې اجازه ورکړله چې امرېکا په افغانستان کې خپلو قواو ته دروسېې له لاری وسله اونور مهمات ورولېږی. دېمېتری مېدوېدوف او وېلادی مېر پوتېن په حقېقت کې اوباماته انعام ورکاوه چې دروسېې په برخه کې نرم نظر ولری نستب پخوانی جمهوررئېس جورج بش ته .

په خاصه توگه د جورجېا په برخه کې د ا ملامتېا منل چې د جنوبی اوسېتېا په شخړوکې ېې لاس درلود، اوهمدارنگه هغه پاروونکی پروگرام ېې لغو کړ چې د پخوانی جمهوررئېس جورج بش په وخت کې ېې د جوړېدو تکل کېده. هغه په اوروپا کې د توغندېو په مقابل کې د سپر جوړولو پروگرام و چې روسېې دخپل ملک لپاره خطر گاڼه.

له روسېې سره د ترانزېتی لاری دخلاصولو معاملی دامانا نلرله چې روسېه دطالبانو خلاف په جگړه کې شامله شی او قواوی به ور ولېږی. چارواکی وايی چې دروسېې هېڅ عسکر به افغانستان ته داخل نشی. د پېلوټانو د روزنی پروگرام به له افغانستان څخه بهر وی. دافغانستان هوایی قوه همدا اوس هم ېوڅه روسې ساخت الوتکی لری او استعمالوی ېې. خوکه چېری روسېه نوی هېلېکوپټری افغانستان ته ورکړی نو افغانان به ېې کنترولوی.

دروسېې پخوانی مشر له ډېر پخوانه له غرب سره دافغانستان په مسله داسی ملاقاتونه کړېدی چې له ېوبل سره سترگې په سترگی شوېدی. په دې کې شک نشته چې پخوا دوی په ټېنگه د طالبانو مخالف وو. اوس هم القاعده او طالبان د سېمی لپاره او نړی لپاره له اېران نه غټ خطربولی.

گارډېن لېکی چې د قم د ښار د شېعه ملاېانو رژېم هېڅکله د مرکزی اسېا ېعنی چېچنېا او ېا روسېې د نورور داسی سېمو چې اکثرېت ېې مسلمانان دی ، د بی ثباتی لپاره کار ندی کړی. ددې برعکس سنی مسلمانانو په افغانستان کې افراطېان وروزل او دهغوی د بی ثباتی لپاره کار کوی. پوټېن د جمهوررئېس په توگه د سپتمبر د ١١می پېښی وغندلی اوپه افغانستان کې دامرېکا دجنگ اورژېم د بدلېدو ملاتړکوی .

گارډېن لېکی چې د امرېکا او روسېې ترمنځ دافغانستان په مسله کې اختلافات شته دی او داېنده لپاره اندېښمن دی. د اختلاف ېو ټکی دادی چې دغرب زېات شمېر تحلېل کوونکی اوباما ته وایی چې دېته چمتو شی چې له طالبانو سره خبری وکړی خو روسېه ددې کار مخالفه ده.

خو ددې برعکس مېخاېېل گورباچوف اوباماته خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې کامېابی ناممکنه ده اوپکارده چې له دې ملک څخه ووزی. دروسېې دغه پخوانی جمهوررئېس له کرېملېن نه تجرېد شوېدی. رپوټ په پاې کې وايی چې مېخاېېل گورباچو ف د غرب نظرېاتو ته نېژدی نسبت دېته چې دخپل هېواد د مشرانو نظرېاتو ته نېژدی وی. دهغه نظرېات د اقتصاد ، دېموکراسی او نړېوالی بانکداری په برخه کې د غرب نظرېاتو ته ډېر نېژدی ښکاری. ورځپاڼه په پاې کې لېکی که څه هم هغه اوس قدرت نه لری خو پکارده چې نظرېاتو ته ېې پاملرنه وشی. د اوباما په څېر گورباچوف ته هم د خپل هېواد جگړه په مېراث پاتی شوی وه. گورباچو ف اوباما ته ووېل چې مذاکرات به اسانه نه وی . د ١٩٨٠ په لسېزه کې امرېکا او پاکستان دهغه وخت مذاکراتو ته تاوان رساوه. امرېکا او پاکستان هغه وخت ادعا کوله چې دوی ېو بی طرفه او دېموکراتېک افغانستان غواړی. هغه هم په داسی حآل کې چې افراطېان ېې روزل. او داهماغه خلک دی چې اوس په افغانستان کې ترهگری کوی او زېاته په پاکستان کې کوی.

گارډېن لېکی دروسېې نوی درېځ دادی چې خپله افغانستان ته عسکر نه لېږی خو په ټېنگه غواړی چې امرېکا ېان هلته پاتی شی.

XS
SM
MD
LG