د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې مظاهره چیان د پارلمان ودانۍ ته ننوتي


مظاهره چیانو د پارلمان په ودانۍ کې دننه د حکومت ضد شعارونه ورکول
مظاهره چیانو د پارلمان په ودانۍ کې دننه د حکومت ضد شعارونه ورکول

د عراق په مرکز بغداد کې په سلګونو مظاهره چیانو پارلمان ته نږدې خپل احتجاج ته دوام ورکړی. دغه مظاهره چیان، چې د مقتدی الصدر طرفداران دي، پرون د بغداد د زرغونې سیمې د دیوالونو نه تیر شول او د پارلمان ودانۍ ته داخل شول.

مظاهره چیان د بغداد د زرغونې سیمې د دیوالونو شاته د میاشتو احتجاج وروسته پرون دغه سیمې ته داخل شول او د پارلمان ودانۍ ته یې ځانونه ورسول.

دوی د خپل مشر په غوښتنه د دې لپاره احتجاج کوه چې د عراق په صدراعظم حیدالعبادي فشار واچوي ترڅو د اصلاحاتو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

په دغو اصلاحاتو کې د کابینې لپاره د داسې وزیرانو ټاکل شامل دي چې غیر سیاسي او ټکنوکراټ وي.

پرون باید چې پارلمان یو شمیر وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکړې وای خو رایه ګیري په دې و نه شوه چې نصاب پوره نه و.

په یوه تلویزیوني وینا کې صدر وویل چې یا خو به په فساد ککړ چارواکي لیري کیږي او یا به دوی حکومت رانسکوروي.

هغه ویډیوګاني چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې دي په لسګونو ځوانان ښيي چې د پارلمان په ودانۍ کې دي او د صدر په طرفدراۍ شعارونه ورکوي. دوی د حکومت نه غواړي چې استعفی ورکړي.

د عراق امنیتي چارواکو هڅه وکړه چې مظاهره چیانو مخه ونیسي چې د بغداد زرغونې سیمې ته داخل نه شي خو بریالي نه شول.

XS
SM
MD
LG