د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ د روسیې سره د خپلو اړیکو نه دفاع وکړه


د متحده ایالاتو جمهور رئیس د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې اړینې وبللې
د متحده ایالاتو جمهور رئیس د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې اړینې وبللې

د امریکا د جمهوري ریاست په کمپاین کې د روسیې د مداخلې تورونه، فرانسې ته د جمهور رئیس ډونالد ترمپ د دوه ورځني سفر پر اجندا سیوری غوړولی.

تمه کیږي چې جمهور رئیس ترمپ به د پنجشنبې په ورځ (د جولای ١٣) د فرانسې د جمهور رئیس سره په گډ خبري کنفرانس کې د ترمپ د زوی، دونالد ترمپ جونیر او د روسیۍ وکیلې سره د هغه د تیر کال د ملاقات په اړه د کلکو پوښتنو سره مخامخ شي.

ترمپ تیره ورځ په دې اړه د خپل زوي د دفاع دپاره د تویتر څخه هم کار واخیست.

د جمهور رئیس ترمپ زوي د پوره جزییاتو نه ډک د ایمیلونو هغه سلسله په رسنیو کی خپره کړه چې د هغه او د یوې روسۍ مدافع وکیلې تر منځ د ټاکنو نه مخکې د کمپاین پر مهال تبادله شوي و او پکې د میرمن هلري کلنتن په اړه د زیان رسونکو معلوماتو د شریکیدو خبره شوې وه.

ښاغلي ټرمپ به له ښاغلي مکرون سره د ترهه ګرۍ د ګواښ په شمول د یو لړ موضوعاتو په اړه خبري وکړي.

ترمپ یو کال د مخه پاریس ځکه له کنټرول نه بهر او خطرناک بلی و چې د هغه په وینا هلته ترهګر فعالیت لري.

د مې د میاشتې په یو روغبړ کې د فرانسې نوي مشر وښودله چې هیواد به یې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د امریکا د لومړیتوب پالیسۍ په وړاندې ودریږي.

څیړونکي هیله لري چې دغه مخامخ لیدنه به په یوه مدني چوکاټ کې ترسره شي.

فرانسې د ۲۰۱۵م کال د اقلیمي بدلون د سرمشریزې په اړه ډیر کار کړی دی او دغه موافقه یو لوی بری ګڼي.

دا له هغه وخت راهیسې د ښاغلي ټرمپ دریم بهرنۍ او اورپايي سفر دی چې د جنورۍ په میاشت کې یې خپله وظیفه اشغال کړې ده.

ښاغی ټرمپ په په دغه سفر کې د باستیل د ملي ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي. تمه کیږي چې له ښاغلي مکرون سره به د هغه خبرې پر سوریې او ترهګرۍ ضد اقداماتو وڅرخیږي. دا هغه موارد دي چې په اړه یې موافقه آسانه ده.

په ورته وخت کې د ولسمشر ټرمپ میرمنې میلانیا ټرمپ نن پاریس ته له رسیدلو وروسته د فرانسې د ماشومانو له تر ټولو لوي روغتون نه لیدنه وکړه.

امریکايي هنرمند کیت هیرنګ په ۱۹۸۷ کې د نکر په نامه دغه روغتون ته یو مجسمه ورکړي وه.

XS
SM
MD
LG