د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: پاکستان په افغانستان کې ناامنۍ سره مرسته کوي


رپوټ: پاکستان په افغانستان کې ناامنۍ سره مرسته کوي
رپوټ: پاکستان په افغانستان کې ناامنۍ سره مرسته کوي

هغه امریکايان چې په افغانستان کې په جگړه اخته دي، له ډیر وخت نه دا شک کوي چې د پاکستان نظامي استخبارات په پټه په افغانستان کې له بغاوت سره مرسته کوي، که څه هم امریکا هر کال پاکستان ته یو میلیارد ډالر ددې لپاره ورکوي چې د تندلارو په خلاف مبارزه وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، دا خبرې په هغو نظامي محرمو رپوټونو کې راغلي دي چې د یکشنبې په ورځ مطبوعاتو ته راووتل.

دغه اسناد چې د "ویکي لیکس" په نامه یوه ویب سایټ خپاره کړي دي، وايي، پاکستان په ظاهره د امریکا کلک ملگری دی، خو د استخباراتو نمایندگان یې له طالبانو سره په مستقیم ډول گوري، په مخفي ستراتیژیکو غونډو کې ورسره برخه اخلي او هدف یې دا وي چې د یاغیانو داسې شبکې تیارې کړي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په خلاف وجنگیږي او پر افغاني عسکرو باندې حملې طرح کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، دغه خپاره شوي محرم اسناد ښيي چې په افغانستان کې امریکايي عسکر د پاکستاني شبکې له سیل سره مخامخ دي چې له قبایلي سیمې راپیلیږي، بیا د سرحد نه د افغانستان تر جنوب او حتی تر پایتخت کابل پورې رسیږي.

اکثره دغه محرم اسناد هغه استخباراتي رپوټونه او د خطر د اندازې تخمینونه دي چې په افغانستان کې له ساحې نه راټول شوي دي. اکثره رپوټونه دداسې منابعو له قوله دي چې امریکايي پوځ ته د اعتبار وړ دي.

نیویارک ټایمز لیکي، له کومو امریکايي مقاماتو سره چې اوس او پخوا مرکې شوي دي، که څه هم په دې باب د انفرادي رپوټونه په اړه څه نه وايي، خو دا خبره مني چې په افغانستان کې د روان بغاوت سره د پاکستان د نظامي استخباراتو لاس په نورو استخباراتي معلوماتو کې هم څرگند شوی دی.

په خپرو شویو ځینو محرمو اسنادو کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان استخبارات د القاعدې سره هم د حملو په طرح کولو کې مرسته کوي. د چارو ماهرین وايي که څه هم د پاکستان تندرو تنظیمونه او القاعده مشترک کار کوي، خو د پاکستان د استخباراتي تنظیم آی.ایس.آی له القاعدې سره تړل مشکل کار دی.

دغه رپوټ وايي، که څه هم د پاکستان پوځ هم د دوست او هم د دښمن رول لوبولی، خو ددغه ملک استخبارات د امریکايي مقاماتو په گمان دوه طرفه لوبه کوي. له یوې خوا د امریکا د همکارئ اکثره غوښتنې مني او له بلې خوا په افغانستان کې د خپل نفوذ د برقرارولو لپاره د هغو تندلارو شبکو نه استفاده کوي چې امریکايان یې د لمنځه وړلو لپاره مبارزه کوي.

رپوټ: پاکستان په افغانستان کې ناامنۍ سره مرسته کوي
رپوټ: پاکستان په افغانستان کې ناامنۍ سره مرسته کوي

نیویارک ټایمز لیکي، د پردې تر شا، هم د بوش او هم د اوباما په وخت کې د امریکا د حکومت او ددغه ملک د نظامي قومندانانو د پاکستان له نظامي منصبدارانو سره په دې خبره جنجال راغلی دی چې پر آی.ایس.آی باندې دا تور دی چې په افغانستان کې په حملو کې لاس لري، او حتی د پاکستان مقاماتو ته د آی.ایس.آی او پوځ د هغو غړو د نومونو لسټونه هم ورکړل شوي دي چې په غالب گمان له تندلارو سره کار کوي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا ډیر شمیر د پارلمان غړي وايي، په تیرو څو کلونو کې یې په وار وار د تندلارو سره د پاکستان د اړیکو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده خو د دفاع وزارت پنټاگون او د استخباراتو ادارې سي.آی.اې ورته تل مبهم او ناکافي معلومات ورکړي دي.

خو د کانگرس عالي رتبه غړي وايي، دوی په دې کې هیڅ شک نه ويني چې پاکستان د تندلارو له ډلو سره مرسته کوي. سناتور جاک ریډ د امریکا د مشرانو په جرگه کې د نظامي کمیټې غړی دی. دی وايي چې دا اوس د پاکستان په حکومت او آی.ایس.آی پورې اړه لري چې ثابته کړي چې له تندلارو سره اړیکې نه لري. سناتور ریډ وايي په همدې ورانه میاشت کې ده او سناتور کارل لیوین چې د نظامي کمیټې رئیس دی، پاکستان ته د خپل سفر په وخت د همدې تورونه له آمله له صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره جدي وغږیدل.

نیویارک ټایمز لیکي، امریکايي مقامات وايي د پاکستان د استخباراتو په اداره کې سلسله مراتب په کلکه مراعت کیږي او خپلو سرو کارونو ته چندان اجازه نه ورکول کیږي. خو د استخباراتو هغې څانگې ته چې د افغانستان د حکومت او هند په خلاف د خارجي چارو مسئولیت ور په غاړه دی، ډیره زیاته خودمختاري ورکړل شوې ده، تر دې چې د پوځ عالي رتبه چارواکي هم په نظر نه ورځي.

امریکايي مقامات اکثرا هغه شواهد نه څرگندوي چې په لویو حملو کې د آی.ایس.آی لاس وښيي. خو د ٢٠٠٨م کال په جولای کې، د سي.آی.اې د مرستیال سټیفن کیپس او پاکستاني مقاماتو تر منځ د هغو شواهدو او اسنادو پر سر مشاجره راغله چې ویې ښودله په کابل کې د هند د سفارت مخې ته د خونړۍ انتحاري حملې په تنظیمولو کې آی.ایس.آی مرسته کړې وه.

نیویارک ټایمز لیکي، په اوسنیو خپرو شویو محرمو اسنادو کې یو رپوټ دا هم دی چې د هند د سفارت مخکې ته له حملې یوه اونۍ مخکې د پولنډ استخباراتو خبرداری ورکړی وو چې د هند په سفارت باندې د یوې لویې حملې امکان شته. خو حمله کوونکو او د حملو طرز له وړاند وینې توپیر درلود. په رپوټ کې د آی.ایس.آی نوم نه وو یاد شوی.

یو بل رپوټ چې د ٢٠٠٨ کال د اگست د میاشتې دی، د آی.ایس.آی د یوه ډگروال نوم یې یاد کړی چې د طالبانو سره یې یو ځای د جمهور رئیس حامد کرزي د وژلو پلان طرح کړی وو. رپوټ دا نه ده ښودلې چې په څه ډول او کله به دغه پلان تطبیقیږي.

له تندلارو سره تړلی جنرال

نیویارک ټایمز لیکي، ډگر جنرال حمیدگل د ١٩٨٧ نه تر ١٩٨٩ پورې د آی.ایس.آی رئیس وو او په همدې وخت کې د پاکستان استخباراتو او سي.آی.اې په گډه افغان ملیشو ته چې د شوروي په خلاف جنگیدل، وسلې او پیسې رسولې. خو کله چې جگړه ختمه شوه، جنرال حمید گل له پخوانیو مجاهدینو سره خپل تماسونه ختم نه کړل، چې وروسته په طالبانو په څیره کې ظاهر شول.

ورځپاڼه لیکي، له هغه وخت نه دوه لسیزې وروسته، اوس داسې ښکاري چې جنرال حمید گل اوس هم په دې برخه کې فعال دی. اسناد ښيي چې هغه په نه ستړي کیدونکي ډول خواري باسي چې خپلې پخوانۍ شبکې بیرته راژوندئ کړي او د جلال الدین حقاني او گلبدین حکمتیار په څیر ځینې پخواني دوستان بیرته په کار وگماري.

په خپرو شویو اسنادو کې د جنرال حمید گل نوم څو څو ځایه راغلی دی او ویل شوي، دا له امکان نه لرې خبره ده چې د پاکستان پوځ او استخبارات دې د هغه له ځینو دغه ډول پراخو چارو بې خبره وي.

د مثال په ډول، یو سري رپوټ ښيي چې جنرال حمید گل د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د تندلارو له یوې ډلې سره د ٢٠٠٩ کال په جنوري کې گوري. رپوټ ښيي، دغلته، حمید گل د افغان تندلارو له درې قومندانانو او درې عربانو سره گوري چې په غالب گمان د القاعدې استازي وو.

د غوندې هدف دا وو چې د القاعده د یوه قومندان "زمري" کسات واخلي چې څو ورځې مخکې د سي.آی.اې د بې پیلوټه الوتکو په یوې حمله کې وژل شوی وو. زمري په پاکستان کې د القاعدې د چارو مسئولیت درلود او القاعدې ځینې خونړۍ حملې یې تنظیم کړې وې.

