د لاس رسي وړ اتصالات

میامي هرالډ: امریکا د افغانستان نه د وتلو په نېټه له سره غور کوي


میامي هرالډ: امریکا د افغانستان نه د وتلو په نېټه له سره غور کوي
میامي هرالډ: امریکا د افغانستان نه د وتلو په نېټه له سره غور کوي

د امریکا د میامي هیرالد ورځپاڼه خپل د نومبر د ۱۰ مې نېتې په ګڼه کې لیکي چې د جمهور رئیس اوباما حکومت پریکړه کړې چې د په افغانستان کې د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشت د مهلت نه پر شا ولاړ شي، دا هغه نیټه ده چې په پیل کې یې خورا تاوده بحثونه راوپارول چې امریکا يي قواووې به د افغانستان څخه د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت کې د راوتلو لړۍ پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي چې نوې پالیسۍ به د پرتګال د لزبن په ښار کې چیري چې د ناټو غړي ملکونو راتلونکې اونۍ غونډه کوي،په ډاګه شي. ورځپاڼه لیکي چې د جمهور رئیس اوباما حکومت هیله لري چې په دې غونډه کې به یو نوی مهلت په ډاګه کړي چې تر زیاته بریده به دا مهلت د ۲۰۱۴ کال پیل وي، هغه کال چې جمهور رئیس حامد کرزي ژمنه کړې ده چې امنیتي قواووې به یې د ټول ملک د امنیت مسولیت په غاړه واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون هم په دې اړه چې څه وخت او څه ډول به د څو ولایتونو د امنیت مسولیت و افغان ملي امنیتي قواوو ته ورکړي، واضیح نېټې نه ده په ډاګه کړې بلکې پرځای یې غواړي راتلونکې اونۍ کله چې د ناټو د غړیو ملکونو په غونډه کې اشتراک وکړي، هڅه وکړي چې د امنیتي مسولیت د سپارلو مسله نوره په واضیح توګه پسي تعریف کړي.

ورځپاڼه لیکي چې پروسږکال په دې وخت کې یعني د نومبر په نیمايي کې چې ډیسمبر ته څو اونۍ پاته وې، د تګلارې په باب د دیسمبر د میاشت د مرور ډیر بحثونه روان و خو سږ کال دغه مرور هغومره وسعت نلري . ورځپاڼه لیکي چې سنټرال کومد یا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ چې د عراق او افغانستان د ماموریتونو څارنه کوي، هم تردغه دمه د افغانستان څخه د امریکا يي قواوو د راایستلو د لړۍ د پيل په باب کوم امر نه دی صادره کړی.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا حکومت اوس تر پردو شاته دا درک کړې چې په افغانستان کې وضع داسي نه ده چې ګوني د قواوو د راوتلو لړۍ دي ژر تر ژره پیل شي.

ورځپاڼه د امریکا د حکومت د یوه چارواکي له قوله لیکي چې وايي مونږ د افغانستان د ماموریت د ارزیابۍ پر وخت پردې غور وکړ چې څومره وخت به پکښېوزي چې مونږ افغان قواوو ته د ټول افغانستان د امنیت مسولیت وسپارو، طبعیی ده چې ۲۰۱۱ کال به دغه نېټه نه وي خو دغه لړۍ کیدای شي چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شي او تر ۲۰۱۴ کاله پوري ادامه وموندي.

ورځپاڼه د حکومت د یوه بل چارواکي له قوله لیکي چې وايي د امریکا حکومت دا درک کړه چې پاکستان د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشتې نېټه غلطه درک کړې او په همدغه دلیل یې د پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي. پاکستان داسي نتیجه ګیری کړې وه، چې د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت به په افغانستان کې د امریکا يي قواوو د ماموریت پای وي.

ورځپاڼه د پینټاګن د یوه سلاکار له قوله لیکي چې وايي چې همدغې نظریې د پاکستان پوځ چې کولای شي افغانستان ته د طالبانو د پلویانو د ورتګ نه مخنیوی وکړي، ودې ته وهڅاوه چې د نظامي اقدام په پرتله د سیاسي حل پر پیدا کولو باندی ټینګار وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې تیره اونۍ په امریکا کې د کانګرس انتخابات وشول چې په نتیجه کې یې دیموکراتانو د ولسي جرګې کنټرول له لاسه ورکړ، او په دې صورت کې به د جمهور رئیس اوباما پر حکومت باندي د خپلو دیموکراتانو له خوا فشار کم شي چې افغانستان نه د راوتلو لړۍ پیل کړي. د سږکال په بیل کې ځینو دیموکراتانو غوښتل چې د افغانستان د ماموریت نه د مالي ملاتړ مخه ونیسي. اوس چې جمهوري غوښتونکي په ولسي جرګه کې واک ته ورسیدل نو دغه فشار به راکم شي.

ورځپاڼه لیکي چې د سې شنبې په ورځ، دسپینې ماڼۍ یو چارواکي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې حکومت ښايي د جولای په میاشت کې یو څه عسکر د افغانستان نه راوباسي او د ځینو سیمو امنیت افغان قواوو ته وروسپاري.

خو هغه وویل چې د افغانستان نه د قواوو رایستل به څو کاله ونیسي ځکه دغه لړۍ د افغان قواوو په قابلیت او چمتوالي پوري اړه لري.

XS
SM
MD
LG