د لاس رسي وړ اتصالات

سختو سیلاونو د پاکستان پنجاب ته مخه کړې


په زرهاو خلک دپاکستان دپنجاب صوبی په جنوبی برخو کی دسختو تباه کوونکو سېلابونو له امله د خپلو کورونو نه لگیا دي تښتي ځکه چې د سیلاب اوبو اوس د پنجاب د جنوب په لورې مخه کړې ده.

په پاکستان کې د ملگرو ملتونو استازي مانیول بېسلر وايې چې څلور میلونه خلک بې کوره شوي دي.

په سنده او پنجاب کې مقامات کوښښ کوي چې پنځه سوه زره خلک د خپلو کورنو نه راوباسی او خوندی ځاېونو ته ېې انتقال کړی خو ډېر خلک لا اوس هم پخ خپلو کورونو کی ناست دی.

سیلابونو په خیبر پښتونخوا کې په پراخه پیمانه تباهی رامنځ ته کړې ده. د خلکو کورونه یې وړي دي او هغوی اوس د خوړو او څښاک لپاره هیڅ نه لري.

پاکستاني مقاماتو وویل چې نن شل تنه مسافر هغه وخت مړه شول چې یو سرویس موټر د پاکستان تر کنترول لاندې کمشیر کې د یوه سیند په سیلابي اوبو کې ډوب شو.

د پنجاب په مرکزي برخو او د سنده د صوبې په جنوبي برخو کې د پاکستان پوځ کوښښ کوي چې خلک وژغوري.

توقع کيږي چې برساتی بارانونه به څو ورځې نور هم دوام وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کیمون نن خپل خاص استازی ژان ماریس پاکستان ته ددې لپاره ولیږه چې هلته د ملگرو ملتونو د مرستو د ټیمونو سره همکاري وکړي.

تر اوسه پوری په سېلابونو کی کم ترکمه ١٥٠٠ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلانی وویل چې ١٠٠ زره خلک د سیلاب د اوبو نه ژوندي ژغورل شوي دي خو بیا هم د پاکستان خلک په خپل حکومت باندې په قهر دي.

د ملگرو ملتونو د خوراک ادارې نن د مصیبت ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره د دوه میلونه ډالرو کمک اعلان وکړ.

په پنجاب کې د سیلاب اوبو ډیری زراعتی ځمکې له منځ نه وړي دي او دا ویره راپیدا شوې ده چې خوراکيمواد به کم شي.

په واشنگټن کی دامریکا خارجه وزیرې هیلری کلنټن نن وویل چې پاکستان کولی شی د ډیری مودې پورې د امریکا په مرستو باندې اتکا وکړي.

د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې په مالي او انساني زیانونو برسیره، په سیلاونو کې د سیمې روغتیايي زیربناوې هم تباه شوي دي نو له همدې امله یې خلک په هغو ساري ناروغیو باندې د اخته کیدلو د خطر سره مخامخ کړي دي چې د ناپاکو اوبو د څښلو نه راپیدا کیږي.

XS
SM
MD
LG