د لاس رسي وړ اتصالات

گارډین: له طالبانو سره د خبرو په خبرونو کې مبالغه کیږي


گارډین: له طالبانو سره د خبرو په خبرونو کې مبالغه کیږي
گارډین: له طالبانو سره د خبرو په خبرونو کې مبالغه کیږي

دبرتانېې د گارډېن ورځپاڼه لېکي چې په دې نېژدی وخت کې چې د طالبانو او حامدکرزي د حکومت ترمنځ د سولی دخبرو کوم رپوټونه خپرېږي، په هغو کې مطبوعاتو مبالغه کړېده.

گارډېن ددېپلوماتانو او څارونکېو له قوله لېکی چې په دې خبرو کې د نغدو پېسو له ورکولو او بندېانو د تبادلی نه پرته نور څه پرمختگ ندی راغلی. او له طآلبانو سره اړېکی له ډېر پخواراهېسی روانی دی.

خو د سولې داوسنېو خبرو په اړه، باندی وېل کېږی چې د ا د ناسمو معلوماتو دخپرولو لپاره ېوه مبارزه ده چې وايي د طالبانو مشران د سولې په خبرو کې برخه اخلي او ېا دا تاثر ورکړل شی چې د ناټو اوافغانستان قواوې ستراتېژېک پرمختگونه او گټی ترلاسه کوي. ددغو خبرو اټکل ددې مېاشتی په سرکې هغه وخت وشو چی دناټو اوافغان حکومت چارواکېو خبرېالانو ته معلومات ورکړ چې د ښاغلي کرزي د حکومت او د طالبانو دمعتبرو مشرانو ترمنځ د سولی په برخه کې اړېکی او مجالس ترتېب شویدي.

د بلوم برگ ورځپاڼه لېکي چې امرېکا ووېل پکارده چې اېران دافغانستان په کورنېو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

داخبری وروسته له هغه رپوټ نه کېږي چې وايي اېران دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزي ته د اوروپايي ېورو، نه ډک بکس ورکوي. دامرېکا د خارجه وزارت نطآق فېلېپ جې کرواولي ووېل موږ په دې پوهېږو چې اېران اوافغانستان گاونډي هېوادونه دي او اړېکې به سره لري. خو پکارده چې اېران دافغانستان د حکومت په کورنېو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

بلومبرگ لېکی چې دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼی رپوټ ورکړېدی چې داگست په مېاشت کې، په افغانستان کې داېران سفیر فدا حسېن مالکی د پلاستېک ېوه خلط چې له اوروپا له ېورونه ډکه وه ، د ښاغلی کرزي اداري رئېس عمر داودزي ته ورکړله. هغوی، د ښاغلي کرزي په شخصي الوتکه کې سپاره وو. د ټاېمز ورځپاڼې دېوه نامعلوم افغان چارواکي له قوله ، دهغه دنوم دنه ښودلو په شرط دا معلومات خپور کړېدی.

بلومبرگ لېکی چې دا پېسی مجموعا ملېونو ډالرو ته رسېږی؛ مقصد ېې داوچې داېران گټې پرمخ بوزي او په افغانستان کې دغرب له اثراورسوخ سره مقابله وکړی.

دامرېکا دخارجی اړېکو د شوری ېوه غړې اېزابېل کولمن وايي دا بالکل ارېانوونکې خبره نده . امرېکا به ډېره ساده وي که داسې فکر کوي چې اېران دا کوشش نه کوي چې په افغانستان کې اثر اورسوخ پېدا کړي.

انتوني کورډزمن ددفاعي چارو معتبر تحلېل کوونکي هم ووېل هغه رپوټ چې نېوېارک ټاېمز خپور کړېدی، د هغه چالپاره چې له دې سېمې سره تجربه لري کومه نوې خبره نده.

کورډزمن وايی، واقعېت دادی چې موږ په افغانستان کې دېوې اوږدی مودی د نفوذ لرلو له مقابلې سره مخ ېو. دا مقابله دامرېکا دمتحده اېالاتو ، هند ، پاکستان ، اېران او ترېوڅه اندازې پورې له چېن اوروسېې سره هم ده. او دادافغانستان د شخړې له پېل راهېسی شروع شوېده. نو په دې سبب پکارده چې څوک د نغدو پېسود ورکولو په خبر باندی ارېان نشي، ځکه چې په دغه راز اقتصادی نظام کې دغه راز نغدې معاملې دنظام دېو ې برخی په توگه کارول کېږی.

XS
SM
MD
LG