د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکایي او بریتانوي سلاکان خپلو کې اختلاف لري'


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د سپتمبر په شپږمه نیټه د هغو اختلافاتو په هکله لیکي چې د امریکا د بحري قواوو د عسکرو او د بریتانوي سلاکارانو ترمنځ په هلمند کې شته دي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بحري قواوو پلي عسکر او د بریتانیې ملکي سلاکاران د دوه ډولو جگړو سره مخامخ دي. دوی یوې خوا نه د طالبانو سره جنگیږي او بله خوا دوی په خپل منځ کې جنجال لري.

ورځپاڼه لیکي د دواړو خواو ترمنځ اختلافات اوس وخت په وخت رامنځ ته کیږي. امریکایان دا دعوا لري چې بریتانیان د طالبانو په وړاندې له ډیر زیات مدارا نه کار اخلي.

انگریزان وايي چې برعکس امریکایان د طالبانو په مقابل کې له ډیر سخت چلند نه کار اخلي او دوی غواړي چې د عسکرو شته والی په سیمه کې پراخ کړي او د عسکرو ژوند خطر سره مخامخ کوي.

واشنگټن پوست د بحري قوا د یوه افسر له خولي لیکي، چې څلورکاله کیږي چې انگریزان دلته پراته دي، دوی په دې دومره موده کې څه کړي دي.

په مقابل کې یو بریتانوی افسر وايی څلورمیاشتې کیږي چې امریکايی پوځیان په موسی قلعه کې مستقر دي، خو ددوی په راتگ سره وضعه نوره هم خرابه شویده.

واشنگټن پوست لیکي چې د امریکایانو او انگریزانو تر منځ اختلافات نورو ساحو ته د هغې جملې نه د بیا رغونې پروژوته هم سرایت کړی دی.

اوس چې د امریکا عسکر په سیمه کې زیاتیږي هغومره ددوی په اختلافاتو کې زیاتوالی هم راځي. امریکایان اوس په هغو ولسوالیو کې خپل حضور زیات کړی دی چې د لښکرگاه له ښار نه تاودي.

امریکایان د هالینډي، کاناډايي او بریتانوي عسکرو ځایونه نیسي. دا کار امریکايی عسکر د سختو او نااشنا سیمو عملیاتو ته مجبوروي.

هلمند کې د امریکايي عسکرو په زیاتیدلو سره د ځنو ولسوالیو امنیتي ساحې پراخې شوي دي او حکومت په ډیره برخه کې خپل حاکمیت زیات کړید ی.

XS
SM
MD
LG