د روسېې د ولسمشر ولادیمیر پوټین د تیرو پنځلسو کلنو ویناوې په کتابي شکل چاپ شوي او دریو جلدونو کې خپرې شوي. د کتاب نوم دی. مستقیمه وینا. دغه کتاب په مسکو کې د کتابونو په یو نندارتون کې خلکو ته وړاندې شو.
دغه کتاب چې د مسکو د زوینستا په نوم مطبعې خپور کړیدی ښاغلیې پوټین ېې د دې قرن څهره بللې دی او د فرانسې د چارلس ډي گول او کیوبا د فیډرل کاسټرو سره مقایسه کړیدی.
د کتاب خپرونکې اداې مشر گرېگوري زیتویسو ویلي چې د روسېې هر اوسیدونکي ته پکار دی چې دا کتاب ولولي. که هغه والي وي که مرستیال، ښاروال وي که د کلي مشر ،مورخ وي که کارپوه ،.دیپلومات وي که یو محصل. هر څوک چې د روسېې د اوسني تاریخ سره علاقه لري هغه به دا کتابو خوښوي.
د کتاب په اړه مسکو کې یو ژورنالست ډیمتري گیبن وايي چې دا کتاب داسې دی لکه څوک دې تیر وخت ته یوسی. داسې لکه خپل د ماشومتوب وخت ته چې لاړ شې.
نوموړی ژورنالست وايي چې څنگه د لین ،مارکس او اینجل کتابونه د روسېې په کتابونو کې درانه ایښودل شوي همداسې د پوټین د ویناو دا کتاب هم باید کیښودل شي.
دا لومړۍ ځل نه ده چې د پوټین کوم کتاب خپریږي ،دې نه وړاندې هم د فرسټ پرسن په نوم د هغه د یادښتونو ټولگه خپره شوې وه. دې نه علاوه د کریملن د ځوانانو ټولنې د ښاغلي پوټین د ویناو هغه برخې د لوستونکو دپاره په چاپي بڼه خپرې کړې وي چې د خلکو دپاره پکې خاص خوند او پند پروت و. د ټولگې نوم دی. هغه حرفونه چې نړۍ ېې بدله کړه.
خو د ښاغلي پوټین د ویناو په اساس چاپ شوی دا کتاب .مستقیمه وینا. په دې هم ارزښت لري چې ښاغلی پوټین د روسېې په هغو مشرانو کې شامل شو چې د یو نه زیات جلدونو کې ېې کتابونه چاپ شوي .دې نه مخکې د لینن د ٥٥ جلدونو، د سټالین د ١۴ جلدونو او د بریژینف د ۴ جلدونو کتابونه خپاره شوي .