د لاس رسي وړ اتصالات

د شیرپور کورونه د مخدره موادو د قاچاق په پیسو جوړ شوي: مطبوعات


د شیرپور کورونه د مخدره موادو د قاچاق په پیسو جوړ شوي: مطبوعات
د شیرپور کورونه د مخدره موادو د قاچاق په پیسو جوړ شوي: مطبوعات

د ګزیټ ورځپاڼې چې په کاناډا کې خپرېږي، پخپلې ننۍ ګڼې کې په کابل کې د هغو عصري او مجللو کورنو په اړه یوه تفصیلي مقاله خپره کړیده چې زیاتره دغه کورونه د مخدره موادو د قاچاقو په پیسو آباد شویدي.

د ګزيټ ورځپاڼې د مقالې په پیل کې د شیرپور د عصري کورنو د کوڅو نه پیل کړیدی او وایي چې د کورنو په ښایسته کولو کې د کورونو خاواندانو چې زیاتره یې جنګسالاران، د مخدره موادو قاچاقبران، سیاسې څیرې، د حکومت وزیران، بانکدران او سوداګر دي ښه سیالي کړیده خو که چیرته یې کوڅو ته وکتل شي نو داسې مالومیږي چې دلته هم د افغانستان کوم بې وزله او غریب خلک ژوند کوي.

ورځپاڼه وایي د شیرپور کورونه چې د مخدره موادو د باغ په نوم مشهوره دي، په تیرو پنځو کالو کې ودان شویدي او وایي که چیرته د مخدره موادو د قاچاقو پریمانه پیسي نه وي نو دا امکان نلري چې دا ډول کورونه دې یوازې په حکومتي تنخواګانو باندې جوړ شي.

د ورځپاڼې په قول د افسوس خبره خو دا ده چې د شیرپور د کورونو خاوندانو چې زیات شمیر یې اوس هم په حکومت کې په یو ډول قدرت لري، د ځانونو نه اغزن سیم او ښه لوړ کانکریټي دیولانه تاړ کړیدي او د ژوندانه آرمه شیبې تیروي خو که چیرته یو څوک د شیرپور نه یوازې څو قدمه پورته خوا ته ولاړ شي نو د کابل په بې وزله او بیچاره ماشومانو یې سترګې لګیږي چې په خاورو کې لوبې کوي او د ورایه مالومیږي چې په افغانستان کې د دیرش کلنې جګړې ډیر تاوان چا ته رسیدلی دی.

ورځپاڼه وایي که څه هم چې افغانستان ته هر کال په میلیاردونو ډالر بهرنۍ مرستې استول کیږي خو د خلکو د ژوندانه او د کابل د ښار د ظاهرې بڼۍ نه داسې مالومیږي چې دغه پیسې بیخې بې وزلو خلکو ته نه رسیږي.

د کابل سړکونه تر اوسه هم ندي رغول شوي او هرې خوا ته دوړې او ګرد وي او که چیرته کوم سړک رغول شوی هم وي یوازې څو میاشتې وروسته پکې داسې کندې پیدا شویدي چې موټر ترینه په آسانه نشي تیریدلی. موټر چلونکي هم د احتیاط نه کار نه اخلي او په هره خوا یې چې خوښه وي زغلي. ترافیک هم چې زیات شمیر یې پوره سواد نلري نشي کولی د موټر د تګ راتګ چارې په سمه توګه سنبالې کړي.

د حسیب سید په نامه یو تن سوداګر ورځپاڼې ته ویلي دي که څوک وایي چې په افغانستان کې به اداري فساد او رشوت خوري پای ته ورسیږي دا بیخي دروغ خبره ده، هغه وایي اوس چې هر څوک په کومې څوکۍ مقرر شي لومړی فکر ورسره همدا وي چې اوس د پیسو پیدا کولو فرصت په لاس راغلی او باید چې پوره ګټه ترې واخلم. دغه کسان د هیواد او ولس په راتلونکې باندې فکر نکوي او وایي چې دا کار ډیر خطرناک دی ځکه چې پدې سره د افغانستان راتلونکي نسل ته هم زیات تاوان رسیږي.

د حبیب ظهوري په نامه یو ځوان ورځپاڼې ته ویلي دي داسې ورځ نه ویني چې افغانستان به د هغو جنګسالارانو او مجرمینو له منګولو خلاص شي چې لاسونه یې د ملت په وینو سره دي. ظهوري وایي په لومړي سر کې د دې فرصت ؤ چې دغه کسان دې محاکمه شي خو زیاتوي چې اوس دا فرصت هم نور ندی پاتې. او وایي داسې فکر کوي چې په افغانستان کې به یو ځل بیا کورنۍ جګړې ونښلې چې دا ځل به د پخوا نه څو چنده زیات خلک پکې مړه شي.

ورځپاڼه وایي چې فساد او رشوت خوري د افغانستان په ټولو ادارو او مؤسسو کې عادي شویده، د مثال په ډول که چیرته یو پولیس غواړي چې ترفیع یې وشي باید چې خپل آمر ته رشوت ورکړي. د پولیسو دا افسر په هر ډول چې وي خپل آمر ته دا پیسې پیدا کوي. زده کوونکي هم د پوهنتونو او لوړو زده کړو چارواکو پدې خاطر رشوت ورکوي چې په ښه پوهنځي کې درس ووایي. او یا ورته د کوم بهرني هیواد د بورس زمینه برابره شي.

د مقالې لیکوال په پای کې لیکي چې دا خو د رشوت خورۍ او فساد څو وړې نمونې دي خو اصلي فساد او رشوت خوري د حکومت په لوړپوړو چارواکو کې دی. د مثال په ډول تیر کال د کابل بانک نه چې د حکومت د مامورینو معاشونه هم همدغه بانک ورکوي، شاوخوا 9 سوه میلیارده ډالره پکې ورک شول. ورځپاڼه وایي دا پیسې د بانک 207 تنو شریکانو د بانک نه د پورونو په شکل اخیستې دي خو د دغو پورونو نه خو کوم اسناد شته دي او نه هم دوي بانک د پیسو په مقابل کې ګټه ورکوي.

که څه هم چې د بانک د شریکانو نه تحقیقات پیل شویدی خو ورځپاڼه وایي چې زیاتره دغه پیسې داسې کسانو اخیستي دي چې د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې همدا اوس سترې څوکۍ لري نو په همدې خاطر د تحقیقاتو جریان هم سوکه او بې خونده دی.

XS
SM
MD
LG