پلان هغه ورځ په واڼه کې طرح شو. د رپوټ په اساس، یو شین رنگی مازدا موټر له چادیدونکو موادو ډک له جنوبي وزیرستان نه د پکتیکا د ولایت په لور وخوځید او اکثره له پاکستان نه ځانمرگي حمله کوونکي، وسلې او بمونه له همدې لارې افغانستان ته وړل کیږي.

رپوټ وايي، طالبانو د خپل قدرت نمايي په خاطر دا خبره تصدیق کړه چې د غزني ولایت ته یې ٥٠ عرب او ٥٠ وزیر جنگړه ماران لیږلي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، جنرال حمید گل د طالبانو پر قومندانانو فشار راوړ چې خپل عملیات په افغانستان کې پر مخ یوسي او په بدل کې به یې پاکستان په قبایلي علاقه کې طالبانو ته څه نه وايي. خو ددغې حملې نور جزیات بیا روښانه نشول.

ورځپاڼه لیکي، امریکا له ملگرو ملتونو نه غوښتي چې د جنرال حمید گل نوم د نړیوالو تروریستانو په لیسټ کې واچوي او عالي رتبه امریکايي مقامات په دې عقیده دي چې دی د برحاله پاکستاني افسرانو او تندلارو تر منځ د ارتباط یوه وسیله ده.

خو جنرال حمید گل چې دا وخت متقاعد دی دغه ادعاگانې رد کړي. له وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې جنرال حمیدگل ویلي دا ادعاوې بې اساسه دي. ده ویلي: "زه د امریکا په خلاف نه یم خو د هغه څه په خلاف یم چې امریکا یې په افغانستان کې کوي".

د انتحاري حمله کوونکو شبکې

په خپرو شویو محرمو اسنادو کې ویل شوي، آی.ایس.آی همدارنگه د ځانمرگه حمله کوونکو شبکې چلوي چې دغه ډول شبکې په ٢٠٠٦م کال کې ناببره د یوې خطرناکې قوې په توگه رابرسیره شوې.

دغه مفصل رپوټونه وايي چې امریکايي مقامات تر ډیره ددغه انتحاري شبکو په چارو خبر وو. خو دا نده معلومه چې ولې دغه حملې ندي معلومې شوي.

د ٢٠٠٦ کال د دسمبر د ١٨مې یو رپوټ ښيي چې د ځانمرگه حمله کوونکو د تیارولو دغه دوراني عمل څنگه پر مخ ځي. په لومړي قدم کې دغه کسان په پاکستان کې استخدام او تربیه کیږي. وروسته د څیړنې او عملي کولو پلان پیلیږي او یو عمده کار دا وي چې په څه ډول ځانمرگه حمله کوونکو د حملې ځای ته نږدې ځای په ځای کړل شي. رپوټ دا هم وايي، چې د ځانمرگو دغه شبکه د افغان پولیسو او د کورنیو چارو له وزارت نه مرسته تر لاسه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، په ډیرو قضیو کې حتی په رپوټونو کې د حمله کوونکي نوم، عمر او د موټر د پلیټ نمره هم یاده شوې وي. یو یوه رپوټ د یاداشت په برخه کې لیکل شوي چې کیدای شي آی.ایس.آی ددې حملې ملاتړ کوي.

ددغو محرمو اسنادو ډیری رپوټونه لیکي، د جنرال حمید گل په شمول آی.ایس.آی اوسني او پخواني مشران پیښور ته نږدې مدرسو ته ورځي چې د ځانمرگه حملو لپاره تازه دمه کسان استخدام کړي.

یو موثق رپوټ، دا کیسه کوي چې څنگه د ښاغلي حکمتیار حزب اسلامي د هاشمیې له مدرسې نه چې افغانان یې چلوي، یو ځانمرگی راغواړي.

دغه هلک ته دنده ورکول کیږي چې د لوی اختر په ورځ په کابل کې د امریکا او ناټو پر یوې گزمې حمله وکړي. دی لومړی جلال آباد ته بیول کیږي چې د انتحاري حملې لپار یو موټر واخلي او بیا وروسته کابل ته رسول کیږي. خو وروسته دا نده روښانه شوې چې دا حمله څنگه شوه.

خپاره شوي اسناد ښيي چې، دغو اعمالو تیر کال هم د کال تر پایه جریان درلود. د ٢٠٠٩ کال له جولای نه تر اکتوبره پورې، دغه ډول اته پټ رپوټونه خپاره شول چې د ځانمرگه برید کوونکي له پاکستان نه د افغانستان گڼ میشتو سیمو ته بیول کیږي چې په دې کې کندهار، کندز او کابل شامل دي.

XS
SM
MD
LG