د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په ننګرهار کې د مخدره موادو چاپه غندلې ده


کرزي په ننګرهار کې د مخدره موادو چاپه غندلې ده
کرزي په ننګرهار کې د مخدره موادو چاپه غندلې ده

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د مخدره موادو په چاپې کې روسیې لاس لرل غندلي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې د روسیې د مخدره مواد پر ضد د مبارزې یوې کوچنۍ ډلې د افغانستان د امنیتي قواوو او امریکایي عسکرو سره په ګډه د ننګرهار په ولایت کې د 55.9 میلونو ډالرو په اندازه هیروین کشف او نیولي دي.

ورځپاڼه وایي دا لومړی ځل دی چې د روس قواوې په افغانستان کې د نورو نړیوالو عسکرو سره په عملیاتو کې برخه اخلي. جمهور رییس حامد کرزی د ناټو د قواوو په مشرۍ دغه عملیات غندلي دي او پدې اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړیده.

کرزي ویلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجازې نه پرته هیڅوک دا حق نلري چې دلته پوځي عملیات وکړي. یو شمیر نورو جګپوړه حکومتي چارواکو همدارنګه ویلي دي چې د دا شان عملیاتو تر سره کول یې د خاورې د خودمختاریت نه سرغړوانه ده.

ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر بسم الله محمدي له قوله لیکلي دي چې وایي هر کله چې روسیه غواړي چې په عملیاتو کې برخه واخلي نو باید چې مونږ دې پرې باندې خبر واوسیږو.

د روسیې پوځ پخوا هم په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې وه او د ورځپانې په قول چې پدې سره به د افغانانو هغه درد او غم یو ځل بیا تازه شي چې د 1980 په لسیزه کې یې دغه ملت کړولی دی. ورځپاڼه وایي که څه هم چې په افغانستان کې د روسیې په جګړې زیات وخت تیر شویدی خو یادونه یې اوس هم د ځینو افغانانو په زهنونو کې تازه دي.

د کورنیو چارو په وزارت کې د مخدره موادو سره د مبارزې د ریاست مرستیال باز محمد عمادي ویلي دي که څه هم چې بهرنیان ټول یو شان ښکاري او دا پته یې نه لګیږي چې څوک د کوم یوه هیواد دی خو زیاتوي چې پدغو عملیاتو کې د روسیې د پوځ کوم غړي برخه نه درلوده. عمادي وایي چې د روسیې دوه تنه د مخدره موادو کارپوهان د قواوو سره د ناظرینو په صفت برخه اخیستې وه.

روسیې تر د ناټو دا سرټکولی دی چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد کوټلي ګامونه نه اخلي او وایي چې په همدې خاطر هر کال په زیاته اندازه پوډر او نور مخدره مواد دافغانستان نه روسیې ته قاچاق کیږي. د روسیې د مخدره موادو سره د مبارزې یوه چارواکي او په مسکو کې د امریکا د سفیر مرستیال دغه عملیات د دواړو هیوادونو تر منځ د مخدره موادو پر ضد د نوې همکارۍ یوه نښه ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG