د لاس رسي وړ اتصالات

د ایزدیانو امیر مړ شو


تحسین سید علي په جرمني کې مړ شو

د ایزديانو امیر، تحسین سید علي، په پنځه اتیا کلنۍ کې په جرمني کې مړ شو. داعش په عراق کې تر بل هر چا ایزدیان ډېر وځپل.

په عراق کې د کردي سیمو د ایزدي لږکیو د چارو مشر، خیري بازاني، وايي شهزاده تحسین سید علي له ډېر وخت راهېسې ناروغ و او د جرمني د هانور په ښار کې په یو روغتون کې بستر و.

نوموړی په ۱۹۳۳م کې د عراق په شمال- لویدیځ کې د شیخان په ولسوالۍ کې پیدا شوی و او د خپل پلار له مرګ وروسته په ۱۱ کلنۍ کې د ایزدیانو امیر وټاکل شو. هغه بیا وروسته جرمني ته ولاړ. په جرمني کې ډېر ایزدیان مېشت دي.

د عراق په پارلمان کې د ایزدیانو استازي ویان داخیل وویل چې شهزاده تحسین به په را روانو څو ورځو کې په عراقي-کردستان کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلي داخیل فرانسې خبري اژانس ته وویل چې شهزاد تحسین تر مړینې مخکې خپل زوی حزیم خپل ځای ناستی ټاکلی دی. د عراق د مالي وزیر فواد حسین، د کردستان د سیمو مشر نیچېروان بارزاني او نورو عراقي چارواکو د شهزاده تحسین په مړینې خواشیني شوي او له کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

ویل کیږي چې شاوخوا ۴۰۰۰ کاله مخکې ایزدیان په ایران کې پیدا شول او بیا په سیمه کې نورو برخو کې هم مېشت شول. کله چې د داعش ډلې په عراق کې خپل "خلافت" اعلان کړ، تر ټولو ډېر یې ایزدیان وځپل، کورونه یې ړنګ کړل، زرګونه یې ووژل او ډېرې نجونې او ښځې یې وینځې کړې او ډېر یې له سیمې وتښتېدل.

په نړۍ کې شاوخوا ۱.۵میلیون ایزدیان اوسیږي چې شاوخوا ۵۵۰۰۰۰ یې د عراق په شمالي سیمو کې دي. د دوی تر ټولو سپڅلی عبادتځای، لالېش، همدغلته دی. دا هغه ځای دی چې تحسین علي په کې زېږدېدلی و.

XS
SM
MD
LG