د لاس رسي وړ اتصالات

ک.س.مانیټر: طالبان د کرزي له حکومت سره په پټو خبرو اخته دي


ک.س.مانیټر: طالبان د کرزي له حکومت سره په پټو خبرو اخته دي
ک.س.مانیټر: طالبان د کرزي له حکومت سره په پټو خبرو اخته دي

دکرېسچن ساېنس مانېټر ورځپاڼه داکتوبرپه ٦مه لېکی چې داېو ډېر فوق العاده بدلون دی چې دافغانستان حکومت له طآلبانو سره په لوړه سطحه خبری کوی. داخبرې محرمانه دی او درسمی خبرو لپاره چی روان جنگ پرې پاېته ورسېږی د پېلامی حېثېت لری.

ورځپاڼه لېکی طالبانو تراوسه پورې د سولی په خبرو کې گډون رد کړېدی او دنورو مساېلو ترڅنگ وايی چی په افغانستان کې خارجی قواوی موجودی دی. له بل پلوه دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی هم خبرو ته لېوالتېانه ده ښودلی.

په داسی حآل کې چې امرېکا د سولی دخبرو ملاتړ څرگند کړېدی خو وايی چې د شخړې ټولی خواوی دی دافغانستان اساسی قانون ومنی او له تشد د نه دې لاس واخلی.

کرېسچن ساېنس مانېټر دافغانستان د جمهوررئېس دنطآق د مرستېال له قوله لېکی چې دسولی بهېر ډېروخت اخلی خو موږ ورته خوشبېن ېو.

کرېسچن ساېنس مانېټر لېکی چې دسولی محرمانه خبری ددې په نتېجه کې شروع شوی چې د طالبانو چارواکی له ځايی افغان مشرانو او نظامی قوماندانو سره اړېکی ټېنگوی.

د سولی شوری ٦٨ غړي لری چې د سولی دعالی جرگی لپاره په دې نېژدی وخت کې وټاکل شول. دنطآق مرستېال زېاته کړله چې دوی په دی ډاډه دی چې داخلک کولی شی چې د مخالفېنو دگوندونو زېات شمېر کسان د د سولی د خبرو او عادی ژوند لپاره راوبولی.

کرېسچن ساېنس مانېټر لېکی چې افغان او عرب منابع چې خپل نوم نه اخلی وايی چې داول ځل لپاره د ْطالبانو هغه غړی چې د کوېټی د شوری، او طالبانو د جگپوړه مشرانو له خوانه چې په هغو کې ملاعمر هم شامل دی واک ورکړل شویدی د سولی په خبرو کې گډون کوی.

ورځپاڼه لېکی چی سره له دې هم ېوشمېر کتونکی د ښاغلی کرزی د حکومت په توانايی باندی بدگومانه دی چې د سولی په عالی شوری کې ېې داسی کسان ټاکلی دی چې د طالبانو سرسخته مخالفېن وو.

دافغانستان لپاره د نړېوالو شخړو د اوارولو د انستېتېتو غړی کانډېس رانډېکس وايی چې که چېرې حکومت په رېښتېنه په دې مسله کې جدی وی چې له ېاغېانو سره خبری وکړی او له ظؤاهرو نه تېرشی نو پکارده چې دسولی په عالی جرگه کې نور کسان شامل وای.

دغه تحلېل کوونکی وايی چې دسولی په جرگه کې د جنگسالارانو موجودېت اود کرزی په حکومت کې ددغه راز کسانو موجودېت دنورو اندېښنو ترڅنگ هغه اندېښنه ده چې د حکومت له مخالفو ډلو سره موجوده ده چې هغوی غواړی په حکومت کې انصاف، او توازن موجود وی.

داسوشتېد پرېس خبری اژانس د سپېنی مآڼی له قوله لېکی چې د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د افغانستان د حکومت د تازه هڅو ملاتړ کوي چې غواړي د طالبانو له مشرانو سره د سولې خبري وکړي. خو سره له دې هم غواړی چې ېاغېان تشدد ترک کړی او دالقاعده ملاتړ نه لاس واخلی.

که څه هم د سپېنی مآڼی د مطبوعاتو سکرتر رابرت گبز ووېل چې امرېکا په دی خبرو کې برخه نه اخلی. داخبری دافغانستان په برخه کې دی نوپکارده چې دافغانانو په واسطه ترسره شی. اسوشېتېد پرېس لېکی چې رابرت گبز د افغانستان د جگړی د نهه کاله د پوره کېدلو په مناسبت داخبری کولی. په داسی حآل کې چې دامرېکا اوناټوقواو د شمېر له پلوه خپلی لوړی څوکی ته رسېدلی دی.

په همدی لړکې د اېجینسی فرانسپرېس ، خبری اژانس هم لېکی د پنجشنبی په ورځ لېکی چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر داول ځل لپاره دهغو محرمانه خبرو ملاتړ کړېدی چې دافغانستان له حکومت سره په لوړه سوېه ددی لپاره سرته ورسېږی چې دافغانستان نهه کلن جنگ پاېته ورسېږی.

د فرانسپرېس خبری اژانس د واشنگټن پوست د ورځپاڼې په حؤاله لېکی هغوی په دې برخه کې ډېر ډېر جدی دی چې ېوه داسی لاره پېدا کړی چې دغه جنگ پاېته ورسېږی.

د فرانسی خبری اژانس لېکی چی ملاعمر په پاکستان کی مخفې ژوند کوی. د طآلبانو نورو عالی رتبه مشرانو له څوکلنو راهېسی ټېنگا رکړېدی چې د سولی له خبرونه مخکی پکارده چې خارجی قواوی له افغانستان څخه ووزی.

خو د واشنگټن پوست یو ه منبع لېکی چې د طالبانو مشران په دې پوهېږی چی هغوی به په سېاسی لحآظ حآشېې ته ټېل وهل شی نو په دې سبب په خپله د حامد کرزی له حکومت سره خبری کوی چې داخبره ېقېنی کړی چې ددوی موقفونه خوندی وی.

دغه منبع وايی چې هغوی په دې پوهېږی چې نور ډېر سخت درېځه عناصر ددوی په صفونو کې لوړو مواقفو ته را پورته شوېدی پرته له دېنه چې دوی پر ې کنترول ولری.

XS
SM
MD
LG