د روسیې پولیسو د شنبې په ورځ د هیواد په گوټ گوټ کې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د حکومت په سلگونو مخالف اعتراض کوونکي نیولي دي.
د روسیې په مختلفو ښارونو کې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین منتقدینو په سرتاسري مظاهرو او اعتراضونو کې برخه واخیستله.
دغه اعتراضونه پداسې حال کې کیږي چې ښاغلی پوتین د دوشنبې په ورځ د څلورم ځل لپاره د روسیې د جمهور رئیس په توگه لوړه کوي.
د روسیې د حکومت مخالفین ښاغلی پوتین یو داسې مستبد مشر بولي چې د "روسي تزار" په توگه حکومت کوي.
ټاکل شوې وه چې دغه اعتراضونه د مسکو په گوډن د روسیې په ٩٠ ښارونو کې وشي، خو ډیرو لږو اعتراض کوونکو د مظاهرو اجازه ترلاسه کړه.
د یو تازه خبر له مخې روسي مقاماتو د حکومت مخالف سیاستوال الکسي نووالني د شنبې د ورځ د "غیر قانوني" مظاهرو په وجه نیولی دی.
روسي مقاماتو د ښاغلي پوتین د حکومت د مخالف سیاستوال الکسي نووالني پلویانو ته خبرداری ورکړی و چې د مسکو په اعتراضونو کې گډون ونه کړي او دغه اعتراضونه یې په بشپړه توگه غیر قانوني گڼلي دي.
ښاغلي پوتین د مارچ په میاشت کې د څلورم ځل لپاره د جمهوري ریاست انتخابات وگټل او ټاکل شوې چې د راتلونکو شپږو کلونو لپاره تر ۲۰۲۴ پورې د روسیې د جمهور رئیس په توگه دنده ترسره کړي.
٦٥ کلن پوتین د ۲۰۰۰ کال راهیسې د جمهور رئیس او صدراعظم په توگه په روسیه کې واکمن دی.
د روسیې د حکومت مخالف سیاستوال الکسي نوالني، چې دغه اعتراضونه یې په لاره اچولي دمخه څو ځلې د ورته اقداماتو په وجه زنداني شوی دی.
روسي مقاماتو اعتراضونه "غیر قانوني" بللي او ادعا یې کړې چې اعتراض کوونکو د مظاهرو وخت او ځای له مقاماتو سره ندی هم آهنگ کړی.
ښاغلي پوتین، الکسي نوالني د روسیې په انتخاباتو کې له گډون منع کړ او هغه یې د یو داسې شخص په توگه معرفي کړ چې گواکې "د واشنگټن په استازیتوب" یواځې غواړي په روسیه کې گډ وډي رامنځ ته کړي.