د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین او اردوغان په روسیه کې ګوري


د روسیې او ترکیې جمهور رئیسان
د روسیې او ترکیې جمهور رئیسان

ټاکل شوېده د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د روسیې په سوچي ښار کې وګوري.

د روسیې او ترکیې لوړپوړو چارواکو د جمعې په ورځ ددې پخلی وکړ چې دغه دوه مشران به د راتلونکې دوشنبې سره وګوري او د نورو مسایلو تر څنګ به د سوریې په ادلیب کې د جګړې په اړه خبرې اتري وکړي.

دا لیدنه پداسې حال کې کیږي چې د ایران، روسیې او ترکیې مشرانو تیره اوونۍ په تهران کې د سوریې د جګړې په اړه خبري وکړې.

ددغو دوو مشرانو د لیدنې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې نړیواله ټولنه د سوریې په ادلیب کې د بشار الاسد حکومت د مخ په زیاتیدونکو یرغلیزو بریدونو اندیښنه ښودلې ده. ادلیب چې له ترکیې سره پوله لري په هغه هیواد کې د بشارالاسد د حکومت د مخالفینو وروستی مرکز شمیرل کیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د جمعې په شپه په یوه ټلویزیوني پیغام کې وویل هیواد یې چمتو دی چې د سوریې په ادلیب کې د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه ورکړي. خو نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د ملکي وګړو وژل غیر انساني عمل دی.

ترکیه له دې ویره لري چې په ادلیب کې به د روسیې په ملاتړ د سوري ځواکونو د عملیاتو په زیاتیدو سره ممکن ګڼ شمیر کډوال دې هیواد ته راشي. ترکیه په تیرو څو کلونو کې د مختلفو جګړه ځپلو هیوادونو په ځانګړې ډول د سوریې د څو میلیونو کډوالو کوربه ده.

د ترکیې جمهور رئیس په تیرو اوونیو کې هڅه کړې چې د سوریې په ادلیب کې له ښکیلو ډلو سره اوربند وکړي، خو په دې اړه یې هڅې ناکامه شوي دي ځکه دمشق او مسکو له څو ورځو راهیسې په ادلیب کې پراخ هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

تهران او مسکو د سوریې په جګړه کې د بشار الاسد مهم ملاتړي دي او له دمشق څخه ددغو هیوادونو ملاتړ ددې لامل شوی چې د حکومت ضد یاغیان چې د لودیځ ملاتړ ورسره دی، وځپل شي. خو ترکیه بیا په دې منځ کې د بشارالاسد حکومت له مخالفو اورپکو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG