دا د د برتانیې ملکه نن د خپلې زیږېدنې پنځه اتیایمه کلیزه لمانځي.
ملکه الېزابت د ایسټر د کلنۍ رخصتۍ نه مخکې د وېسمېنېسټر ابې په تاریخي ځای کې په هغو مراسمو کې برخه اخلي چې ددې د زیږېدنې د ورځې په مناسبت جوړیږي.
ملکه الېزابېت به څو نوې سکې هم وویشي چې د څو تنو٨٥ کلنو برتانویانو په ویاړ جوړې شوي دي.
د ملکې الېزابت د زیږېدنې اصلي ورځ د اپرېل ٢١ ده او رسمي مراسم په همدغه ورځ هر کال شروع کیږي.
د ملکې الیزابت د مشر لمسي شاهزاده ویلیم او کیټی مېډلټن واده هم د ویسټمېنسټر په ابې کې بله جمعه سر ته رسیږي.